قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د پروان ښځو په ټاکنو کې په ګډون خپل د خوښې نوماند ته رایې ورکړې

د پروان ښځو په ټاکنو کې په ګډون خپل د خوښې نوماند ته رایې ورکړې

پروان

۶ اکتوبر/ ۱۴ میزان ۱۳۹۸

د ټاکنو کلمه د اختیارولو او ټاکلو په معنا ده او د معنا پیژندنې د علم له نظره هغه طریقه یا کړنلاره ده ، چې د یو زیات شمیر وګړو له منځه د یوه منصب یا مقام لپاره یو ټاکلی شمیر وګړي، چې ځانونه یې نوماند کړي ټاکل کیږي.

په دې بهیرکې هغه کسان چې رایه ورکوي سربیره پر دې چې رایه ورکول یې حقوقي او سیاسي حق ګڼل کیږي ، دوی د خپل استازي په ټاکلو د خپلې ټولنې په سیاسي برخلیک ټاکلو کې هم ونډه اخلي.

د دموکراتیک لیدلوري پر بنسټ، د ټولنې ټول وګړي پرته د جنسیت او ټولنیز موقف په نظر کې نیولو سره په ملي چارو کې د پریکړې برابر حق لري. په هره ټولنه کې د ښځو ونډه د ژوند په هره برخه کې ډیره مهمه ده ، په تیره بیا داسې ټولنو کې لکه افغانستان چې هلته جنسیتي توپیر او نارینه سالاري حاکمه وي او همداشان بیلابیلې ټولنیزې او فرهنګي  ستونزې هم د ښځو د ټولنیز حضور په وړاندې شتون ولري ، نو ټاکنې ډیر ښه فرصت دی چې ښځې وکولی شي د هغو په وسیله خپلې حقوقي او سیاسي غوښتنې څرګندې او ملاتړ یې د رایې ورکولو له طریقه د ژوند د بڼې د بدلون په خاطر تر لاسه کړي.

د ۱۳۹۸ د تلې په ۶ مه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره شوې ، د پروان په ولایت کې هم سربیره پر شته ستونزو او خنډونو، ښځې د رایو مرکزونو ته لاړې او خپل د خوښې نوماند ته یې د ښې راتلونکې او خپل د رایو له حق څخه په ګټې اخستنې رایه ورکړه او په دې ملي بهیر کې یې ونډه واخسته او همداشان یې د خپلو حقونو د اعاده لپاره نوې پاڼه پرانیسته.

د پروان د استوګنو په باور، د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګډون له خنډونو، یو هم امنیتي ګواښونه او د ټاکنو پر کمسیون نه باور دی، چې دوی ونه غوښتل په پراخه توګه د رایو صندقونو خوا ته لاړ شي او رایه ورکړي.

یسرا سیرت د پروان اوسیدونکې وایي:” موږ د ټاکنو پر کمسیونونو بې باوره یو، ځکه په تیرو ټاکنو کې هم د رایو صندقونو ته لاړو ، خو زموږ رایې حساب نشوې او دلیل یې هم د ټاکنو په بهیر کې درغلي او فساد و.”

په همدې حال کې د رایې ورکولو د یو مرکز مسوول حسین اسیر وویل:” پرته له شک د دې دور په ټاکنو کې د ښځو ګډون لږ و ، خو بیا هم هغوی جرئت وکړ چې د رایو مرکزونو ته لاړې شي او د خپل راتلونکي ولسمشر ټاکلو لپاره رایه ورکړي، چې دا یو لوی ویاړ دی.”

هغې د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په تیرو ټاکنو کې د جنجالونو، درغلیو او فساد شتون د دې لامل شو چې په څلورم دور ټاکنو کې په ځینو ښځینه د رایې ورکولو مرکزونو کې ښځې کمه برخه واخلي . خو په ځینو نورو ښځینه محلونو کې د تلې ۶ مه وروسته له غرمې زیات شمیر پرواني ښځې مرکزونو ته راغلې او په خپله خوښه یې رایې ورکړې.

د یادولو ده ؛ بنسټیز ټکی دا دی چې په ټاکنو کې د ښځو کم حضور په دې پورې تړاو لري چې د ښځو د حقونو ملاتړ بنسټونه د ښځو د ستونزو د مطرح کولو او د ښځو د ټولنیزو مسایلو په تیره بیا ټاکنو کې حساس اوسي .  اړینه ده ، چې د ښخو  لپاره د پوهاوي پروګرامونه ولري، څو له یوې خوا ښځې په ټاکنو کې د خپلې ونډې پر ارزښت وپوهیږي او له بلې خوا هغه ناخوالې چې د دې سبب کیږي چې د ښځو له رایو څخه ناوړه ګټه اخستنه وشي ، وپیژندل شي او له اړوندو  بنسټونو سره شریکې شي څو پرېنږدي چې د ښځو له رایو څخه ناوړه استفاده وشي.

بلخوا بیا دولت د خلکو په تیره بیا د ښځو د اطمینان لپاره ، مخکې د ټاکنو وخت له رارسیدو ورته شرایط لکه د امنیتي ګواښونو په وړاندې تدابیر او نور امنیتي تدابیر ونیول شي او خلکو ته ډاډ ورکړل شي او پرېنږدي چې دا خنډونه په ټاکنو کې د ښځو د نه ګډون سبب شي.

گزارش:سعیده نوري

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *