قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته د پنجشیر ښځو لیوالتیا

د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته د پنجشیر ښځو لیوالتیا

پنجشیر

۳اکتوبر و ۱۱ میزان ۱۳۹۸

ټاکنې هغه رسمي راتلونکې ده ، چې د مخکې ټاکل شویو ګامونو پر بنسټ هغه امکان برابروي چې خلک په یوه ټاکلي وخت د هېواد د راتلونکي حاکمیت په هکله پریکړه کوي او ټاکنې هغه اصلي کړنلاره ده ، چې پر خلکو، د خلکو د حاکمیت ټاکي او د دموکراسۍ شاخص ګڼل کیږي.

له نیکه مرغه دا لاسته راوړنه په تیرو دوو لسیزو کې زموږ په هېواد کې هم عملي کیږي او ډیری هېوادوال مو ( ښځې او نارینه) په پوهاوي د رایو صندقونو خوا ته ځي او خپل د خوښې جمهور رییس په خپلو رایو ټاکي.

د ۱۳۹۸ د تلې ۶ مه هغه ورځ ده ، چې په ټول هېواد کې د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره شوې . که څه هم په ځینو ولایتونو کې امنیتي ستونزې او د طالبانو لخوا ګواښونه او د ټاکنو کمسیون لخوا د ټاکنو د وسایلو په برابرولو کې د خنډونو رامنځته کیدل ، په ټاکنو کې زموږ د زیات شمیر خلکو د نه ګډون لامل شول ، خو دا د ولسواکۍ بهیر د پنجشیر ولایت په امن فضا کې د خلکو په تیره بیا ښځو په پوره لیوالتیا ، د رایه ورکولو په ۹۵ مرکزونو کې تر سره شو.

د پنجشیر په مرکز د مارشال قسیم فهیم د رایه ورکولو په مرکز کې چې ( ۶ یې د نارینه و او ۳ نور هغه یې د ښځو ) لپاره تنظیم شوي وو ، د ښځو د رایه ورکولو مرکزونه له ګڼې ګوڼې ډک وو او ګډون کوونکي ډیر تر نظر راتلل.

۴۳ کلنه طاهره چې له یوې لرې پرتې سیمې څخه یې د رایې ورکولو په خاطر، د رایې ورکولو مرکز ته ځان رارسولی وایي:” زموږ د کورنۍ غړي دوولس تنه دي، خو زه یواځې د رایې ورکولو لپاره راغلې یم.”

هغې زیاته کړه ، چې رایه ورکول او د خلکو په خوښه د هېواد راتلونکی جمهور رییس ټاکل د خلکو حق دی او باید د خلکو په خوښه تر سره شي:” زموږ په کورنۍ کې هیڅوک د ټاکنو په هکله معلومات نلري ، خو ما له معلمې عاطفې څخه چې زما نږدې خورلڼه ده واوریدل او معلومات مې تر لاسه کړل چې باید رایه ورکړم ، ځکه ښځې هم د رایې ورکولو حق لري.”

میرمن عاطفې وویل ، چې هغه سوله غواړي او له راتلونکي جمهور رییس څخه د ښځو د ټولو هغو حقونو او امتیازونو غوښتونکې ده چې مستحقې یې دي.

د ښځو د رایې ورکولو په یوه بل محل کې د مرضیه ګل په نوم ۳۲ کلنه ښځه چې له پښو معلوله ده ، د ستونزو په زغملو ، د لارې په لرې والي سر بیره هم راغلې او رایه یې ورکړه.

مرضیه ګل چې څو کاله مخکې یې په پټې کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې معلوله شوې ده ، ټاکنې یې د معلولو او بې وزلو ښځو د حقونو د اعادې یوه لار وبلله او زیاته یې کړه:” د خپلې رایې په ورکولو غواړم ، چې یو صادق او زړه سواند انسان زموږ رییس جمهور شي او موږ خوارو او ناروغه ښځو ته د درملنې زمینه برابره کړي.”

د پنجشیر په مرکز بازارک کې ۱۲ د رایو ورکولو مرکزونه او ۴۲ محلونه موجود وو ، چې وروسته تر غرمې د نورو ولسوالیو په پرتله د ښځو ګډون زیات و ، چې په اوږدو لیکو کې یې د رایې ورکولو ته انتظار ایسته ، خو د ښځینه خبریالانو شتون په دې ټولو محلونو کې کم و.

آزادې خبریالې ، رحیمه نور چې د یو څو شیبو لپاره یې د خبري پوښښ په خاطر دغه مرکز کې حضور درلود ، وویل:” زه تر اوسه چې د غرمې وروسته دوه بجې دي ، پرته له ما او په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز له خبریالې ( لیدا اقدس) بله کومه خبریاله نه ده لیدلې چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په خبري پوښښ کې یې برخه اخستې وي.”

په افغانستان کې د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) وایي چې په ټاکنو کې خلکو ( ښځو ، نارینه و) او خبریالانو په ټولو ولایتونو کې ګډون درلود ، خو لکه څنګه چې باید دا ګډون ډیر وای ، هغسې نه و.

دغه بنسټ اعلان کړه چې د امن فضا پر شتون سربیره هم د سهار له پیل څخه ، د رایو ورکولو تر ختم شیبو هم د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د خلکو ګډون زیات نشو.

د پنجشیر د ټاکنو کمسیون د رییس په وینا ، چې د دغه ولایت په ټولو مرکزونو کې د خلکو اوږدې لیکې رامنځته شوې ، خو په دغه ټاکنو کې د تیرو جمهوري ریاست ټاکنو په پرتله د خلکو ګډون پیکه و.

په پنجشیر کې هم لکه د ځینو نورو ولایتونو د بایومټریک دستګاه چندان سم کار نه کولو او همداشان د په زرهاوو رایو ورکوونکو نومونو په نوملړ کې شتون نه درلود.

بلخوا بیا د پنجشیر رایه ورکوونکي له بایو مټریک دستګاه وو سره د ټاکنو کمسیون د کارکوونکو د نه بلدتیا له کبله تر پزې راغلي وو.

د ټاکنو کمسیون د عامه پوهاوي مسوول فدا جان فراجي وویل:” د ۱۳۹۸ په ټاکنو کې ۱۹۳۲۱ تنه د صندقونو خوا ته لاړل او خپلې رایې یې استعمال کړې، چې له هغه ډلې ۸۰۱۵ تنه یې ښځې وې او ۱۱۳۰۶ تنه نور یې نارینه ګډون کوونکي وو.”

سر بیره پر دې د پنجشیر ښاریان په ډیره لیوالتیا د رایو مرکزونو کې ودریدل او ویې غوښتل په دغه ډموکراټیک بهیر کې خپله ونډه ادا کړي.

گزارش: لیدا اقدس

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *