قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د کاپیسا ښځې په خپلو رایو د ټولنې بنسټیز بدلون رامنځته کوي

د کاپیسا ښځې په خپلو رایو د ټولنې بنسټیز بدلون رامنځته کوي

کاپیسا

۳اکتوبر/۱۱ میزان ۱۳۹۸

زموږ هیواد یو مهم او ستر سیاسي ، تاریخي او ټولنیز بهیر، چې د ۱۳۹۸ د تلې ۶ مې نیټې ټاکنې وې تر سره کړ او خلکو خپل سیاسي برخلیک د پنځو کلونو لپاره وټاکه. ځکه خو په ټاکنو کې د خلکو ګډون ( ښځو او نارینه و) او د دوی رایه ورکول، له خاص ارزښت څخه برخمن دی . په دې منځ کې په ټاکنو کې د ښځو ګډون او ونډه ډیره مهمه او حیاتي ګڼل شوې او د دوی ګډون په رایه ورکولو او په خپله خوښه یې د هېواد راتلونکي مشر په ټاکلو کې ، د ټاکنو روڼتیا او سلامتي په ګوته کوي.

کاپیسا کابل ته نږدې پروت ولایت دی ، چې د ټاکنو په ملي بهیر کې یې د خلکو په تیره بیا د ښځو ګډون ، د یوه بدلون او آرامۍ ته د رسیدو په لوري د دوی ژمنه څرګندوي.

یوه ۴۵ کلنه ښځه چې آبي رنګه چادري یې اغوستې او د اشترګرام د رایه ورکولو مرکز ته یې ځان رسولی وایي:” راغلې یم چې رایه ورکړم او عادل پادشاه وټاکم او غواړم افغان وژنه ختمه شي .” هغه په داسې حال کې چې له انتحار او انفجار څخه د خبرونو په ویلو یې ستونی وچیږي ، خپلې خبرې غزوي او وایي:” د افغانانو په تیره بیا د ښځو ژوند دوزخ ګرځیدلی او اړینه ده چې یو زړه سوانده رییس جمهور راشي او خلک له دې دوزخ څخه وژغوري.”

ښځې چې د اقتصادي اړتیا له پلوه د کورنیو نارینه ، پلار، ورور او میړه پورې تړلې دي،  تر ډیره د ځان بسیاینې لپاره هڅه کوي. له دغه ډلې محبوبه هغه نجلۍ ده چې په وینا یې نوې یې دنده موندلې ، سربیره پر دې چې خپلې اړتیاوې پوره کوي د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ هم کوي.

هغه وایي:” په ټاکنو کې مې ګډون وکړ ، څو هغه حق چې قانون راکړی ترینه برخمنه شم ، د دې لپاره چې یو با ثباته حکومت رامنځته شي او د ښځو قوت تر پخوا زیات کړي رایه مې ورکړه.”

ښځې د حکومت په سیاسي بدنه کې د زدکړې د فرصتونو، د لاسي صنایعو وده ، روغتیا او عدالت ته د لاسرسي په خاطر د رایې په ورکولو له راتلونکي حکومت څخه تمه لري.

مدني فعاله شمیلا مشعل هم په ټاکنو کې د ښځو ګډون د دغه بهیر بشپړوونکی بولي او وایي ، دا ښځې دي چې په ټاکنو کې په ګډون سره د مشروع او ګډو ټاکنو تضمین کوي او د هیواد په ثبات کې کلیدي ونډه لري.

د ټاکنو کمسیون د عامه پوهاوي کارکوونکې خوشبو اکبري وایي، د دې لپاره چې ښځې په رایې ورکولو کې پراخ ګډون وکړي، مخکې له ټاکنو ډیرې هڅې شوې وې او د رایه ورکولو په محلونو کې  روزل شوو ښځو شتون درلود ، چې دا په خپله په ټاکنو کې د دوی پراخ ګډون او د پوهاوي لوړه کچه څرګندوي.

د کاپیسا دارالمعلمين زدکړیاله وسیمه امیري ، چې د ټاکنو کمسیون د عامه پوهاوي برخې له کارکوونکو څخه یې پوهاوی تر لاسه کړی او په ټاکنو کې یې د خپل خوښې نوماند ته رایه ورکړې وایي:” اوس ښځې کولی شي له اوسنۍ وضعې څخه په پوهاوي ، د خپل ژوند او هېواد راتلونکې په هکله پریکړه وکړي او ولسواکۍ ته مثبت ځواب ورکړي.هغوی اوس پریکړه کوي ، چې ځان او هېواد ته څه برخلیک وټاکي . هغوی غواړي د هېواد راتلونکي تصمیم نیوونکې ، مدیرانې او مشرانې اوسي او د دغه خاورې له هرې برخې د دوی اواز اوچت شي.

د جمهوري ریاست د ټاکنو بهیر د کاپیسا والي عبدالطیف مراد په رایه چې د سهار په ۷ بجو یې د رایې ورکولو په یو مرکز کې ورکړه پیل شو.

د ټاکنو خپلواک کمسیون چارواکو ویلي ، چې د کاپیسا په ۸۰ پرانستو مرکزونو کې د ښځو او نارینه و د ګډون کچه ۳۴۷۸ او ۴۳۵ تنو ته رسیږي چې ښځې هم د دغو رایه ورکوونکو په ډله کې دي.

نن سبا ښځې په ټولو برخو کې په ډیر وقار، زړورتیا ، کرامت او پاکۍ فعالیت کړی او دا حق لري چې له نارینه وو سره د خوندیتوب ټولنیزو  او سیاسي حقونو څخه برخمنې وي. اسلامي معیارونه هم نه نارینه د لومړي جنس په توګه او نه ښځه د دوهم جنس په توګه معرفي کوي ، بلکې ښځه او نارینه یو له بل سره برابر ګڼي او د ټولنې د دغه دوه جوړوونکو په سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو او فرهنګي همکاریو ټینګار کوي.

گزارش: ساره سیرت

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *