قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د ښځو رایه هیواد ته برخلیک ټاکونکې ده

د ښځو رایه هیواد ته برخلیک ټاکونکې ده

کابل

د اکتوبر ۲/ د ۱۳۹۸د تلې ۱۰ مه

د جمهوري ریاست څلورم دور ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۶ مه نېټه تر سره شوې. خلک د هیواد په ګوټ ګوټ کې د رایې صندقونو خواته لاړل او خپل د خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه . که څه هم د خلکو ګډون په دې تاکنو کې کم و، خو بیا هم افغانانو وغوښتل یو ځل بیا په افغانستان غوندې سنتي هېواد یا ټولنه کې دموکراسي تمثیل کړي او خپل ملاتړ له ولسواکۍ څخه څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون هم لکه د نارینه و کمرنګه و ، او ښځو هم لیوالتیا ونښوده چې د رایو صندقونو ته لاړې شي.

د ټاکنو خپلواک کمسیون د چارواکو په وینا، چې په سویلي او ختیځو ولایتونو کې له دې کبله چې د تصویر اخستل جبري شول، نو ښځو د رایو له ورکولو ډډه وکړه.

یو شمیر سیاسي کار پوهان د هیواد په سیاسي برخلیک کې د ښځو ونډه اړینه ګڼي او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یې حتا د دوی کمرنګه حضور هم یوه ښه لاسته راوړنه وبلله.

د کابل پوهنتون استاد اکرم افضلي وویل، چې افغان ښځو د رایې صندقونو ته په تلو سره دموکراسي د ځان په بیه واخسته او دا یې جوته کړه چې غواړي د افغان ښځو د ښې او پرمخ تللې راتلونکې په هکله فکر وکړي.

افغانان د کابل په ګډون، سربیره پر امنیتي خنډونو او ګواښونو بیا هم د رایو صندقونو ته ورغلل او خپل د خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه او په ځینو ولایتونو کې د ښځو ګډون تر نارینه وو ډیر و او دا حضور په هر ولایت کې متفاوت و. 

د ټاکنو د خپلواک کمسیون ویاند عبدالعزیز په وینا ، چې تر اوسه په ټاکنو کې د ښځو د ګډون دقیق ارقام او شمیر په مرکز او ولایتونو کې لا نه دی معلوم ، خو ډیر ژر به دا ارقام خپلو هیوادوالو ته اعلان کړو.

د ټاکنو خپلواک کمسیون د رپوټ پر بنسټ ، د ښځو ګډون په کابل او ولایتونو کې زیات و، خو په سویل او ختیځو ولایتونو کې د ښځو ګډون پیکه و، او کم شمیر رایې یې ورکړې ، چې دلیل یې هم د تصویر اخستلو جبري کیدل وو. همداشان یو شمیر ښځې بیا په نوملړونو کې د دوی د نوم نشتون له کبله له رایې ورکولو محرومې شوې.

خو په دې منځ کې د کابل په یوه لرې پرته سیمه کې د ګل مکۍ په نوم ۴۷ کلنه ښځه سربیره پر امنیتي ستونزو ، له خپل دې ټولنیز حق څخه په ګټې اخستنې د رایو مرکز ته لاړه او خپل د خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه. ګل مکۍ چې د سواد له ښېګڼو بې برخې ده له خپلې اتلس کلنې لور (نرګس ) سره د رایو مرکز ته لاړه او رایه یې ورکړه.

دا ښځه وایي، چې د جمهوري ریاست له نوماندانو یوازې دوه تنه یې پیژني ، خو د دوی له تګلارې او پروګرامونو خبره نه ده.

ګل مکۍ وویل:” غواړم په خپله رایه د خپل هیواد برخلیک وټاکم تر څو مې په هیواد کې فقر او بیکاري له منځه لاړه شي.”

هغه زیاتوي چې که دا او نورې ښځې رایه ورنکړي، نو د هېواد برخلیک به څنګه کیږي او څوک به د هیواد جمهور رییس کیږي؟

میرمن ګل مکۍ چې چادري پر سر ، پر ټولو امنیتي او ټولنیزو ستونزو سربیره د رایو صندق ته لاړه او رایه یې ورکړه ، د ټاکنو له کمسیون څخه غواړي چې د درغلیو مخه ونیسي او پرېنږدي چې راتلونکی جمهور رییس په غیر واقعي رایو ارګ ته لاړ شي.

ګل مکۍ زیاته کړه:” ما سربیره پر شته امنیتي او ټولنیزو ستونزو، او دا چې د کابل په یوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوم لاړم او رایه مې ورکړه او د خپل او اتلس کلنې لور د رایې له حق څخه مې دفاع یا ملاتړ وکړ، نو د هر افغان ښځې مسوولیت دی چې له خپل حق او د رایې له حق څخه استفاده وکړي او خپل حق ترلاسه کړي.”

د یادولو ده ، ښځې چې د هېواد پنځوس سلنه جوړوي او په ټاکنو کې هم د دوی ونډه اړینه ده ، باید خپل د رایې حق ضایع نه کړي، ځکه د دوی ونډه د هېواد ، د جمهور رییس په ټاکلو کې برخلیک ټاکونکې ده.

په پام کې ده د روان کال د تلې په ۲۶ مه د ټاکنو لومړنۍ  پایلې اعلان شي ، څو هر افغان وکولی شي له هغه هیلې چې د رایو صندق شا ته لاړ او رایه یې ورکړه ډاډمن شي، چې د دوی نیکه اراده او نیت د هیواد ښې راتلونکې ته ارزښتمن دی او کیدای شي د دوی رایه د یوه ښه ژوند زیری وي.

گزارش: بهانه محمدي

تصحیح : په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *