قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د ټاکنو په ورځ د خبریالانو له دقیقې اطلاع رسونې د خلکو خوښي

د ټاکنو په ورځ د خبریالانو له دقیقې اطلاع رسونې د خلکو خوښي

بغلان
د اکتوبر ۲ / د ۱۳۹۸ د تلې ۱۰ مه
دې ته په پاملرنې چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې څومره ستونزو شتون درلود، د بغلان استوګن خلک د رسنیو اطلاع رسونه د قدر وړ ګڼي او وایي، چې هغوی (رسنیو) د خطر په منلو له خپل د رایو له حق څخه په ګټې اخستنې شیبه په شیبه خلکو ته اطلاع رسونه کوله او همدا شان د رایو صندقونو ته لاړل او رایه یې هم ورکړه.
د ننۍ زمانې د سیاسي جوړښت له مخې ، ټاکنې او د وګړو ټاکل د دموکراسۍ له متداوله اصولو څخه شمیرل کیږي. هغه په دې معنا ، هغه څه چې د دې اصولو د پخیدو او ساتنې لامل کیږي، د خلکو ګډون او سیاسي حضور دی، چې د ټاکنو مهمه برخه یعنې د ښاریانو د رایو د حق قانونمند کیدل له ځان سره لري .
د ۱۳۹۸ د تلې د ۶ مې ، د جمهوري ریاست ټاکنې په ټول هیواد کې تر سره شوې. سربیره پر امنیتي او فني ستونزو، د بغلان په ګډون په ټولو ولایتونو کې ټاکنې تر سره شوې او په ځینو برخو کې د تقلب ځینې شکایتونه هم د نوماندانو لخوا مطرح شول.
همداشان د بغلان د ټاکنو کمسیون رییس نورالله پیغام وویل، چې د دغه بهیر روڼتیا ته په کتنې تورې او سپینې رایې حذف کیږي او بې بایو مټریک رایې به اعلان نکړو.
پیغام د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:” د بغلان د رایې ورکولو په ۲۰۵ مرکزونو کې د ولایت له بیلابیلو سیمو څخه خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ او رایې یې ورکړې.” هغه همداشان زیاته کړه، چې ټاکنې د امنیتي ځواکونو لخوا په پوره امنیتي تدابیرو نیولوسره ترسره شوې.
مدني فعاله او محصله صالحه ګلزار وایي، چې ټاکنې د افغانستان ښځو لپاره یو با ارزښته فرصت دی چې په هغو کې په ګډون سره کولی شي د ښځو په وضعیت کې د بدلون ، سیاسي غوښتنو او په لویو سیاسي تصمیم نیوونکو برخو کې د ونډې درلودو لپاره ښه ګټه اخستنه وکړي.
میرمن ګلزار زیاته کړه:” بغلاني ښځو سربیره پر امنیتي ګواښونو او کورنیو ستونزو، په ټاکنو کې ګډون وکړ او خپل د خوښې وړ نوماند ته یې رایه ورکړه.”
خبریالې او په رسنیو کې د ښځو شبکې غړې مژګان احمدي، چې د ټاکنو په ورځ د بي بي حوا لیسې د رایې ورکولو مرکز ته تللې وه وویل، چې په افغانستان کې د نارینه سالاره لیدلوري شتون او تر ټولو مهم ناامني او د وسلولو طالبانو ګواښونه چې په ډیری سیمو کې یې په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغیز درلود، خو بیا هم ښځې او خبریالان په تیره بیا ښځینه خبریالانې په پراخه توګه د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو سیمو کې د رایو مرکزونو ته لاړې او رایه یې ورکړه:” د ټاکنو په ورځ ښځو او خبریالانو ( ښځو او نارینه و) د ټولو ستونزو او خنډونو په زغملو چې په لاره کې یې پراته وو، خپلې اطلاع رسونې ته دوام ورکړ او خپل ملي مسوولیت يې په زړورتیا تر سره کړ.”
انجیلا اشرفي بله خبریاله ده ، چې د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو څو مرکزونو ته د اطلاع رسونې یا خبري پوښښ لپاره تللې وه ، وایي خوشاله ده چې رایه یې ورکړه او خپل ملي مسوولیت یې تر سره کړ.
هغې زیاته کړه:” ټاکنې ملي بهیر دی، چې خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکول د هر افغان ښاري، قانوني حق دی.”
میرمن اشرفي له راتلونکي جمهور رییس څخه غوښتنه وکړه چې د خبریالانو ستونزو په تیره بیا مالي ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزو هواري ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د ښځینه خبریالانو د ټولنې مسوولې حلیمه وردګ هم د ټاکنو په ملي بهیر کې په ګډون له راتلونکي جمهور رییس څخه وغوښتل چې د ټولنې د دغه اطلاع رسونې قشر یا برخې څخه ملاتړ وکړي او د دوی د مسلکي وړتیا لوړولو په برخه او همداشان دې د کار په ماحول کې هر ډول توپیریز چلند او ځورونې په له منځه وړلو کې هڅه وکړي.
گزارش: آمنه وردگ

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *