قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / ښځو په غزني کې له خپلو رایو استفاده وکړه

ښځو په غزني کې له خپلو رایو استفاده وکړه

۱ اکتوبر/۹ میزان ۱۳۹۸

غزني

ښځو په غزني کې سربیره پر نا امنیو او امنیتي ګواښونو، په ټولنه کې د حاکمو سنتونو او د ټاکنو پر بهیر بې باوریو د ۱۳۹۸ د تلې په ۶ مه د شنبې په ورځ د رایو صندقونو خوا ته لاړې شي او خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

ماه جبین نیکزاد هغه ښځه ده ، چې له ۱۲ کلونو راپدیخوا یې د غزني په بیلابیلو غږیزو رسنیو کې فعالیت کړی. هغه اوس مهال په غزني کې د امریکا غږ راډیو خبریاله ده ، چې هره ورځ له سهار نه تر ماښامه د هغو خبرونو او پیښو په لټون کې ده ، چې د غزني په بیلابیلو برخو کې رامنځ ته کیږي.

ماه جبین چې د خبریالۍ فعالیتونو په دوره کې یې د خپل ژوند ډیرې خوږې او ترخې خاطرې تیرې کړې ، خپلې د زړه خبرې چې څنګه یې ځان د بریا او پرمختګ لوړو پوړیو ته رسولی وایي:” ما د ښوونځي له دورې څخه رسنیزو  فعالیتونو ته مخه کړې. د خبریالۍ کار په لومړیو کې د راپور چمتو کول راته ډیر له ستونزو ډک و، ځکه چې په ژورنالیستي کار کې مې تجربه نه درلوده او د ژوند شرایطو هم راته اجازه نه راکوله چې له دوستانو او خپلوانو سره مې د خپلې خبریالۍ په هکله څه ووایم.”

ماه جبینې چې د خلکو په خپل لاس جوړو شویو دودونو سره په خپله سیمه او کلي کې ژوند کولو، باید په زغم او چوپتیا سره د نورو ترخې خبرې زغملی او خپلې دندې ته یې دوام ورکولی:” ما یو څه وخت د خبریالۍ او ویندویۍ دنده په پټه مخته وړله ، خو داسې ورځ راورسیده چې زما د ژوند حقیقت او دنده ټولو ته څرګنده شوه او دا دقیق داسې وخت و، چې ما خپل نوی ژوند پیل کړی و او واده مې کړی و.”

ماه جبین وروسته له واده هم ، دندې ته د تللو په خاطر له نویو خنډونو او ستونزو سره مخ شوه ، خو بیا یې هم سربیره پر خنډونو او تاوتریخوالو ، خپل رسنیز کار ته دوام وکړ .

هغه وایي:” دا وخت نو زما مبارزه د تاوتریخوالي او کورني ممانعت په وړاندې پیل شوه ، ځکه ما نه غوښتل چوپ شم او غږ مې په ستوني کې وچ شي.”

ماه جبین د خپلو خبرو په دوام وایي:” په شپو او ورځو مې د میړه له کورنۍ سره د خبریالۍ دندې او د دغه مقدس مسلک د رسالت په هکله بحثونه کول او کله ، کله به مې دا بې عدالتۍ د کورنۍ په چاپیریال کې هم تجربه کولې ، خو بیا مې هم کار وکړ او نورو ته مې د خپلې دندې او فعالیت په هکله وضاحت یا روښانتیا ورکوله.”

په پای کې ماه جبین نه یوازې خپل د خبریالۍ کار ته دوام ورکړ، بلکې تر څنګ یې د ټاکنو په هکله زدکړه وکړه او د تلې د ۶ نیټې له ټاکنو څخه د خبري پوښښ او په ټاکنو کې د ګډون او رایې ورکولو لپاره مرکز غزني ته لاړه.

هغې وویل:” له نیکه مرغه د 1398 کال د جمهوري ریاست د ټاکنو په را رسیدو، د دوو ساعتونو واټن په وهلو مې ځان د رایې ورکولو مرکز ته ورسولو او سربیره پر ټولو ستونزو لکه په لارو او کوڅو کې د ځورونې ستونزه ، د رایې په ورکولو او رپوټ چمتو کولو بریالۍ شوم.”

د ماه جبین په خبره چې هغه په خپله غوښتنه او درک د رایې صندق خواته لاړه او خپل د خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه. هغه اوس لکه د خبریالۍ لومړيو کلونو د سهار له ۷ تر ۵ بجو د مازدیګر، خپلو خلکو او ټولنې په تیره بیا د غزني ښځو ته صادقانه خدمت کوي. هغه تل هڅه کوي چې د افغان ښځو اوچت غږ اوسي تر څو وکولی شي په دې کار او فعالیت یې د ښځو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د حقه حقونو لپاره مبارزه وکړي او د هغو ښځو له جملې اوسي چې کله هم چوپ نه دي پاتې شوې .

بلخوا هم د غزني ډیری ښځې له دې کبله چې په ټاکنو کې یې ګډون ونشو کړای ، د خپل رایو له حق څخه د محرومیدو څخه ګیله لري، چې له دې ډلې یوه هم زهرا ده.

زهرا احمدي هم هغه میرمن ده چې د ټاکنو په ورځ یې د هغه مینې او لیوالتیا له کبله چې د هیواد سیاسي برخیلک په ټاکلو کې یې درلوده او غوښتل یې د رایو صندق خواته لاړه شي او رایه ورکړي، د خپلې کورنۍ له مخالفتونو سره مخامخ شوه ، خو دا هم لکه ماه جبین چوپ پاتې نشوه.

زهرا هم د خبرو اترو له لارې وتوانیده چې د خپلې کورنۍ قناعت تر لاسه کړي او د رایو ورکولو ورځې په وروستیو شیبو کې د رایې ورکولو یوه مرکز ته لاړه شي او رایه ورکړي:” ما ځان په ډیر تلوار د رایو مرکز ته ورساوه ، چې له نیکه مرغه هلته نورې ښځې هم وې ، په قطار کې ودریدم او کله مې چې نوبت راورسید، نو خپله رایه مې استعمال کړه.”

دا په داسې حال کې دي ، چې د غزني د ټاکنو کمسیون د تلې په اتمه اعلان کړه چې ۷۱۷۴۴ تنو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې دغه ولایت کې ګډون کړی او رایه یې ورکړې .

عبدالنصیر مومند د غزني د ټاکنو کمسیون رییس د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ، چې په کې رسمي چارواکو هم ګډون درلود وویل ، چې ۷۱۷۴۴ تنه رایې ورکوونکو په ۲۳۱ د رایو ورکولو مرکزونو کې رایې ورکړې.

همداشان ښاغلي مومند د غزني له بیلابیلو اړوندو ولسوالیو څخه پرته له جاغوري، مالستان ، آب بند او مقر ولسوالیو خبر ورکړ.

د یادونې ده ، چې د غزني په ټاکنو کې د نا امنیو، بې ځایه دود دستورونو ، امنیتي ګواښونو او په ټاکنو د بې باورۍ او نه پوهاوي له کبله ښځو په ټاکنو کې کمرنګه حضور درلود ، خو د ښځو حضور په رایه ورکولو او خبریالۍ کې خپل خاص ارزښت لري .

دوباره کوشش کنید

د جوزجان د جمهوري ریاست ټاکنو ۵۰ سلنه ګډون کوونکې ښځې وې

جوزجان ۷ د اکتوبر / د ۱۳۹۸ د تلې ۱۵ مه د ټاکنو خپلواک کمسیون …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *