قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په هرات کې د ښځو برخلیک جوړونکې رایې

په هرات کې د ښځو برخلیک جوړونکې رایې

هرات

۲۵ د سپټمبر / د ۱۳۹۸د تلې ۳ مه

د ښځو حقونو ځینې فعالې ملاتړې وایي، چې رایه ورکول د ښاریانو قانوني او مدني حق دی او له خپل دې حق څخه د هیواد په ګټه او پرمختګ کار اخستلی شي.

په هرات کې یوه مدني فعاله لینا شفق، له افغان ښځو څخه په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کوي او وایي:” زموږ خویندې دې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې په سري توګه داسې کس ته رایه ورکړي چې د افغانستان په راتلونکې کې بدلون راولي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه کړي.”

هغې زیاته کړه ، د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د وړ کس ټاکل د دې لامل کیږي چې ښځې یو ځل بیا تیاره او بې علمه دورې ته ونه ګرځي.

د طالبانو دورې له ختمیدو وروسته ، چې په هغه وخت کې ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې وې ، د موقت حکومت په راتلو او د تیرو اتلسو کلونو په ترڅ کې ښځو ته په ټولنیزو چارو او د دوی پرمختګ لپاره ډیر کار او هڅه شوې او ډیرې لاسته راوړنې هم تر لاسه شوې ، چې دا ټولې لاسته راوړنې ښځو په خپلو هڅو تر لاسه کړې دي ، د رایې حق هم د دغه لاسته راوړنو له جملې څخه یو دی.

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مرستیاله شفیقه خواجه زاده وایي ، چې ټاکنې یوه ملي پروسه یا بهیر دی او له ټولو ښځو غواړي چې د ټاکنو په ورځ د صندقونو خواته لاړې شي او خپل دا مسوولیت په ښه توګه ادا او رایه ورکړي.

هغې زیاته کړه چې اوس خلکو د څو ټاکنیزو دورو په تیرولو، د ټاکنو په هکله پوره پوهاوی تر لاسه کړی او په ډیره ښه توګه کولی شي په دې بهیر کې ګډون وکړي او له خپل دې حق څخه استفاده وکړي.

میرمن شفیقې خواجه زاده زیاته کړه :” کومې ښځې چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي ، د رایې په ورکولو کې له خورا ستونزو سره مخامخ دي ، خو زه له هغه پیژندنې چې د هرات له ښځو یې لرم په دې باورمنده یم چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره به حتمن یوه لاره پیدا کوي. هغوی تل خپل حق له نارینه وو سره برابر ګڼلی او د همدې اصل پر بنسټ یې تل له نارینه وو سره اوږه په اوږه برخه اخستې ده.”

د افغان ښځو شبکې د حق غوښتنې برخې مسووله او د ښځو حقونو فعاله فرشته فرح وایي:” د ټاکنو په بهیر کې د ښځو ګډون به اغیزمن او د داسې کس ټاکونکی به وي چې د ښځینه خبریالانو په ګډون ، د ټولو ښځو له حقونو څخه ملاتړ کوي.”

همداشان د ټاکنو د خپلواک کمسیون رییسه حوا علم نورستانۍ هم له رسنیو ، د ښځو ملاتړ بنسټونو او د دین له علماوو غواړي چې ښځې د ټاکنو په بهیر کې ګډون ته وهڅوي.”

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم د دغه ښار له ښاریانو غواړي، چې د ټاکنو په ملي بهیر کې ګډون وکړي . هغه زیاته کړه:” درنو خویند او وروڼو! ستاسو هره یوه رایه یو ( نه ) د ټروریستانو په وړاندې ده تر څو په هیواد کې سراسري سوله تامین شي.”

د تلې د شپږمې ټاکنې ، د جمهوري ریاست د څلورم دور ټاکنې دي ، چې وروسته د طالبانو له سقوط څخه تر سره کیږي. د تیرو دورو په ټاکنو کې ، د تقلب اړوند ډیر شکایتونه وو، او د ټاکنو او د ټاکنو د شکایتونو پر کمسیونونو ډیرې نیوکې وشوې ، خو د ټاکنو د شکایتونو کمسیون په دې ټاکنو کې له خپلو تیاریو خبر ورکوي او وایي ، چې دا ځل به شکایتونو ته رسیدنه کیږي. 

د ټاکنو د شکایتونو کمسیون رئیسه زهره بیان هم له مدني ټولنو، مدني بنسټونو او مدني فعالانو د ټاکنو په روڼتیا او په هغو کې د عدالت په تامین کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې راتلونکې ټاکنې له امنیتي خنډونو سره مخ دي ، خو د هرات امنیتي چارواکي د ټاکنو په ورځ د امنیت د تامین ډاډ ورکوي. په همدې موخه د تیرې چهارشنبې په ورځ د لویدیځ زون والیانو او امنیتي چارواکو په ګډون، د جمهوري ریاست  د ټاکنو تر سره کیدو د ښه امنیت په خاطر، څلور اړخیزه غونډه تر سره شوه.

گزارش:  کبرا یعقوبی

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *