قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې د ۲۵ کلنې مروې ګډون

د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې د ۲۵ کلنې مروې ګډون

کابل

۲۵ د سپټمبر / د ۱۳۹۸د تلې ۳ مه

د سیاسي ګډون یوه مهمه کچه او برخه ، په ټاکنو کې د یوې ټولنې د خلکو ګډون دی او سیاسي ګډون دا په ګوته کوي، چې سربیره پر بیلابیلو لارو، چې په سیاسي ګډون کې شتون لري ، په ټاکنو کې ګډون د دغه ونډې د بنسټ ښکارندویي کوي.

له هغه ځایه چې د ټولنې ټول وګړي، پرته د ټولنیز او جنسیتي موقف په نظر کې نیولو، په ټاکنو کې د ګډون او پریکړې حق لري ، ښځې هم د خپلې ښې راتلونکې لپاره د ټاکنو په دغه ملي بهیر کې د رایې ورکولو حق لري.

په هغو ټولنو کې لکه افغانستان چې په کې جنسیتي نا برابري او نارینه سالاره ټولنه حاکمه وي او همداشان ټولنیز، کورني او فرهنګي خنډونه د ښځو د ټولنیز حضور په وړاندې شتون لري ، ټاکنې یو ښه فرصت دی چې ښځې وکولی شي د هغه په وسیله خپلې هیلې ، حقوقي او سیاسي غوښتنې څرګندې کړي .

۲۵ کلنه مروه ، چې په یوه سنتي او بیسواده کورنۍ کې زیږیدلې او لویه شوې ده او تل په هر کار کې د خپلې کورنۍ تر تاثیر او واکمنۍ لاندې وه ، یو له هغو مواردو چې هغه یې په تر سره کولو کې عاجزه وه ، په ټاکنو کې برخه اخستنه وه. ځکه چې د مروې کورنۍ د ټاکنو په هکله بې باوره وه او تل به یې ورته ویل ، چې په ټاکنو کې يې ګډون برخلیک ټاکونکی نه دی.

مروې د تیرو کلونو په ټاکنو کې لکه د ټولنې نورې ښځې هیڅ ډول لیوالتیا له ټاکنو او رایې ورکولو سره نه درلوده او ټاکنې یې یوه ناکامه پروسه بلله او سربیره پر دې چې خپله یې له دې بهیر سره علاقه نه درلوده ، خپله خور او مور یې هم په دغه بهیر کې له ګډون څخه منع کولې.

خو بالاخره  داسې ورځ رارسیږي ، چې د ټاکنو په نسبت د مروې او د هغې د کورنۍ دا نه لیوالتیا ډیره دوام نه مومي. هغه وایي:” همدا چې له ښوونځي فارغه او پوهنتون ته تلونکې شوم ، نو د ټاکنو او د ښځو د رایې د ارزښت په هکله مې تحقیق وکړ او قانع کوونکي معلومات مې تر لاسه کړل او لږ ځنډ نه و تیر شوی ، چې په ټاکنو کې د ښځو له جوړوونکې ونډې مې هم پوهاوی تر لاسه کړ.”  

مروه تیر کال د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغه شوې او د رایې د ارزښت په اړه داسې وایي:” مخکې له دې چې په ټاکنو کې د ښځو د رایې له ارزښت څخه پوهاوی تر لاسه کړم ، د ټاکنو بهیر راته بې ارزښته و، خو اوس مې نظر د ټاکنو په هکله بدلون موندلی او حتا هغه ښځو ته چې لکه په تیر کې یې زما غوندې دغه بهیر ورته ارزښت نلري ، پوهاوی ورکوم.”

مروې چې په څو وروستیو کلونو کې په ډیری سمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون کړی، په ټولنه په تیره بیا په ټاکنو کې د ښځو د ونډې په هکله په دې توانیدلې چې وړتیا تر لاسه کړي او په دې هکله یې پوره پوهاوی تر لاسه کړی. هغه په ټاکنو کې د پوره پوهاوي تر لاسه کولو وروسته وایي:” په ټاکنو کې زموږ نه ګډون ، په خپله یو خنډ دی. کله چې موږ و نه غواړو په ټاکنو کې ګډون  وکړو، او خپل حضور رنګین کړو، دا سبب کیږي چې زموږ موقف او ځای نارینه ونیسي او موږ ونشو کولی له حکومت څخه خپل حق وغواړو.”

که څه هم د مروې کورنۍ د هغې له رایې ورکولو سره مخالفه وه او ویل به یې:” د تا یوه رایه هیڅ کوم ځای نه نیسي او هیڅ بدلون نشي راوستلی.” خو مروه ، چې نوره د خپلې کورنۍ له خبرو نه متاثره کیږي ، په دې توانیږي خپلې مور او خور ته قناعت ورکړي او هغوی دې ته رضا کړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او په خپله راتلونکې کې بدلون راولي.

مروه خپلو خبروته دوام ورکوي او وایي:” اوس کاملن د رایې نه ورکولو مخالفه یم او رایه ورکول راته د ښځو قدرت ښکاري چې کولی شي د ځان په ګټه ترینه کار واخلي.”

مروه وایي، چې د تیر کال پارلماني ټاکنو کې په ګډون یې خپل مسوولیت د هیواد او خلکو په وړاندې ادا کړی او وروسته تر رایې ورکولو د غرور احساس کوي.

هغې زیاته کړه ، چې رایه ورکول او د هیواد مشر ټاکل د هر انسان هغه که نارینه وي یا ښځینه طبیعي حق دی. ښځې د ټولنې هغه برخه دي چې سترګې نشي پرې پټیدای ، ځکه د هیواد د نفوسو زیاته فیصدي ښځې جوړوي:” ټولنه پرته د ښځو له حضور څخه پرمختګ نشي کولی او هغه ښځې چې په ټاکنو کې ګډون نه کوي ، نو د سولې تمه دې هم نلري.”

مروه د ټاکنو له اړونده بنسټونو څخه غواړي ، چې د ټاکنو په هکله په کلیو او بانډو کې په دوامداره توګه په هر دور د ټاکنو کې پوهاوی ورکړي ، تر څو په دغه بهیر کې د ښځو ونډه زیاته شي.

ټولو نارینه وو ته لازمه ده ، چې خپلې ښځې پریږدي په لومړي ګام کې په ټاکنو کې ګډون وکړي او په دوهم ګام کې د رایې په ورکولو کې هغوی خپل انتخاب ته پریږدي چې ښځې په خپل پوهاوي او ټاکنه ، په ټاکنو کې ګډون وکړي. همداشان افغان ښځو ته اړینه ده چې خپله د پوهاوي کچه لوړه کړي او د خپلې ښې راتلونکې لپاره د ټاکنو له ښیګڼو معلومات تر لاسه کړي.

نرگس میرزایي

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *