قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / ټاکنې او ښځینه خبریالانو / په راتلونکو ټاکنو کې د کندهارۍ ښځو ګډون

په راتلونکو ټاکنو کې د کندهارۍ ښځو ګډون

کندهار

۲۴ سپتمبر/ ۲ میزان ۱۳۹۸

د کندهار د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي ، چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون لپاره يې بیلابیل هڅوونکي پروګرامونه پيل کړي دي.

په کندهار کې کلتوري محدودیتونه لاهم د ښځینه رایه ورکونکو پر وړاندې عمده ټولنیز خنډونه بلل کیږي.

د ښځو چارو رئیسه رقیه اڅکزی وايي، چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې د ښځینه رایه ورکونکو ګډون د ډيرې پاملرنې وړ و.

میرمن اڅکزۍ  زیاتوي ، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هم دوی غواړي چې ښځې پراخ ګډون ته وهڅوي .

هغې وويل ، چې په کندهار کې د ښځو چارو ریاست د نورو مرسته کوونکو او همکارو بنسټونو سره په ګډه د عامه پوهاوي ګڼ شمېر پروګرامونه په دې برخه کې عملي کړي دي.

مېرمن اڅکزۍ وویل:” ښځي په ولسواکو بهیرونو کې رغنده رول لري ، موږ ولیدل چې په پارلماني ټاکنو کې ښځو زیات ګډون کړی و، دا د دې څرګندويي کوي چې ښځې غواړي د خپلي رايې په وسیله داسې کسان وټاکي چې د دوی د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي. اوس هم دوی تر ډيره د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې دا ښودل کیږي چې رايه يې څومره با ارزښته ده او باید له خپل دغه حق څخه استفاده وکړي.”

بلخوا د ټاکنو کمسیون چارواکي وايي چې د ښځینه رایه ورکونکو لپاره د رايې په هر مرکز کې د رايې صندوقونه په پلان کې نیول شوي.

د کندهار د ټاکنو کمسیون رئیس ايمل عبدالله وايي ، چې د کندهار ښار په ټولو سیمو کې د ښځینه وو لپاره د رايې ځانګړي ځایونه مشخص شوي دي.

ده وويل ، چې د ټاکنو کمسیون ښځینه کار کوونکو په دې برخه کې د بیلا بیلو پروګرامونو په وسیله ښځینه رایه ور کوونکو ته د عامه پوهاوي لپاره کار ته دوام ورکړی.

نوموړي زیاته کړه:” د نوم لیکنې له مخې د کندهار په هره برخه کې له ترتیب شوي پلان سره سم ، د ښځینه رایه ور کوونکو لپاره هم صندوقونه ځانګړي شوي او ښځینه رایه ورکوونکو چې کوم ځای کې نوم لیکنه کړې ، هغه نږدې مرکز ته به د رايې لپاره ورځي او خپله رایه به د خپلې خوښې نوماند ته کاروي.”

دغه راز ښځینه رایه ورکوونکې وايي ، چې دوی هم د رايې کارونې ته تیاري نیولې او د ټاکنو په ورځ به خپل د خوښې وړ کاندید ته رایه ورکوي. خو دوی د ټاکنو په ورځ د ځينو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د کندهار ښار اوسیدونکې حلیمه وايي ، چې د ټاکنو په ورځ ترانسپورټ لویه ستونزه وي. دې وويل ، چې د ټاکنو په ورځ دې د ښځینه رايه ورکوونکو لپاره عامه ترانسپورټ چمتو کړل شي. د کندهار ښار بله اوسیدونکې پروین هم همدا ستونزه بیانوي.

مېرمن حلیمه زیاتوي ، چې په تيرو پارلماني ټاکنو کې د امنيتي تدابیرو له کبله ښځینه رایه ورکوونکو په ډيرو ستونزو د رايه ورکولو تر مرکزونو پورې ځانونه ورسول. دا هم غوښتنه لري چې د ښځینه ترانسپورټ لپاره دې مخکې له مخکې اړونده ادارې خپله پاملرنه ولري.

په کندهار کې د رايې ورکولو لپاره ټولټال ۵۲۲۹۸۴ تنو نوم لیکنه کړې چې ښځې هم په کې شاملې دي.

راپور: رنګینه انوری

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *