قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د ټاکنو د بهیر په پوهاوي کې د رسنیو ونډه

د ټاکنو د بهیر په پوهاوي کې د رسنیو ونډه

بلخ

د سپټمبر ۲۴/ د ۱۳۹۸ د تلې ۲

تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ هغه آسانتیاوې دي، چې د هغو په وسیله موږ کولی شو اطلاعات د خلکو غوږونو او لاس  ته ورسوو ، نو له دې کبله په ټاکنو کې د رسنیو ونډه ډیره اړینه او ارزښتمنه ده.

خلک په دې باور دي ، چې د هیواد رسنۍ د ټاکنو په هکله د بیلابیلو خپرونو په خپرولو سره د ټولنې مختلفو برخو ته د ټاکنو د بهیر په هکله پیغام رسونه کوي.   

په بلخ کې ښځې وایي ، چې د ټاکنو کمسیون د ټاکنو په برخه کې په کلیو او بانډو کې خلکو ته د عامه پوهاوي برخه کې کم کار کړی ، خو دا رسنۍ دي چې کورنیو ته په بیلابیلو برخو په تیره بیا د ټاکنو په برخه کې پوهاوی ورکوي.

د بلخ یوه اوسیدونکې زرلشت وفا ټینګار کوي، چې تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ باید د ټاکنو د تر سره کیدو تر ورځې خپلې تبلیغاتي خپرونې لا زیاتې کړي تر څو ټول د رای ورکولو وړ کسان د صندقونو خوا ته لاړ شي او له خپل دې حق څخه استفاده وکړي.

خو د بلخ ځینې کلیوالې ښځې بیا د ټاکنو او رایې ورکولو له بهیر څخه د بې خبرۍ په څرګندولو نیوکه کوي او وایي ، چې رسنیو ته د لږ لاسرسي او د کمسیون لخوا د عامه پوهاوي پروګرامونو نشتون له کبله دوی ونشو کولی په لرې پرتو ولسوالیو کې د ټاکنو او رایې ورکولو له شرایطو څخه پوهاوی تر لاسه کړي.

د بلخ کلیوالې ښځې په دې اند دي، چې دا کمی به د دې لامل شي چې د ټولنې دغه ستره برخه د ټاکنو په ورځ له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.

همداشان د بلخ د ښځو چارو رییسه شهلا حدید هم ، د ټاکنو په هکله د ډیری خلکو په عامه پوهاوي کې د رسنیو له ونډې ستاینه وکړه او همداشان یې په ټاکنو کې د ښځو له کمې ونډې اندیښنه څرګنده کړه.

میرمن حدید په ټاکنو کې د ښځو د کمې ونډې عوامل په ګوته کړل او ویې ویل، چې په ولسوالیو کې نا امني، د زورواکو او غیر مسوول ولسوالو ګواښونه ، د کورنیو د نارینه وو نه رضایت ، د رایې ورکولو له بهیر څخه د ښځو نه پوهاوی او د رایې ورکولو په وخت کې د ښځو د تصویر اخستلو مسئله ټول هغه څه دي چې د ښځو ګډون یې په دغه ملي بهیر کې ټکنی کړی دی.

 خو د بلخ د ټاکنو خپلواک کمسیون چارواکي بیا وایي:” موږ د ښځو لپاره د ټاکنو د بهیر په برخه کې خپل پروګرامونه په ښارونو ، کلیو بانډو او په ټولیزه توګه د بلخ په څوارلس ګونو ولسوالیو کې څو اوونۍ مخکې پیل کړي او د دغه کمسیون دا پروګرامونه به د جمهوري ریاست د ټاکنو د ورځې تر رارسیدو همداسې دوام ومومي.”

په همدې حال کې د بلخ امنیتي چارواکي هم د ټاکنو په ورځ د امنیت له تامین څخه ډاډ ورکوي او وایي:” همدا اوس د امنیتي ګډو ځواکونو عملیات په دغه ولایت کې د انتخاباتي مرکزونو ، د ټاکنو کمسیون د کارکوونکو او رایې ورکوونکو د امنیت د خوندیتوب په خاطر روان دي.

د پولیس ویاند عادل شاه عادل د بلخ ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي ، چې د ټاکنو تر ورځو به د دوی د سیمو امنیتي ستونزې له منځه لاړې شي او د بلخ اوسیدونکي به په ارام فکر او امن فضا کې د صندقونو خواته لاړ شي او خپل د خوښې جمهور رییس ته به رایه ورکړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې ډیری خلک په ډیره لیوالتیا د ټاکنو د ورځې انتظار کوي.

گزارش: وحیده فیضي

تصحیح : په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د جوزجان د جمهوري ریاست ټاکنو ۵۰ سلنه ګډون کوونکې ښځې وې

جوزجان ۷ د اکتوبر / د ۱۳۹۸ د تلې ۱۵ مه د ټاکنو خپلواک کمسیون …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *