قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د لومړي ځل لپاره د ځینو هراتي ښځو د رایه ورکولو لیوالتیا

د لومړي ځل لپاره د ځینو هراتي ښځو د رایه ورکولو لیوالتیا

هرات

د ټاکنو ملي بهیر تر سره کیدو نیټې ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي او په پام کې ده چې د افغانستان خلک خپل ملي زعیم یا مشر په خپله خوښه وټاکي.

شپږم د میزان ، د هیواد خلکو ته برخلیک ټاکونکې ورځ ده ، چې  په دې ورځ به افغانان خپله راتلونکې ټاکي او دا تاریخي ورځ به زموږ د تاریخ په پاڼو کې ثبت وي.

ټاکنیزې مبارزې د اوسني جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ګډون د اتلس کاندیدانو تر منځ د ۱۳۹۸ د زمري په شپږمه نیټه پیل شوې . خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې آیا خلک به په دغه بهیر کې په پراخ ډول ګډون وکړي کنه؟

د لرغوني هرات اوسیدونکې ، اتلس کلنه شبانه ګنجي ، چې د علم او فرهنګ په ښار کې را لویه شوې ده ، لومړی ځل دی چې د هیواد د سیاسي برخلیک په ټاکلو کې برخه اخلي.

هغه خپل احساس داسې څرګندوي:” له ماشومتوبه خپلې اتلس کلنۍ ته انتظار وم، هیله مې درلوده زه هم یوه ورځ په ټاکنو کې برخه واخلم. زه اوس ښکلی حس لرم ، ځکه زه اوس کولی شم په سري توګه پرته د بل چا له دخالت څخه د خپل هیواد په برخلیک ټاکلو کې برخه واخلم.”

شبانه په دغه بهیر کې د ښځو د ونډې په هکله وایي ، چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او د ټولنې د پرمختګ او بدلون په چارو کې باید له نارینه وو سره یو شان برخه واخلي.

هغه زیاتوي:” د طالبانو له تیارې او له قانون او علم څخه لرې دورې وروسته ، د افغانستان ټولنې ډیر بدلون وموند، چې په دغه بدلون کې د ښځو له ونډې انکار نشو کولی. دا ځل هم باید ښځې د دغه بهیر د دوام لپاره مسوولانه ګام اوچت کړي او له خپل دغه حق څخه سمه استفاده وکړي.”

باید ووایو ، زیات شمیر خلک دي چې د لومړي ځل لپاره په دغه بهیر کې برخه اخلي. ضیا ګل هم لکه د شبانې په څیر په دغه بهیر کې د ګډون له خپلې لومړۍ تجربې څخه په ډیر شوق یادونه کوي او وایي:” ما ته د ویاړ ځای دی چې د رایه ورکوونکو په قطار کې ودریږم او زما دا حضور راته د غرور حس راکوي.”

پنځه پنځوس کلنه ضیاګل وایي، چې پخوا افغان ښځو ته په جنسیتي لید کتل کیدل او ډیری وخت د همدې لیدلوري شتون له کبله د رایې ورکولو له حق څخه محرومې وې، خو اوس ښځې کولی شي د خپل هیواد لپاره په خپلواک ډول وړ او لایق شخص وټاکي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وایي، چې د پرمختګ او له نړیوالو سره د همرازه کیدو لار همدا دوه ستونه ښځې او نارینه دي چې د یوه او بل په څنګ کې په ټولو ټولنیزو فعالیتونو کې په فعال ډول حضور پیدا کړي.

همداشان د هرات بل اوسیدونکی عبدالصبور محمدي هم په راتلونکو ټاکنو کې د ټولو شرایط وړ افغانانو ګډون اړین بولي او وایي، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې باید نارینه او ښځینه افغانان برخه واخلي تر څو ټول یوه سمه ټاکنه ولرو. او همداشان په یوه همفکره توګه راتلونکې ته یو وړ مشر وټاکو.

گزارش: ذکیه حسیني

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *