قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمسیون لخوا د ۹۳۶۶ کارکوونکي ګمارل شوي

په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمسیون لخوا د ۹۳۶۶ کارکوونکي ګمارل شوي

بلخ

د ټاکنو خپلواک کمسیون په بلخ کې د جمهوري ریاست ټاکنو تر سره کیدو په خاطر ۹۳۶۶ کارکوونکو ته زدکړې ورکړې دي .

د ټاکنو کمسیون چارواکي وایي، چې د بلخ په کچه ۲۸۲ د رایو مرکزونه او ۱۴۶۷ د رایو محلونه په پام کې نیول شوي، چې له دې جملې څخه ۶۶۵ محله د ښځو او پاتې نور ۸۰۲ یې د نارینه و لپاره دي.

د ټاکنو کمسیون د ښوونیزو پروګرامونو مسوول عبدالوکیل هوتک وایي:” د ولایت په کچه د رڼو او عادلانه ټاکنو تر سره کیدو په خاطر د ټاکنو خپلواک کمسیون ۹۳۶۶ کارکوونکي ګمارلي ، چې له دې شمیر څخه ۳۹۹۰ یې ښځې دي.

ښاغلی هوتک ټینګار کوي، چې ۴۶۸۳ تنو کلیدي کارکوونکو زدکړې کړې او روزل شوي او ۳۶۸۳ تنه نور یې د زدکړو په حال کې دي:” په بلخ کې ۲۸۲ د رایو مرکزونه شتون لري، چې ۱۴۶۷ محلونه جوړوي چې له دې شمیر څخه ۶۶۵ محله یې د ښځو او نور یې د نارینه و اړوند دي، چې په ټوله کې ۹۳۶۶ تنه کلیدي او غیر کلیدي کارکوونکي په دندو ګمارل شوي دي.”

هغه زیاته کړه چې د ټاکنو کمسیون د ۴۶۸۳ تنو کلیدي کارکوونکو د زدکړې دوره د بشپړیدو په حال کې ده چې د محل د مدیر، د مرکز رییس، د بایو مټریک مدیر په ګډون دي. د ښځو برخه کې ۳۹۹۰ تنه ښځې دي.”

د ټاکنو خپلواک کمسیون د تیاریو تر څنګ ، د امنیتي ځواکونو چارواکي هم د جمهوري ریاست ټاکنو تر سره کیدو لپاره د امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.

د بلخ د پولیسو قومندان اجمل فایز وایي:” په بلخ کې ټولې زیان منونکې سیمې په ګوته شوې او په ټاکنو کې د ښه امنیت د تامین په خاطر ورته پوره امنیتي تابیاوې نیول شوې دي . خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو ، چې د ټاکنو په ورځ د ښه امنیت د تامین په خاطر به هر ډول هڅه وکړو تر څو خلک په آرامه فضا کې په دغه ملي بهیر کې په پراخه توګه ګډون وکړي.”

د بلخ د پولیسو قومندان وویل، چې امنیتي ځواکونه له خپلو خلکو سره دي او د ښه امنیت د تامین په خاطر نور پراخ پروګرامونه هم په نظر کې لري.

بلخوا بیا د کمسیون او امنیتي تیاریو تر څنګ ، د دغه ولایت ځینې ښاریان، په لرې پرتو سیمو کې د ټاکنو د پوهاوي پروګرامونو له نه تر سره کیدو څخه کمسیون ملامتوي او وایي، چې کمسیون تر اوسه د ټاکنو د پوهاوي د یوه پروګرام په جوړولو هم نه دی توانیدلی.

د بلخ اوسیدونکې شازیه هم وایي:” زه د دره صوف بالا اوسیدونکې یم ، خو تر اوسه مې د ټاکنو په هکله د کمسیون لخوا د پوهاوي هیڅ هڅه او کار نه دی لیدلی.”

د مزار شریف اوسیدونکی محمد شریف هم وایي، چې د ټاکنو په هکله د کمسیون د پوهاوي پروګرام په ټول هیواد کې یو ډول نه دی چې دا یوه لویه ستونزه ده:” دا چې د کمسیون د پوهاوي پروګرام په ټولو ولایتونو کې یو ډول او منظم نه دی ، یوازنی لامل یې نا امني ده. په داسې حال کې چې د بلخ خلک ۸۰ په سلو کې پوهاوي ته اړتیا لري ، چې د ټاکنو له بهیر څخه پوهاوی تر لاسه کړي او په پوره پوهاوي د رایو صندقونو خوا ته لاړ شي او خپله رایه وکاروي.”

ښوونکې دیبا منیب هم وایي، چې دا د جمهوري ریاست څلورم دور ټاکنې دي چې تر سره کیږي او خلکو هم په تیرو کلونو کې د رایو ورکولو په برخه کې ښې تجربې تر لاسه کړې ، خو بیا هم پوهاوی د وګړي د هویت پېژندنې او د مشر ټاکلو لپاره مهم او بنسټیز عنصر وي. لازمه ده ټول افغانان رایه ورکړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل:” افغان ښځې او نارینه چې هر څومره په ټاکنو کې کمه برخه واخلي هغومره د ټاکنو روڼ والی له خطر سره مخامخ کیږي ، نو دا به ښه وي چې ټول په ملي او هېواد پالنې روحیې د صندقونو خواته لاړ شي په تیره بیا ښځې او د خپل رایو له حق څخه استفاده وکړي.” 

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمسیون ډاډ ورکوي چې د ټاکنو تر سره کیدو لپاره هر ډول تابیاوې نیول شوې دي او دا بهیر به په ټاکلي وخت (د ۱۳۹۸  د تلې په ۶ مه ) تر سره شي.

گزارش: محبوبه محمدي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د جوزجان د جمهوري ریاست ټاکنو ۵۰ سلنه ګډون کوونکې ښځې وې

جوزجان ۷ د اکتوبر / د ۱۳۹۸ د تلې ۱۵ مه د ټاکنو خپلواک کمسیون …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *