قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / ننګرهار او ټاکنې؛ په انتخاباتو کې د ښځینه وو ګډون

ننګرهار او ټاکنې؛ په انتخاباتو کې د ښځینه وو ګډون

۲۲ سپتمبر/۳۱ میزان ۱۳۹۸

انتخابات چې یوه ملي پروسه ده، نو له امله یې د افغانستان تابیعت لرونکي هر بالغ نارينه او ښځینه حق لري چې د خپلي خوښې کاندید ته رایه وکاروي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر پنځه کاله وروسته د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره ټاکنې ترسره کيږي چې دا لړۍ له ۲۰۰۴  کال راشروع او تر اوسه پورې درې ځل يادې ټاکنې تر سره شوي دي.

دا ځل هم د تېر په څېر ولسمشرۍ څوکۍ ته د ۱۸ نوماندانو تر منځ ټاکنيزه پروسه شروع ده او د تلې د مياشتې په ۶ مه نېټه به په ټول هېواد کې انتخابات تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون يادو ټاکنو ته پوره چمتوالی ښوودلی دی، له دې سره په خوا کې د افغانستان کورنيو چارو وزارت هم اعلان کړی چې امنيتي ادارو ته يې لارښوونې کړي تر څو د يادې ورځې لپاره پوره اماده ګي ونيسي تر څو د هېواد ټول وګړي په ارامه فضا کې د رايې اچونې محلونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

د اساسي قانون له مخې د هېواد هر ښځينه او نارينه حق لري چې په انتخاباتو کې برخه واخلي، خو په افغانستان غوندې يوه جګړه ځپلي او وران هېواد کې چې لا هم پکې جګړه روانه ده د ښځينو د رايه ورکوونکې چاره يوه ګواښوونکې خبره ده، تر ډېره زياتو ولايتونو کې ښځينه زړه نه ښه کوي چې د رایه اچوونې مرکزونو ته لاړې شي او خپله رايه استعمال کړي.

د ځینو په خوله چې کلتوري او فرهنګي رواجونو يې د رايه اچوونې مخه نيولې ده. د شينوارو په يوه لرې پرته سيمه شډل کې د رابعې په نوم يوه څلوېښت کلنه ښځه وايي، کورنۍ يې اجازه نه ورکوي چې د رایه اچوونې مرکز ته لاړه شي. د هغې په وینا؛ خاوند او د کور نور نارينه غړي يې دا کار يو عيب ګڼي.

رابعه وايي:

«ارمان او هېله مې دا ده چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړم او خپله ائينده پخپله وټاکم، خو په مخ کې مې زياتې ستونزې دي.»

 د شينوارو د سپين غر ولسوالۍ د چهلګزي بابا د کلي يوه بله ميرمن چې ناديه نوميږي، امنيتي ستونزو ته اشاره کوي او زياتوي چې په شينوارو کې د امنيت نه شتون يوه لويه ننګونه ده چې له امله يې ښځينه نه شو کولای د رايه اچونې مرکزونو ته لاړې شي.

ناديه وايي که دولت ورته دا زمينه مساعده  کړي چې امنيت يې ونيول شي او  د سر خطر يې نه وي، نو ليواله دي چې خپله رايه استعمال کړي.

په ورته وخت کې بيا د شينوارو لويې ولسوالۍ غنې خېلو سيمه کې يوه ښځينه استاده فاطمه وايي چې د دوی په ولسوالۍ کې دولت د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي و او نتيجه دا شوه چې په دې سيمه کې ټولو ښځو دا پرېکړه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې به برخه اخلي او رايه به استعمالوي.

د دوی په خبره چې د تېرو ټاکنو په پرتله اوس وخت کې د دې سيمې زياتره ښځې د انتخاباتو په پروسه کې ګډون کولو ته لېوالتيا ښيي او هر ځل چې انتخابات تر سره کيږي، دوی پکې په پراخه کچه ګډون کوي.

د ننګرهار غوندې په يوه لوی ولايت کې چې د جغرافې مساحت او نفوسو له کبله د هیواد له لویتونو ګڼل کيږي، خو په لرې پرتو ولسواليو کې يې د عامه پوهاوي پروګرامونو نه شتون د دې لامل شوی چې  ډېری کورنۍ خپلې ميرمنې د رايه اچونې مرکزونو ته نه پريږدي.

که دولت په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه شروع کړي، د انتخاباتو د ارزښت او اهميت په اړه د کلي له ملکانو، د مسجدونو له ملا امامانو او د ښوونځيو له استادانو سره معلومات شريک شي نو لرې نه ده چې ياده ستونزه به حل شي او بيا به ښځينه په ښه شکل سره وکولای شي چې په دې پروسه کې برخه واخلي.

دوباره کوشش کنید

د جوزجان د جمهوري ریاست ټاکنو ۵۰ سلنه ګډون کوونکې ښځې وې

جوزجان ۷ د اکتوبر / د ۱۳۹۸ د تلې ۱۵ مه د ټاکنو خپلواک کمسیون …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *