قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د میدان وردګو ښځې: په ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګدون ته لومړیتوب ورکوو

د میدان وردګو ښځې: په ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګدون ته لومړیتوب ورکوو

          

میدان وردګ

۲۲ د سپټمبر / د ۱۳۹۸ د تلې لومړۍ نیټه

ټاکنې یوه ډیموکراتیکه او د ولسونو په ټینګه اراده ولاړه ملي پروسه ده ، چې د هیواد د اساسي قانون او ټاکنو قوانینو په نظر کې نیولو سره ، د ولس هر وګړی حق لري ، چې په خپله خوښه د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي . د دې ترڅنګ چې د ښځو رول د کورنۍ او ټولنیز ژوند په تنظیم او برابروالي کې خورا ګتور دی ، نو په ټاکنو کې هم د ښځو پراخ ګدون لوی فرصت دی. 

د میدان وردګو د ټاکنو د خپلواک کمسیون رییس ډاکټر نعمت الله وردګ د ټاکنو ولایتي غونډه کې وویل:” موږ ولس ته ډاډ ورکوو ، چې ولسمشریزې ټاکنې به شفافې ، منظمې او د اساسي قانون له چوکاټ سره برابرې ترسره کیږي او د ښځو د پراخ ګدون لپاره مو تل د سیمه ییزو رسنیو او شته امکاناتو په واسطه عامه پوهاوی ورکړی او دا ځل به د ښځو ګډون رنګین او پراخ وي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه ، چې د ټاکنو په ورځ به ښځو ته هم ګڼې اسانتیاوې موجودې وي، چې له هغې جملې د پوره او ډاډمن امنیت تامینول،  د ښځینه رای ورکوونکو ځانګړي محلونه او د ټاکنیزو محلونو کارمندانې به هم ښځینه وي ، ترڅو ښځې وکولی شي پرته له امنیتي او کلتوري ستونزو خپله رایه وکاروي . د دې ترڅنګ د کمسیون رییس د رسنیو  په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو له هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه ، چې د میدان وردګو د ټاکنو خپلواک کمسیون له رسنیو سره هر ډول قانوني همکاریو ته ژمن دی.   

د میدان وردګو ښاروالې ظریفې غفاري ، په خپله وینا کې وویل:” د ټاکنو د مسئولینو مسئولیت دا دی ، چې انتخاباتي مواد په خپل وخت انتخاباتي حوزو ته ورسوي او له انتخاباتي محل ویش سره سم خپلې چارې تر سره کړي . له انتخاباتي موادو څخه د کوم مشخص کاندید په ګټه استفاده ونه کړي، د خلکو شکایتونو ته باید رسیدنه وکړي او د ټاکنو څارونکي بنسټونه لکه فیفا او ټیفا باید خپله دنده بې طرفه سرته ورسوي. 

آغلې غفاري ډاډ او خوښي څرګنده کړه ، چی د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې به په راڼه (شفاف) ډول په ټاکلې نیټه ترسره شي.  میرمن غفاري د سالمو او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې د رسنیو ، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو په ارزښت تأکید وکړ او څرګنده یې کړه ، چې ښځینه خبریالانې د ټاکنو د روڼتیا ساتلو او د ښځینه ټاکنیزو محلونو څخه د رسنیزو معلوماتو شریکولو لپاره کلیدي رول لري او باید د ځاني خوندیتوب لپاره یې کوټلي ګامونه اوچت شي .

 د ښځو ملاتړ یوې سیمه ییزې ، خصوصي غږیزې رسنۍ رییس اجمل عثماني وایي:” ټاکنې یوه ملي پروسه ده او د هیواد هر وګړی حق لري ، ترڅو د خپلې رایې په کارولو سره خپله راتلونکې وټاکي او په ټاکنو کې په ګدون کولو سره خپله ایماني، وجداني او ملي وجیبه ادا کړي.  

ښاغلي عثماني زیاته کړه ، چې د میدان وردګو خبریالان هم له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو په مرسته د ټاکنو په هکله د راپور ورکونې له زده کړه ییزو  سمینارونو څخه برخمن شول او له رسنیو یې غوښتنه وکړه ، چی خپله دنده د اساسي قانون او ټاکنو قانون په چوکاټ کې په بی پرې والي ، امانت دارۍ ، خپلواکتیا، صداقت او د ټولنیزو مسؤلیتونو او اخلاقو په پام کې نیولو سره سرته ورسوي. 

بلخوا بیا له خپل ملي حق څخه ناخبره پخوانۍ د کور میرمنه ، خو اوس مهال د ښځینه ټاکنیز محل کارکوونکې  میرمن خدیجه ، چې د دایمیرداد ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې ده او تیر کال له خپلې کورنۍ سره مرکز میدان ښار ته راکډه شوې کیسه کوي او وايي:” زه چې په کلي کې وم د راډیو ګانو له لارې به مې د ټاکنو په اړه خبرونه اوریدل، د تیرو ولسمشریزو ټاکنو او همدارنګه د پارلماني ټاکنو خبرونه به مې اوریدل ، چې ترسره شوې او په نورو سیمو کې د نارینه وو ترڅنګ ښځو هم پکې برخه اخیستې وه ، خو په وینا یې چې موږ په خپله سیمه کې له دې چانس بې برخې وو، تر څو په ټاکنو کې ګډون وکړو او خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړو. 

میرمن خدیجه زیاتوي، په دایمیرداد ولسوالۍ کې ښځې ډير محروم او محدود ژوند لري او له دې امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي . نوموړې په دولت غږ کوي، تر څو په لرو پرتو سیمو کې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او په حل کې یې کوټلي ګامونه اوچت کړي.

میدان وردګ د افغانستان د مرکزي ولایتونو له ډلې هغه ولایت دی، چې د نورو ولایتونو په پرتله پلازمینې کابل ته ډیر نږدې موقعیت لري او ځايي اوسیدونکي د دغه ولایت د یو شمیر سیمو او ولسوالیو د وضعیت په اړه ډیر خواشیني او په کې د ګڼ شمیر ستونزو یادونه کوي:” دوی وايي چې نا امني ، د روغتیايي امکاناتو کموالی، د نجونو د ښوونځیو نه شتون او همدارنګه د ځوانانو بي کاري هغه څه دي، چې شاوخوا پنځلس کاله یې د یادو سیمو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په داسې حال کې، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي ، خو د دغه ولایت یو شمیر میرمنې ورته خوشبینې نه دي، ځکه چې دوی په کې له ګډون ځان محروم بولي.

دوی وايي ، چې د میدان وردګو په اکثریت ولسوالیو کې ښځو ته د نا امنیو او پر یو شمیر سیمو د وسله والو طالبانو د حاکمیت له وجې دا زمینه نه ده مساعده ، چې د رایې اچونې مرکزونو ته ولاړې شي او له خپل قانوني حق څخه استفاده وکړي او د ولسواکۍ په بهیر کې د نارینه وو په څير برخه واخلي.

ولسمشریزې ټاکنې د هیواد زعیم ( ولسمشر) ټاکلو لپاره په هرو پنځو کلونو کې یوځل ترسره کیږي او ولسونه خپل راتلونکی ولسمشر د رایو ورکولو په واسطه ټاکي.  

د ۱۳۹۸لمریز کال ولسمشریزې ټاکنې به د اتلسو نوماندانو ترمنځ د روان کال د تلې په شپږمه نیټه  ترسره شي او د لوړو رایو لرونکی نوماند به د هیواد راتلونکی ولسمشر اعلان شي .

دوباره کوشش کنید

د جوزجان د جمهوري ریاست ټاکنو ۵۰ سلنه ګډون کوونکې ښځې وې

جوزجان ۷ د اکتوبر / د ۱۳۹۸ د تلې ۱۵ مه د ټاکنو خپلواک کمسیون …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *