قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په جمهوري ریاست ټاکنو کې به ۸۸ زره غوري ښځې ګډون وکړي

په جمهوري ریاست ټاکنو کې به ۸۸ زره غوري ښځې ګډون وکړي

غور

۲۱ سپتمبر/۳۰ سنبله ۱۳۹۸

سربیره پر دې چې په ملي بهیرونو لکه ټاکنو کې د غور ښځو د ګدون په وړاندې خنډونه او ستونزې لکه دودیز محدودیتونه او د تګ راتګ د لارو ستونزې له بنسټیزو خنډونو څخه شمیرل کیږي ، خو بیا هم چارواکي وایي ، چې تر ۸۸ زرو ډیرو ښځو په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون او رایه ورکولو په موخه پر خپلو پیژند پاڼو سټیکرونه وهلي دي.

د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ استوګنې بي بي ګل په وینا ، چې د دوی په ولسوالۍ کې ښځې حتا د بیرون تګ اجازه نلري، خو دې دا ناوړه دود تر شا پرې ایښی او د دې لپاره چې خپلو حقونو ته ورسیږي، غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي.

بي بي ګل زیاتوي ، چې ښځې باید په خپل ژوند کې د بدلون په خاطر خپل زعیم یا مشر په خپله وټاکي :” زه د دې لپاره چې خپله راتلونکې ښه جوړه کړم ، رایه ورکوم. غواړم د خپل هیواد راتلونکی رهبر په خپله رایه وټاکم تر څو وکولی شم په راتلونکې کې له خپل حق څخه دفاع وکړم.”

بي بي ګل وایي:” د دې لپاره چې ښځې په راتلونکې کې وکولی شي خپلو حقه حقوقو ته لارسرسی پیدا کړي، نو داسې ټیم ته دې رایه ورکړي چې ښځو ته برنامې ولري. ښځې باید په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل مشر وټاکي.”

همداشان د ښځو حقونو ځینې فعالان وایي ، چې د ټاکنو کمسیون د نوې پریکړې پر بنسټ چې د بایومټریک لپاره باید د ښځو تصویر واخستل شي، ممکن زیات شمیر ښځې د هغو دودیزو بندیزونو له کبله چې په ټولنه کې شتون لري، په ټاکنو کې ګډون ته حاضرې نشي.

مدني فعاله او د غور اوسیدونکې ملالۍ سربیره پر دې چې د کمسیون له دې پریکړې ملاتړ کوي وایي، چې د ښځو تصویر اخستل او بایو مټریک کول یې د دغه بهیر د روڼتیا سبب کیږي ، خو په دې ولایت کې د نارینه سالارۍ او دودیزو بندیزونو له کبله ، شاید ښځې په دې ونه توانیږي چې پرته د نارینه وو له اجازې، تصویر واخلي او په داسې ملي بهیر لکه ټاکنو کې ګډون وکړي.

ملالۍ وویل:” که څه هم یو شمیر ښځې د ټاکنو کمسیون له دې نوي بهیر سره چې د ښځو تصویر اخستل او بایو مټریک کول دي، خوښمنې دي، خو تر اوسه دا بهیر لکه څنګه چې باید وي په غور کې د تطبیق وړ نه دی.”

د غور د ښځو چارو رییسه حلیمه پرستش وایي، چې د هغه عامه پوهاوي لکه کبله چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په هکله ورکول شوی، غوري ښځې به هم لکه د دې ولایت نارينه په ټاکنو کې ګډون وکړي چې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

هغه د ټاکنو کمسیون له نوي بهیر څخه چې د ښځو تصویر اخستل او بایو مټریک کول دي ملاتړ کوي او وایي:” د ښځو تصویر اخستل او بایو مټریک کول د دې ملي او ستر بهیر د روڼتیا ضمانت کوي.”

د ښځو رییسه میرمن پرستش سربیره پر دې چې په دې ولایت کې امنیتي او ټولنیزې ستونزې مني ، خو د غور له نارینه وو غواړي چې خپلو لوڼو ، ښځو ، خویندو او میندو ته اجازه ورکړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي :”باید غوري نارینه ځانونه رڼو او شفافو ټاکنو ته آماده کړي او له خپلو ښځو او لوڼو سره یو ځای د رایو صندوقونه ته لاړ شي.”

که څه هم د غور د ټاکنو کمسیون چارواکو ویلي، چې د امنیت نشتون له کبله له ۲۹۲ د رایو مرکزونو څخه یوازې ۱۱۸ مرکزونه به  د رایه ورکوونکو پر مخ پرانستي وي ، خو امنیتي چارواکي بیا په دې ولایت کې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب څخه ډاډ ورکوي.

هغوی ټینګار کوي، چې د ټاکنو په وخت کې به امنیتي سیار ګروپونه د مجهزو ځواکونو په چوکاټ کې د ټاکنو امنیت په خاطر فعالیت کوي.

د غور د ټاکنو کمسیون چارکواکي وایي ، چې په دې ولایت کې په ټاکنو کې د وړ کسانو له جملې څخه  ۸۸۲۷۷ تنه یې ښځې دي چې ټولو نوم لیکنه کړې او خپل د خوښې جمهور رییس د ټاکلو لپاره تیارې دي.

گزارشگره: جمیله کریمي

تصحیح : په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د جوزجان د جمهوري ریاست ټاکنو ۵۰ سلنه ګډون کوونکې ښځې وې

جوزجان ۷ د اکتوبر / د ۱۳۹۸ د تلې ۱۵ مه د ټاکنو خپلواک کمسیون …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *