قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د سویډن برخې بې پولې خبریالانو، نجوا عالمي د پر انګرپرایز جایزې ته نومانده کړه

د سویډن برخې بې پولې خبریالانو، نجوا عالمي د پر انګرپرایز جایزې ته نومانده کړه

نجوا عالمي افغان خبریاله، په افغانستان کې سربیره پر دې چې ژوند یې له خطر سره مخ دی ، د ښځو او نارینه وو په وړاندې د سنتي لیدلوري په وړاندې مبارزه کوي.

په داسې هېواد کې چې ښځې پرته د نارینه له ملتیا ، له کور څخه د وتلو کمه اجازه لري ، نجوا د یوې ټلویزیوني خبریالې په توګه د زن ټلویزیون پر پرده راڅرګندیږي.

د سویډن برخې بې پولې خبریالانو، نجوا عالمي د پر انګرپرایز جایزې ته نومانده کړه. هغه د بیان آزادۍ او ښځو د حقونو په لار کې د مبارزې په خاطر د دغې جایزې په تر لاسه کولو بریالۍ شوه.

پر انګرپرایز د سویډن هېواد پورې اړوند یوه نړیواله جایزه ده چې د (انجمن تاریخ زنده )لخوا د بشر حقونو او دموکراسۍ اړوند فعالیتونو ته ورکول کیږي.

میرمن عالمي په دې اړه وویل: ما درک کړې چې خبریالي د ټول افغانستان ښځو ته د رسیدو لنډه لار ده او زه کولی شم د دغه دندې له لارې د مبارزې د لوړ برج په توګه د ښځو د حقونو د مبارزې لپاره ترینه استفاده وکړم.

نجوا عالمي ۲۵ کلنه ده او په اوس وخت کې د خبریالې په توګه په زن ټلویزیون کې دنده ترسره کوي. میرمن عالمې د یوې زړورې خبریالې په توګه د خپلو همکارانو په منځ کې پیژندل شوې او د خپلو راپورونو لپاره ټولنیزې ستونزې، اعتیاد او د ښځو حقونو په هکله موضوعات ټاکي چې نورې خبریالانې یې په هکله له کار کولو ډډه کوي.

نجوا عالمي د خبریالۍ په جرم له ګواښونو او حتا وسلوال برید سره هم مخامخ شوې ده. خو دا پیښې یې هېڅکله د کار په وړاندې خنډ نه دي شوې او هغې تر پخوا هم ډیر په میړانه او پوره زړورتیا د ښځو د حقونو وضعیت له خلکو سره شریک کړی. اینګریدلومفورس ، د ( انجمن تاریخ زنده ) رییس او د پر انګرپرایز جایزې د مدیرانو چلوونکی د میرمن عالمي په هکله وایي :” نجوا عالمي په افغانستان کې د ځوان نسل لپاره د الهام او هیلې یوه بیلګه ده.

په افغانستان کې د ښځو په وضعیت کې د ښه والي راتګ په ورو روان دی. په داسې حال کې چې ښځې له تاوتریخوالي او توپیریز چلند څخه ځوریږي . یو شمير ښځې د ټولنې له هغو وګړو څخه شمیرل کیږي چې دندې لري.

میرمن عالمي د ترلاسه شوې جایزې په هکله وویل:د دغې جایزې په تر لاسه کولو په دې باوري شوم چې سمه لاره مې ټاکلې ده او باید خپل کار ته ادامه ورکړم او حتا ډیر کار او هڅه وکړم.

نجوا عالمي د سویډن هېواد ، د بې پولې خبریالانو لخوا د پر انګرپرایز جایزې لپاره نومانده  شوه.

د بې پولې خبریالانو سازمان په ۲۰۱۷ میلادي کال ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ لومړنی مرکز، د افغان ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ کمیټې په نوم پرانیست چې دا بنسټ په افغان رسنیو کې له ښځینه خبریالانو ملاتړ کوي.

اریک هالکر ، د سویدن  د بې پولې خبریالانو رییس وایي:” د نجوا عالمي په شان خبریالانو شتون د بیا آزادۍ او د ښځو د حقونو په نقض مواردو کې مهمه اړتیا ده.

په پام کې ده ، چې میرمن عالمي د پر انګرپرایز جایزه د اکتوبر په اوولسم تاریخ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سویدن په پایتخت ستکهلم کې د ګوتالجون په ستر تالار کې د سویډن د اطلاعات او فرهنګ او دموکراسۍ  وزیرې میرمن آماندا لیند ، لخوا تر لاسه کړي.

د پر انګرپرایز جایزه د سویډن حکومت لخوا د ښځو د حقونو او دموکراسۍ  فعالانو ته ورکول کیږي. دا جایزه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ میلادي کې ورکړل شوه او موخه یې له ډیپلوماټ پر انګر څخه د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د هغه د سترو کارونو ستاینه وه .  

د (انجمن تاریخ زنده) د سویډن حکومت په استازولۍ هر کال دا جایزه ورکوي .

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دغه نښې سره په اړیکه کې شئ :

د انجمن تاریخ زنده مطبوعاتي دفتر : +46 70 259 38 19 او یا ایمیل: press@levandehistoria.se

آنا ویدمارک، د سویډن د بې پولې خبریالانو مدیر : +46 72 308 05 23 یا ایمیل reportrarutangranser@rsf.org

د پر انګرپرایز جایزې د لا زیاتو معلوماتو لپاره  په ویب کې : www.livinghistory.se او یا په افغانستان کې د بې پولې خبریالانو دفتر: www.rsf.org/en/afghanistan د لارسرسۍ وړ دی.

دوباره کوشش کنید

په تخار کې د دوو سیمه ییزوو خبریالانو د شهادت په تړاو د مرکز مطبوعاتي اعلامیه!

کابل ۶ د فبرورۍ / د ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۷ مه په افغانستان کې د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *