قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز کمپاین

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز کمپاین

 

 

هغه نوماندانو ته رایه ورکړئ چې د ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ کوي!

په افغانستان کې د ښځينه خبریالانو د ملاتړ مرکز، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د نه ځورونې منشور د کمپاین او د ښځینه خبریالانو د حقونو د ملاتړ په خاطر د ټاکنیزو کمپاینونو په دوام  ( هغه نوماندانو ته رایه ورکړئ چې د ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ کوي) کمپاین د ۱۳۹۸ کال د وږي یا سنبلې په ۱۱ د دو شنبې په ورځ پیل کړ.

د دغه کمپاین موخه له یوې خوا د جمهوري ریاست له نوماندانو ملاتړ او بلخوا بیا د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو څخه ملاتړ او  په یوه شان د قوانینو تطبیق او پلي کیدو لپاره د دغه نوماندانو ژمنه اخستل او بلخوا بیا په ټاکنو کې د ښځو ګډون او ونډه ده.

د افغانستان قوانین سربیره پر دې چې ستونزه لري ، خو د سیمې په کچه بې ساري دي . خو بنسټیزه ستونزه د هغو په نه پلي کیدو کې ده ، چې د جمهوري ریاست نوماندان به وروسته تر کامیابیدو ، د اساسي قانون په چوکاټ کې د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو له حقونو قانوني ملاتړ کوي.

اوس چې افغانستان په ټولییزه توګه په یوه سیاسي فضا کې واقع دی او دوې مهمې او ملي پروسې ، ټاکنې او سوله په یوه وخت کې تر بحث او اجرا لاندې دي ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د عادلانه او سراسري سولې له حرکتونو ملاتړ او هرکلی یې کوي ، یو کمپاین هم پیل کړی چې په هغه کې یې د سولې د خبرو اترو دواړو غاړو ته مشخص وړاندیزونه او خپلې اندیښنې وړاندې کړې دي .

خبریالان په تیره بیا ښځینه خبریالانې د آزادۍ پر بیان د محدودیت ، په رسنیو کې د دوی نه حضور، د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو نه ساتنه او د آزادو اطلاعاتو بهیر د نه خوندیتوب څخه اندیښمنې دي او په دې باور دي ، داسې نه چې دا لاسته راوړنې او ارزښتونه د سولې قرباني او معامله شي.

ښځینه خبریالانې د اندیښنې په څرګندولو وایي:” داسې  سوله نه غواړو چې په هغه کې زموږ اتلس کلنې لاسته راوړنې قربان شي.”

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز له حکومت او د افغانستان له منتخب جمهور رییس څخه غواړي چې:

  • هغه نړیوال کنوانسیونونه چې افغانستان ورسره یو ځای شوی ، له هغې جملې څخه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د هر ډول توپیر د له منځه وړلو کنوانسیون چې افغانستان یې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې غړتوب تر لاسه کړ او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې په هکله پوره تعریفونه لري، تطبیق کړي.
  • نوی حکومت باید له طالبانو سره په خبرو اترو کې ، د ښځو ځای ځایګی او د دوی اتلس کلنې لاسته راوړنې چې د قربانیو په ورکړې یې تر لاسه کړې ، خوندي وساتي .
  • نوی حکومت باید ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ته په معیاري او تر یوه حده نړیوالو معیارونو برابر د مسلکي زده کړو فرصتونه برابر کړي.
  • نوی حکومت باید د ښځینه خبریالانو په ګمارلو، د ښځو ځواکمنتیا د دوی د وړتیا او استعداد پر بنسټ او په مدیریتي او تصمیم نیونو برخو کې د با تجربې ښځو ګمارنه رامنځ ته کړي.
  • نوی حکومت باید د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د حقونو برابري او امنیت په خپلو د ماموریت سیمو کې تضمین کړي.
  • نوی حکومت باید د کار په ځای کې چې رسنۍ هم په کې راځي د ښځو د جنسي ځورونې د ښکاره مجازات او عاملینو ته یې د انضباطي جزا ټاکلو او د دغه بدو، غیر اخلاقي او غیر حرفوي اعمالو د راکمولو په خاطر عملي او جوړوونکې کړنلاره رامنځ ته کړي.
  • نوی حکومت باید د جنسي تناسب په پام کې نیولو سره د رسنۍ په دننه او بیرون کې د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي ځورونې او توپیر په هکله شکایتونو او ستونزو ته د رسیدنې په خاطر یوه کمیټه جوړه کړي تر څو په کم وخت او د قانون په تطبیق سره له هغوی ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په دې باور دی، چې د هیواد په ننۍ ځوانه دموکراسۍ کې د ښځو له حقونو څخه ملاتړ د رسنیو له آزادۍ څخه ملاتړ دی.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د جمهوري ریاست د دې دورې پر ټولو نوماندانو غږ کوي او دوی ته بلنه ورکوي چې د ښځینه خبریالانو د حقونو د تامین او خوندیتوب په خاطر له دغه کمپاین څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.

مرکز همداشان د هیواد له ټولو ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو او د رسنیو له ښځینه کارکوونکو ، د مدني ټولنو ، د بشر حقونو ملاتړ بنسټونو، خبریالانو او رسنیو څخه غواړي چې د ښځينه خبریالانو د حقونو او ارزښتونو د ساتنې په خاطر دا غږ اوچت کړي:( هغه نوماندانو ته رایه ورکړئ چې د ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ کوي.)

د بې پولې خبریالانو سازمان ، له رسنیو د ملاتړ نړیوال سازمان ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز سره په همکارۍ هم له دغه کمپاین څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.

 

 

 

 

 

 

دوباره کوشش کنید

د سولې د وروستیو خبرو اترو په تړاو د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي بیانیه

  کابل – ۲۴ د مرغومي/ ۱۳۹۷ بې له شکه سوله د افغانانو بنسټیزه او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *