قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د میدان وردګو ښځینه خبریالانې: سالمې او رڼې ټاکنې د ولس حق دی

د میدان وردګو ښځینه خبریالانې: سالمې او رڼې ټاکنې د ولس حق دی

 

میدان ښار

۲۱ اګست/ ۱۳۹۸د زمري ۳۰ مه

رڼې او سالمې ولسمشریزې ټاکنې پرته له رسنیزې اطلاع رسونې نابریالۍ او ولس ته د منلو وړ ندي .  د میدان وردګو ښځینه مدني فعالانو او دولتي کارکوونکو په یوه میاشتنۍ غونډه کې د سالمو او رڼو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د رسنیو په ارزښت او د ټاکنو د روڼتیا د تضمین په هکله د دوی پر ونډې تأکید وکړ او ویې ویل ، چې شفافه ولسمشریزې ټاکنې زموږ د ځوریدلي ملت حق دی او د اساسي قانون له چوکاټ سره برابرې ټاکنې د ولس غوښتنه ده .

د میدان وردګو ولایت د ټاکنو خپلواک کمسیون رییس فرید احمد عمر وایي:” موږ ولس ته ډاډ ورکوو چې ولسمشریزې ټاکنې به په شفاف،  منظم او د اساسي قانون چوکاټ سره برابرې ترسره کیږي. د ولایت مقام او ټاکنو خپلواک کمسیون تل د رسنیو ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دی  او  له رسنیو څخه مو هیله ده چې پاک او په سرچینه ولاړ اطلاعات ولس ته ورسوي او د غیر حقیقي اطلاعاتو په خپرولو ، د ولسونو  د ذهني تسلسل له منځه وړلو څخه ډه ډه وکړی.”

ښاغلي عمر یادونه وکړه ، چې د ټاکنو د مسوولینو مسوولیت دا دی چې ټاکنیز مواد په خپل وخت ټاکنیزو حوزو ته ورسوي او له انتخاباتي تقسیم اوقات سره سم خپلې چارې مخکې یوسي .

میرمن طاهره معصومی د ښځو چارو ریاست سرپرسته وایي:” د ټاکنو په باب عامه پوهاوی ، د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ په ارزښت د ولسونو پوهول، بې طرفه قضاوت او له ټاکنو څخه نظارت د رسنیو مهم عنصر او د خبریالانو دنده ده” .

میرمن طاهره له خبریالانو غوښتنه کوي ترڅو خپله دنده بې پرې سرته ورسوي او د اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په چوکاټ کې په خپل وخت سره ولسونو ته اطلاع رسونه وکړي.

آغلې معصومي له حکومت او خبریالانو ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي ، چې د خبریالانو د ځاني او مالي خوندیتوب تضمین وکړي ،  ترڅو خبریالان پرته له کومو ستونزو په پوره پام د ټاکنو بهیر په اړه وخت په وخت اطلاع رسونه وکړي.

په ورته وخت کې کریمه مرادي د سیمه ییزو رسنیو پخوانۍ خبریاله وايي:” د میدان وردګو ولایت د ټاکنو خپلواک کمسیون د تیرو پارلماني ټاکنو بهیر کې له رسنیو سره د نه همکارۍ او معلوماتو نه ورکړې په تور د څو سیمه ییزو رسنیو په واسطه تورن شوی او له کمسیون مو غوښتنه ده ، چې د ټاکنیزو موادو څخه د کوم مشخص کاندید په ګټه ډيره استفاده ونه کړي ، د خلکو شکایتونو ته رسیدنه وکړي او د ټاکنو ناظر بنسټونه لکه فیفا او ټیفا باید خپله دنده بې طرفه سرته ورسوي.”

آغلې مرادي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره له کمسیون غوښتنه کوي ، چې له رسنیو سره د معلوماتو ورکړې فرهنګ ، پراخ کړي او له خبریالانو یې هم وغوښتل چې دقیق، متوازن،  پاک او په وقت معلومات ولس ته وړاندې کړي او خپل بې طرف والی وساتي.

ولسمشریزې ټاکنې د هیواد زعیم ( ولسمشر) ټاکلو لپاره په هرو پنځو کلونو کې یوځل ترسره کیږي او ولسونه خپل راتلونکی ولسمشر د رایو ورکولو په واسطه ټاکي.

د ۱۳۹۸لمریز کال ولسمشریزې ټاکنې به د اتلس نوماندانو ترمنځ د روان کال د تلې په شپږمه نیټه  ترسره شي او لوړو رایو لرونکی نوماند به د هیواد راتلونکی ولسمشر اعلان شي.

 

ګزارش: آسیه وردک

تصحیح: مرکز حمایت از زنان ژورنالیست در افغانستان

دوباره کوشش کنید

د سولې لپاره د میرمنو ملي اجماع تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

  ورډک ۹جولای/ ۱۳۹۸۹چنګاښ ۱۸ په میدان وردګو ولایت کې جګړې او زړو مفکورو له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *