قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / له خبریالانو څخه د ملاتړ خیالي کمیټو، ورڅخه ګڼ شمیر کاري فرصتونه اخیستي

له خبریالانو څخه د ملاتړ خیالي کمیټو، ورڅخه ګڼ شمیر کاري فرصتونه اخیستي

میدان وردک

۲۰ آګست/ ۲۹ اسد ۱۳۹۸

په میدان وردګو ولایت کې له خبریالانو څخه د ملاتړ خیالي کمیټو شتون د نارینه خبریالانو ترڅنګ د ښځینه خبریالانو د کاري پرمختګ او زده کړه ییزو فرصتونو مخه نیولې ده .

د دې ترڅنګ خبریالانو یادونه کړې چې خیالي کميټې یوازې د یو څو دولتي چارواکو د کاري پرمختګ او نامتووالي لپاره جوړې شوې ، چې هیڅ رسمي یا غیر رسمي تشکیلات او بڼه نلري.

د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د معلوماتو آمر ښاغلی نجیب الله فکرمن هم د یادې موضوع په اړوند وایي ، چې په دغه ولایت کې د رسنیزو فعالیتونو د کمیدو یو لامل ، د خیالي کمیټو شتون دی.

فکرمن زیاته کړه:” یادې کمیټې محدود شمیر دي او د دولتي چارواکو د شخصي سلیقو پر بنسټ، پرته له رسمي بڼې جوړې شوې دي. د اطلاعاتو او کلتور  ریاست د یادو کمیټو د له منځه وړلو ، ولس ته د ورپیژندلو ، د خبریالانو مقدس مسلک ته احترام او د رسنیو مقام ساتلو لپاره ژمن دی.”

شریفه هوتک د یوې محلي رسنۍ کارکوونکې وایي:” تش په نوم له خبریالانو څخه ملاټړ خیالي کمیټو شتون د دې باعث شوی ، چې خبریالان منسجمه او یوه ټول شموله کمیټه ونلري او په پلازمینه کې له رسنیو څخه د ملاتړ ادارو له خوا په زده کړه ییزو پروګرامونو کې له برخه اخیستلو پاتې راشي.”

آغلې هوتک زیاته کړه ، چې د حکومت او رسنیو ګډې کمیټې خپرونې یې هم ټکنۍ کړې دي او له حکومت غوښتنه کوي چې د یادو کمیټو له مشرانو سره قانوني چلند وشي ، ترڅو هیڅ فاسد ، غاصب او د قدرت حرص خوښوونکي کسان ، خپلو منفي موخو ته د رسیدلو فرصت پیدا نکړي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

خالصې جلیلزۍ ، د یوې بلې سیمه ییزې رسنۍ کارکوونکې په خپلو خبرو کې لاندې ټکو ته اشاره وکړله:” په رسنیو کې د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو کمیدو لامل هم د خیالي کمیټو شتون دی ، چې خبریالان یې له هر اړخیزه ادارو له پامه غورځولي دي او د رسنیو او حکومت د نوم بدولو لپاره اصلي لامل هم د خیالي کمیټو شتون دی. ”

آغلې جلیلزۍ یادونه وکړه ، چې خیالي کمیټې په قانون او خبریالانو ټولنو کې ځای نلري او باید رسنۍ او د رسنیو ملاتړ بنسټونه د دغه کمیټو د له منځه وړلو او هیواد والو ته د ورپیژندلو په خاطر اوچت ګامونه پورته کړي  ترڅو د رسنیو مقام او عزت وساتل شي او د رسنیو د ملاتړ حقیقي بنسټونو ته درناوی وشي .

د ښځو د ملاتړ یوې سیمه ییزې  خصوصي غږیزې رسنۍ رییس ، اجمل عثماني په میدان وردګو ولایت کې د خیالي کمیټو شتون تأییدوي او وایي چې د خیالي کمیټو شتون د خبریالانو په رسنیزو فعالیتونو باندې منفي اغیز لري او د خبریالانو په ځانګړې توګه ،  د ښځینه خبریالانو مسلکي کیدلو مخه یې نیولې ده.

ښاغلي عثماني د خیالي کمیټو شتون د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو ارزیابي کوونکو بنسټونو د نه پاملرنې وجه یادوي او زیاتوي ، که چیرې په هر کال کې د ټولو ولایتونو له رسنیو څخه نظارت یا لیدنه او څیړنه وشي او د حکومت او رسنیو ګډې کمیټې جوړې او خپلواکې شي ، نو د رسنیو د مقام او نوم  ساتلو لپاره به لوی ګام وي.

د میدان وردګو ولایت ښځینه خبریالانې له افغان دولت او بهرنيو دولتونو څخه  د نارینه او ښځینه خبریالانو د ملاتړ خپلواکې ټولنې غوښتونکي دي ، تر څو خبریالان وکولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې تر اړونده بنسټونو ورسوي او د بیان آزادۍ قانون په چوکاټ کې وکولی شي ، د ټولنې ناخوالې په ګوته کړي.

خپلواکې ټولنې د خبریالانو په مسلکي کیدلو او د رسنیزو فعالیتونو د  کیفیت لوړولو کې رغنده رول لوبولی شي.

هیره دې نه وي ، چې میدان وردک یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د یادو کمیټو شتون پکې عام دی.

 

ګزارش: آسیه ورد

دوباره کوشش کنید

د سولې لپاره د میرمنو ملي اجماع تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

  ورډک ۹جولای/ ۱۳۹۸۹چنګاښ ۱۸ په میدان وردګو ولایت کې جګړې او زړو مفکورو له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *