قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په ټولنیزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو ستونزې

په ټولنیزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو ستونزې

 

ننگرهار

۱۸ آګست/ ۲۷ اسد ۲۰۱۹

که څه هم په هېواد کې د بیان ازادۍ په بې ساري توګه پرمختګ کړی ، خو ترڅنګ یې له دې ازادۍ په استفادې د ټولنیزو اخلاقو او اصولو پولې هم ماتې کړای شوې دي.

په یو ځل د دې اسانتیا او ازادۍ راتګ ، بې تعلیمي او بهرنۍ لاسوهنې ، شاید هغه لاملونه وګڼل شي چې پولې یې نړولې او د ښځو لپاره یوه رسنیزه ننګونه او په ټوله کې په تاوتریخوالي بدل شوی حالت دی.

اوس په افغانستان کې ډیرې مشهورې څیرې خصوصاً  نجونې خبریالانې له دې سرټکوي چې له نوم ، انځورونو او ویډیوګانو یې ناوړه استفاده کیږي. په نومونو یې اکاونټونه جوړیږي، بیا ترې سیاسي او ټولنیزه بده ګټه اخیستل کیږي.

دلته موږ له ځینو هغو نجونو سره خبرې کړې، چې دې چارې ځورولې، د دې په خوا کې مو له مسوولینو سره هم خبرې کړې دي.

شبو اخندزاده چې خبریاله ده، خپله کیسه کوي، وايي چې خلکو ورته ګواښونه کړي او ځورولې یې ده.

هغې راته وویل:

«ما د فیسبوک استفاده پيل کړه، هره ورځ به مې خپلې وړې وړې لیکنې او معلومات خپرول، خو له لږ وخت وروسته زما په نوم ایډیانې جوړې شوې او داسې څه یې ترې خپرول چې زما شخصیت ته یې زیان رساوه او ان له خلکو به یې زما په نوم بیلابیلې غوښتنې کولې.»

هغه وايي، ځینې وخت ناوخت ورته له بیلابیلو آدرسونو د مرګ او دندې پریښودو ګواښونه هم کیږي.

دا یوازې شبو اخندزاده نه ده، بلکې یوه بله فعاله خبریاله الما افغان چې په بیلابیلو غږیزو رسنیو کې یې کار کړی او اوسمهال له بیلابیلو انلاین رسنیو سره کار کوي، وايي، په ټولنیزو رسنیو کې ډیره ځورول کیږي.

هغه وايي چې څو ځل یې په نامه اکاونټونه جوړ شوي او تر ټولو لوی ګواښ دا چې په ادرسونو یې بریدونه کیږي.

افغان وړاندې وايي:«زما مشهور اکاونټ و، هر وخت به پرې حملې کیدې، بالاخره د بل چا لاس ته ولوید، هک شو، مجبوره شوم، بل اکاونټ جوړ کړم او له خپلې فعالې فیسبوک پاڼې خلاصه شوم.»

په ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر شیرشاه همدرد دا ستونزې مني.

نوموړی وايي، چې اوسمهال ژورنالیستان که له غږیزو او ټلویزیوني او یا هم انلاین رسنیو سره کار کوي، له ځینو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دی وايي:«له بده مرغه د دې کال په ۶ میاشتو کې دریو ښځینه ژورنالیستانو ته د مرګ ګواښونه شوي دي چې دا د تاوتریخوالي ښودنه کوي.»

دی وړاندې د یو شمیر ننګونو یادونه کوي چې دلته ورسره ښځینه ژورنالیستانې لاس او ګریوان دي.

ښاغلی همدرد زیاتوي:«د ښځینه ژورنالیستانو په وړاندې لومړۍ ستونزه کلتوري ننګونه ده، دویمه ستونزه ورته په اداره کې وي چې مناسب کاري ماحول ورته نه وي برابر او دریمه بله غټه ستونزه ورته د وسله والو مخالفینو ده چې یا یې بلکل د کار مانع کیږي او یا هم ورته وايي چې د دوی په ګټه رول ولوبوي.»

شیرشاه همدرد د خپل مسوولیت په اړه وویل چې د خوندیتوب کمیټه هڅه کوي دا ننګونې کمې یا له منځه یوسي، خو تر اوسه په کې بریالي شوي نه دي.

یوه ستره ننګونه چې اکثره ښځينه ژورنالیستانې ورسره لاس او ګریوان دي، هغه په ټولنیزو رسنیو د پيغامونو له لارې د بیلابیلو موخو لپاره د هغوی ګواښل دي.

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر شیرشاه همدرد هم دا مني چې ژورنالیستانې له ټولنیزو رسنیو ګواښل کیږي، خو دی وايي، چې هغه ښځینه خبریالانې چې ښکاره فعالیت کوي، یو څه ورته بیا د دا ډول پيغامونو لیږلو ډیره ستونزه نه وي، خو هغوی چې له دې چارې ویره لري، دا رقم ستونزې ورته ډیرې جدي پریوزي.

ښځینه خبریالانې وايي، که پر ټولنیزو رسنیو منظم څار او کنټرول پیدا شي، نو دوی به وشي کولی چې خپل فعالیتونه له خلکو سره شریک کړي او له هر ډول انلاین ځورونې به وژغورل شي.

باید یاده کړو چې حکومت وخت په وخت د خبریالانو د خوندیتوب ژمنې کړې ، خو د خبریالانو له شکایتونو او منفي غبرګونونو داسې ښکاري چې پر وړاندې یې ستونزې نه دي کمې شوې او حکومت هغسې چې یې ژمنه کړې عمل نه دی کړی.

گزارش: ملاله میوند

تصحیح: مرکز حمایت از زنان ژورنالیست در افغانستان

 

دوباره کوشش کنید

د سولې لپاره د میرمنو ملي اجماع تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

  ورډک ۹جولای/ ۱۳۹۸۹چنګاښ ۱۸ په میدان وردګو ولایت کې جګړې او زړو مفکورو له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *