قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

 

میدان وردک

۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸

میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ښځینه خبریالانو شمیر یې مخ په کمیدو دی او د ګوتو په شمېر ښځینه خبریالانې یې هم په مستعار نومونو رسنیز فعالیت کوي او خپل اصلي هویت پټ ساتي.

خالصه جلیلزۍ د یوې محلي رسنۍ خبریاله وایي:” د میدان وردګو ولایت په رسنیز ډګر کې فعالیت کول په اصلي هویت خورا ستونزمن کار دی اوهغه ځکه چې زموږ ټولنه یوه دودیزه او له امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان ټولنه ده.”

مېرمن جلیلزۍ د امنیت نشتون ، د ټولنې دودیزوالی، کلتوري محدودیتونه ، ناسم رواجونه او جنسیتي توپیرونه هغه لاملونه وبلل، چې ښځینه خبریالانې یې د خپل نوم ښودلو ته زړه نه ښه کوي او یادې ستونزې لامل شوې ترڅو له خپلو رسنیزو فعالیتونو سره مخه ښه وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله او آزاده خبریاله آغلې پښتنه وردګ وایي:” هغه میرمنې چې په رسنیو کې فعالیت کوي د تولنې له خوا ورته په بد او سپک نظر کتل کیږي او د خپلوانو له خوا، نه یوازې دوی بلکې کورنۍ یې هم ګواښل کیږي، نوځکه ښځینه خبریالانې اړ کیږي چې په مستعار نومونو فعالیتونه ترسره کړي چې ښه بیلګه یې د میدان وردګو ولایت تکړه او فعاله ژورنالیسته مرحومه شکیبا څانګه آماج ده.

خدای بښلې څانګه آماج د ټولنې ناسم دید او ټولنیز تاوتریخوالي له کبله په کال۱۳۸۶ د غبرګولي میاشتې په لسمه نیټه د ناپیژانده وسلوالو کسانو له خوا شهیده شوه.  روح یې ښاد او یاد یې دې تل پاتې وي.

د دولت پارلماني چارو په وزارت کې د عامه اړیکو رئيسه آغلې وحیده ښکلې وایي: “هغه میرمنې چې په رسنیو کې فعالیت کوي، د ټولنې له خوا فاسدې او بد اخلاقه ګڼل کیږي او د کورنیو له خوا ورته د شرم په سترګه کتل کیږي چې ښځینه خبریالانې یې اړ کړې دي تر څو خپل اصلي هویت پټ او په مستعار نومونو رسنیز فعالیتونه ترسره کړي.”

مېرمن ښکلې زیاته کړه:” میرمنې د نارینه و په پرتله په رسنیز ډګر کې د کار کولو لپاره خورا لیواله دي ، خو د عامه او ناخوښه ټولنیزو فکرونو له امله نشي کولی دغه سپیڅلي ډګر کې فعالیت ته زړه ښه کړي .”

که څه هم د میدان وردګو ولایت ښځینه خبریالانې د نورو ولایتونو د خبریالانو په شان د بیلابیلو ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم د بیان آزادۍ او د ولس خدمت ته ژمنې دي.

د یادونې وړ ده که چیرې د خبریالانو د ستونزو حل لپاره دولت ، محلي ادارې او اړونده بنسټونه اوچت ګامونه پورته نکړي ، نو یادې ستونزې به مخ په زیاتیدو شي.

عامه پوهاوی ، د ښځینه خبریالانو د وړتیا او مسلکیتوب کچې لوړول ، د کلتوري محدودیتونو په وړاندې مبارزه او د حکومت او اړونده ادارو ملاتړ هغه لارې دي، چې کولی شي د ښځو د رسنیز فعالیت په ښه کیدو او د ټولنیزو ستونزو له منځه وړلو کې اغیزمن رول ولوبوي.

ګزارش: آسیه وردک

 

دوباره کوشش کنید

د سولې لپاره د میرمنو ملي اجماع تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

  ورډک ۹جولای/ ۱۳۹۸۹چنګاښ ۱۸ په میدان وردګو ولایت کې جګړې او زړو مفکورو له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *