قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د سولې لپاره د میرمنو ملي اجماع تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

د سولې لپاره د میرمنو ملي اجماع تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

 

ورډک

۹جولای/ ۱۳۹۸۹چنګاښ ۱۸

په میدان وردګو ولایت کې جګړې او زړو مفکورو له میرمنو او ښځینه ژورنالستانو د ژوند ګڼې آسانتیاوې اخیستې او د هر راز پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.  په ولایت کې د جګړه بس ده تر شعار لاندې یاده غونډه تر سره شوه.

د ښځو چارو رئیسې وحیده ښکلې د خپلې ویناو په ترڅ کې په ټولنه کې د رسنیو ارزښت او اغېز خورا ګټور وباله او خبریالانې یې د نظام او امنیتي ځواکونو د روحیې پیاوړي کولو ته وهڅولې، آغلې ښکلې د خبریالانو سرښندنې او قربانۍ وستایلې نوموړې زیاته کړه: ښځینه خبریالانې د ټولنې او په ځانګړې توګه د میرمنو هر درد او ستونزې په ښه ډول انعکاس کولی شي او تر مسئولو چارواکو یې رسوي، همداراز یې خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د ښځوچارو ریاست په ټول توان درسره همکار او ملاتړ دی .

د ملي امنیت رییس ښاغلي فراهي او امنيه قومندان ښاغلي صمیمي هم په خپلو خبرو کې خبریالانو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه : هېچا ته به اجازه ور نه کړو څو د خبریالانو په ځورونه لاس پورې کړي او امنیه قومندان ښاغلي صمیمي له خبریالانو سره راپور جوړولو او لرې سیمو ته د ترانسپورت ژمنه هم وکړه.

ښاغلي فراهي د جګړې دکابو کولو په باب له خبریالانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د ناسمو او غیرحقیقي معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله او آزاده خبریاله آغلې پښتنه وردګ وایي ، چې ولایتي اداره باید د خبریالانو او رسنیو د امنیت خوندیتوب په برخه کې ځان مسوول وګڼي او له هغوی سره هر راز مرستې وکړي.

نوموړې په خپلو خبرو کې زیاته خوښي څرګنده کړه ، چې په میدان وردګو ولایت کې د ژورنالستانو پر وړاندې کومه د تاوتریخوالي پيښه نه ده را منځته شوې او ویې ویل چی یادې ژمنې دې باید عمل کې پوره شي ترڅو مثبتې او زړه ښه کوونکې پایلې تر لاسه کړو.

د سولې لپاره د افغانستان میرمنو ملي اجماع د غونډې په پای کې د خبریالانو ټولنې یوه غړې  شریفه هوتک وایي ، چې په میدان وردګو کې د ټولو خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د کار پر وړاندې جګړه یا د امنیت نشتون یو لوی خنډ دی او زیاته یې کړه چې د یادې غونډې په څیر د نورو پروګرامونو جوړول د جګړې په کمولو، هیواد د وګړو او د خبریالانو په خوندیتوب او پرمختګ کې خورا اغیزمنه ونډه  لري.

د حکومت او په هېواد کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز هر اړخیزې هڅې یې وستایلې او د لا همکاریو غوښتنه یې وکړه .

ګزارش: آسیه ورډک

دوباره کوشش کنید

په فراه کې د ښځینه خبریالانو کمرنګه حضور

  ۱۶ د اپریل/ د ۱۳۹۸ د غبرګولي ۲۶ جګړه او نا امني ، توپیریز …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *