قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / افغان میرمنې: له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې باید زموږ حق خوندي وي

افغان میرمنې: له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې باید زموږ حق خوندي وي

 

وردک

د جولای ۷/د ۱۳۹۸ دچنګاښ ۱۶ مه

یو شمیر میرمنې له طالبانو سره د حکومت ، د امریکا متحده ایالاتونو او یو شمیر نورو سیاسي رهبرانو روانو هڅو ته په مثبت نظر ګوري ، خو ټینګار کوي ، چې د مذاکراتو په ټولو پړاوونو کې باید د افغانستان د ښځو حقونو ته خاص ارزښت ورکړل شي.

ژورنالیسته او سیاسي فعاله شافعه وردګ وايي ، چې له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې په اړه پیل شوې خبرې اترې هیله بښونکې دي او مثبتې پایلې به ولري.

اغلې وردګ وايي، چې که څه هم نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت په دې برخه کې د ښځو حقونو او لاسته راوړنو خوندیتوب ته متوجه دي ، خو بیا هم په دې برخه کې ځینې اندیښنې شته چې باید حل شي.

میرمن شافعه زیاتوي:” ښځې ویره لري، چې شاید طالبان ، د ښځو ټولې هغه غوښتنې ونه مني، چې دوی یې د نظام په چوکاټ کې غواړي ، او ګمان کیږي په هغه شکل چې ښځې یې غواړي د دوی حقونه د سولې په تړون کې په پام کې ونه نیول شي.”

نوموړې له حکومت او په خاصه توګه د امریکا له متحده ایالاتونو غوښتنه کوي ، چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي او هغه حقونه چې د افغانستان اساسي قانون د دغه هیواد ښځو ته ورکړي ، د سولې په مذاکراتو کې له منځه ولاړ نه شي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله زاهده افغان هم غوښتنه او ټینګار لري، چې باید د سولې د مذاکراتو په ټولو پړاونو کې  ښځې اغیزمنه ونډه ولري.

میرمن افغان زیاتوي:” که څه هم په دې اړه د حکومت او امریکا له لوري موږ ته ډاډ راکړل شوی ، خو طالبان ښايي په دې برخه کې لازمه پاملرنه ونه کړي. موږ له طالبانو هم هیله لرو چې د ښځو لاسته راوړنو او حقونو ته درناوی وکړي.”

یوه بله میرمن چې د سولې په وروستۍ مشورتي لویه جرګه کې یې د کابل د خلکو په استازیتوب ګډون کړی و او نه غواړي نوم یې واخستل شي وایي:” موږ د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د ونډې په اړه د ښځو غوښتنې شریکې کړې او په تفصیل مو خپلې اندیښنې هم څرګندې کړې دي. موږ هیله لرو چې حکومت به د سولې مشورتي جرګې د پریکړه لیک هغې برخې ته هم خاصه پاملرنه وکړي، چې د ښځو غوښتنې پکې ذکر شوې دي.”

دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د لارې په نقشه کې په دې اړه په څرګند ډول یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د سولې په ټولو پړاوونو کې به د هېواد ښځې مناسبه ونډه ولري او د دوی د ټولو حقونو درناوی به وشي او ټولې هغه لاسته راوړنې به یې خوندي وي، چې په تیرو اتلس کلونو کې یې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم په وار، وار دا خبره کړې، چې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې به د ښځو د حقونو درناوی وشي او د دوی ونډه به پکې څرګنده وي. هغه په دې اړه د ګڼ شمیر افغان میرمنو سره هم کتلي او په خپلو څرګندونو کې یې تل په ډاګه کړې ، چې د افغانستان د ښځو حقونه به ضایع نشي او هڅه به وکړي، چې طالبانو ته هم په دې اړه معقول قناعت ورکړي.

ګزارش: آسیه وردک

تصحیح: مرکز حمایت از زنان ژورنالیست در افغانستان

 

دوباره کوشش کنید

په فراه کې د ښځینه خبریالانو کمرنګه حضور

  ۱۶ د اپریل/ د ۱۳۹۸ د غبرګولي ۲۶ جګړه او نا امني ، توپیریز …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *