قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په بغلان کې د سولې په تامین کې د ښځینه خبریالانو ونډه

په بغلان کې د سولې په تامین کې د ښځینه خبریالانو ونډه

بغلان

۲۶ جون/۵ سرطان ۱۳۹۸

سربیره پر دې چې په ګاونډیو هیوادونو کې د سولې په هکله د خبرو اترو لړۍ د افغانستان د حکومت او مخالفو ډلو تر منځ روانه ده او د طالبانو استازي له حکومت او امریکایی چارواکو سره کله نا کله ناستې تر سره کوي، خو په بغلان کې ښځینه خبریالانې اندیښنه لري چې په دې خبرو اترو کې باید د ښځو اتلس کلنې لاسته راوړنې چې د بیان آزادۍ او د رسنیزو فعالیتونو ارزښتونه دي له پامه ونه غورځول شي.

فتانه متوکل چې په بغلان کې یوه فعاله خبریاله ده وایي، له دې کبله چې خلک د دې خبرو اترو په هکله په یوه معلوماتي خلا یا بې خبرۍ کې واقع شوي دي ، نو د راتلونکو او تیرو لاسته راوړنو په خاطر اندیښمن دي.

هغې زیاته کړه:” د بیان ازادۍ ساتنه و دوام د مخ په وده او له جګړې څخه د تیریدو په حال کې هیوادونو لکه افغانستان کې، یوه اړینه اړتیا ده او زه ټینګار کوم چې له رسنیو څخه ملاتړ بنسټونه دې پر حکومت فشار راوړي ، چې د سولې په خبرو اترو کې دې له بیان ازادۍ څخه د ساتنې مسئله جدي په پام کې ونیسي.”

د راډیو رویان مسوول مدیر شفیق الله رویان په بغلان کې د سولې د مشورتي جرګې په هکله د ښځینه خبریالانو اندیښنې پر ځای ګڼي او وایي:” که هغه هیلې او تمې چې د سولې د راتګ په خاطر د لویې مشورتي جرګې د پریکړو او نورو غونډو او ناستو په پایله کې ، د خلکو له غوښتنو او هیلو سره سمې او مثبتې نه وي ، نو نه یوازې د ښځو دوو لسیزو لاسته راوړنې بلکې د رسنیو لاسته راوړنې به هم تر پښو لاندې شي.

بلخوا به د ټولو افغانانو سیاسي، ټولنیز ، فرهنګي او اقتصادي پرمختګونه ، هیلې او امیدونه په اوبو لاهو شي.” د (مادران صلح) کمیټې غړې حلیمه وردګ له دې خبرې سره همغږې ده ، چې د هیواد ښځې او خبریالانې به هیڅکله تیرو اتلسو کلونو ته ونه ګرځي .

هغې وویل:” د مادران صلح کمیټې لکه له ښځو څخه د ملاتړ نورو بنسټونو په شان د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په تیره بیا د رسنیو له لارې د سولې د خبرو اترو ملاتړ په خاطر په خبرو اترو کې یې تل د ښځو له حقونو څخه ملاتړ کړی او خپل غږ یې اوچت کړی دی، ځکه چې سوله د افغانستان د ټولو وګړو حق دی، خو نباید د ښځو حقونه په تیره بیا د ښځینه خبریالانو حقونه او د بیان آزادي او ولسواکي په کې له پامه وغورځول شي.”

مینا وزیري چې د یوه ښوونځي ښوونکې ده وایي، چې د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو، د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو اندیښنې پر ځای دي. هغې زیاته کړه:” موږ افغان ښځې د خبرو اترو له دواړو لورو غوښتنه کوو چې هغوی دې د بیان ازادۍ ارزښتونه ، د رسنیو ازاد فعالیت او په رسنیو کې د ښځو کار او فعالیت په دې خبرو اترو کې په پام کې ونیسي.”

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې د ۳۰ تنو په شاوخواکې ښځینه خبریالانو او مدني فعالینو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د اعلامیې په لاسلیک کولو خپلې اندیښنې د سولې په هکله د وروستیو خبرو اترو له کبله څرګندې کړې. د دوی په وینا ، چې هیڅ یو د خبرو اترو طرف نشي کولی د حکومت ، مدني ټولنو او رسنیو څه باندې دوو لسیزو لاسته راوړنې له پامه وغورځوی.

ګزارش: آمنه وردګ

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *