قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د رسنیو خلاف د طالبانو د اعلامیې په وړاندې د رسنیو د مسوولانو او ملاتړ بنسټونو غبرګون

د رسنیو خلاف د طالبانو د اعلامیې په وړاندې د رسنیو د مسوولانو او ملاتړ بنسټونو غبرګون

 

 

کابل

د جون ۲۴ /  ۱۳۹۸ د چنګاښ ۳

د افغانستان د ژورنالستانو فدراسیون ، د رسنیو ځینو بنسټونو او د هېواد د رسنیو ځینو استازو د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې، د طالبانو د هغه اعلامیې په هکله چې که هره رسنۍ د دوی پر ضد تجارتي اعلانونه نشروي، نو د دوی له برید سره به مخامخ کیږي، په وړاندې غبرګون وښود او د طالبانو دغه اعلامیه یې د رسنیو د کار او خبر رسونې د بهیر په وړاندې خنډ او خلاف وبلله او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې په خپل نظر یا دریځ کې بدلون رامنځته کړي.

د افغانستان د خبریالانو اتحادیې رئیس فهیم دشتي د رسنیو د مدیرانو او استازو په استازیتوب د طالبانو دغه اعلامیه د نه منلو وړ وبلله او زیاته یې کړه چې د رسنیو او بیان د آزادۍ ګواښل په هیڅ عنوان د منلو وړ نه دي او د دغه اعلامیې موخه پر بیان آزادۍ او د هیواد پر رسنیو برید دی. هغه زیاته کړه:” لکه څنګه چې کورنۍ رسنۍ د هیواد د قوانینو په چوکاټ کې کار کوي، نو هیڅ ډله د دغه رسنیو د ګواښلو او سپکاوي حق نلري.”

بلخوا بیا د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړي د هیواد د رسنیو حد او حدود د قانون په چوکاټ کې وبلل او ویې ویل:” هیڅ وګړی او ډله نشي کولی د بیان آزادي او د رسنیو فعالیت په هیواد کې تر فشار لاندې راولي.”

همداشان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نیکزاد د دغه اعلامیې د رد کولو تر څنګ وویل چې ، د رسنیو کړه وړه او فعالیتونه بې طرفانه دي او هیڅ یوه ډله نشي کولی د مطبوعاتو فعالیت ودروي او د بیان آزادي چې د حکومت د وروستیو څو کلونو ستره لاسته راوړنه ده مخه ډب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو د چنګاښ په څلورمه د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې کورنیو رسنیو ته ګواښ وکړ چې که خبري بنسټونه تر یوې اوونۍ د دوی پر ضد خپل تجارتي اعلانونه ونه دروي، اړوند بنسټ ، خبریالان او کارکوونکي به یې تر وسلوال برید لاندې راولي.

 

 

دوباره کوشش کنید

په فراه کې د ښځینه خبریالانو کمرنګه حضور

  ۱۶ د اپریل/ د ۱۳۹۸ د غبرګولي ۲۶ جګړه او نا امني ، توپیریز …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *