قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په فراه کې د ښځینه خبریالانو کمرنګه حضور

په فراه کې د ښځینه خبریالانو کمرنګه حضور

 

۱۶ د اپریل/ د ۱۳۹۸ د غبرګولي ۲۶

جګړه او نا امني ، توپیریز چلندونه ، ښځینه خبریالانو ته د رسنیو د مسوولانو لخوا د کم امتیاز ورکړه او ښځو ته د روزنیزو پروګرامونو نشتون ، په فراه کې د ښځینه خبریالانو د حضور د کموالي لامل شوی.

مرسل امیري هغه خبریاله ده، چې څه وخت مخکې یې خپله دنده پریښې ده ، هغه وایي:” په فراه کې ښځو ته په رسنیو کې د کار کولو شرایط ډیر ستونزمن شوي دي.”

د هغې په وینا، چې  کم معاش دوه ګوني توپیریز چلندونه او ښځینه خبریالانو ته د کاري مناسبو شرایطو نشتون په دغه ولایت کې سبب شوي چې ډیری ښځې خپلې رسنیزې دندې پریږدي.

د فراه د یوې رسنۍ مسوول مدیر د دې ستونزې په اړوند وایي، چې نورو کلونو ته په کتو ، په رسنیو کې د ښځو ونډه په دې ولایت کې پیکه شوې ده. هغه وایي:” تیرو کلونو ته په کتو، په رسنیو کې د ښځو د ونډې کموالی د رسنیو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکزونو نشتون دی.”

که څه هم ښاغلی پیروز دا مني چې درې ، څلور کلونه مخکې ښځو په رسنیو کې د کار کولو لیوالتیا درلوده، خو له بده مرغه د کاري مناسبو شرایطو نشتون ، د رسنیو د  مالي ستونزو زیاتیدل او د ټولنیزو ستونزو شتون د دې سبب شو چې ښځې په رسنیو کې له کار کولو لاس په سر شي. د پیروز په وینا:” په روښانه توګه ویلی شو چې یاد شوي عوامل په رسنیو کې د ښځو د ونډې د کموالي سبب شوي دي.”

په همدې حال کې د اطلاعات او فرهنګ رئیس بنیامین بارز وایي:” په اوسنیو شرایطو کې د ښځینه خبریالانو ونډه ډیره اړینه ده ، چې په مدني ټولنو کې باید تر ډیره ونډه ولري . خو لکه څنګه چې موږ یې تمه لرو په دې ولایت کې د ښځو ونډه د پام وړ نه ده.”

د ښاغلي بارز په وینا،  د ښځو د تخصص او وړتیاوو  ټیټوالی او همداشان په مالي برخه کې د رسنیو ستونزې ، ټول هغه عوامل دي چې په رسنیو کې د ښځو د پیکه  ونډې سبب ګرځیدلي او ښځې رسنیز مسلک  ته کمه لیوالتیا ښيي.

هغه زیاتوي:” موږ د اطلاعاتو او مطبوعاتو د مسوولانو په توګه د ښځینه خبریالانو د ستونزو د حل په خاطر تر وروستۍ کچې هڅه کوو.”

په فراه کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې له ستونزو په داسې حال کې شکایت کیږي، چې په تیر یوه کال کې شپږ تنه ښځینه خبریالانو د بیلابیلو ستونزو له کبله خپلې دندې پریښې دي او د ځینو نورو ونډه بیا په رسنیو کې د تیر په پرتله کمه شوې ده.

گزارش: پریسا زماني

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *