قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د میدان وردګو په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شتون مخ په کمیدو

د میدان وردګو په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شتون مخ په کمیدو

 دی میدان وردک
د ۱۳۸۹ د ثور۲۵مه د میدان ښار
رسنۍ د ټولو کور دی او د ټولنې دواړه برخه وګړي ښځې او نارینه دا حق لري، چې د وړتیا او مسلکیتوب په صورت کې پکې کار وکړي.
په تېرو اوولسو کلونو کې د افغانستان یوه مهمه لاسته راوړنه د هېواد په کچه د بیان آزادي او د رسنیز بهیر پياوړتیا بلل کیږي، چې د کابل په ګډون په ګڼ شمیر ولایتونو کې ګڼ شمیر آزادو رسنیو په فعالیت پیل کړی، خو میدان وردګ یو له هغه ولایتونو څخه بلل کیږي، چې په دې برخه کې تر نورو وروسته پاتې بلل شوی دی.
که څه هم میدان وردګ پلازمینې کابل ته په نږدې واټن کې پروت دی، خو د ملي راډیو تلویزیون په ګډون محدود شمیر غږیزې او چاپي رسنۍ په کې فعالیت کوي. اوس مهال میدان وردګو کې شاوخوا ۱۰ تنه ښځینه رسنیزې کارکوونکې شتون لري، چې په بیلابیلو چاپي او غږیزو رسنیو کې فعالیت لري. دا په داسی حال کې ده چې په کال ۱۳۹۷ کی د ښځینه خبریالانو شتون ۱۵ تنه و.
د اطلاعات او کلتور ریاست د معلوماتو آمر ښاغلی نجیب الله فکرمن هم د یادې موضوع په اړوند وایي، چې په دغه ولایت کې د رسنیو د ښځینه کارکوونکو د فعالیت کمیدو او د دندو پریښودلو لاملونه د امنیت نشتون، کلتوري محدودیتونه، د مسلکي وړتیا او ظرفیت لوړولو د پروګرامونو نشتون، جنسیتي او نژادي توپیرونه ، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د معلوماتو د نه ورکړې فرهنګ او ورته نورې ستونزې هغه لاملونه وبلل چې په میدان وردګو کې یې د ښځو رسنیز او د اطلاع رسونې فعالیتونه ټکني کړي دي. همداشان د ښځو چارو رئیسه آغلې وحیده ښکلې بیا د ښځینه خبریالانو د کمیدو لاملونه، د ښځینه خبریالانو نه مسلیکتوب او په دولتي او غیر دولتي ادارو کی د جنسیتي او نژادي توپیرونو شتون په ګوته کوي .
شریفه هوتک د یوې خصوصي غږیزې رسنۍ پخوانۍ کارکوونکې وایي ، چې د ځاني خوندیتوب نشتون او د کموامتیازاتو ورکړه ، د ښځینه خبریالانو د نشتون لاملونه دي ، چی دغه ستونزې د حکومت او اړونده ادارو له پامه هم غورځیدلې دي. که څه هم میدان وردګ ، پلازمینې کابل ته په ۳۵ کیلو مټرۍ کې پروت دی، خو د امنیت نه شتون یې د ډېرو کارونو مخه نیولې چې پکې ډېری رسنۍ ټولنیزې خپرونې لري ، چې په کمو لاس ته راوړنو سره بیا هم دوی دې ته ژمنې دي چې د بیان د آزادۍ په اصولو او د ژورنالیزم په چوکاټ کې خپلې خپرونې برابرې او د ټولنې هغه ناخوالې په ګوته کړي چې ټولنه لا هم ورسره لاس او ګرېوان ده.
راپور: آسیه وردک
تصحیح : په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز
 

دوباره کوشش کنید

د رسنیو خلاف د طالبانو د اعلامیې په وړاندې د رسنیو د مسوولانو او ملاتړ بنسټونو غبرګون

    کابل د جون ۲۴ /  ۱۳۹۸ د چنګاښ ۳ د افغانستان د ژورنالستانو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *