قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / په کابل کې د ښځینه خبریالې مینه منګل د وژنې په اړوند د مرکز مطبوعاتي اعلامیه

په کابل کې د ښځینه خبریالې مینه منګل د وژنې په اړوند د مرکز مطبوعاتي اعلامیه

کابل

د می ۱۲ مه / د  ۱۳۹۸ د غوايي ۲۲ مه

په افغانستان کې د ښځينه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی، په کابل کې پر خبریالې مینه منګل وسله وال برید او د هغې په شهادت رسول، په کلکو ټکو غندي او دا ډول بریدونه بشري ضد جنایت ګڼي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشره میرمن فریده نیکزاد، د خدای بښلې منګل کورنۍ او د مطبوعاتو کورنۍ ته د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کې د شهیدې مینې منګل روح ته د الله ج له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي.

مینه منګل په تیر کې د ټلویزیوني خپرونو چلوونکې او خبریاله او په اوس وخت کې د ولسي جرګې کارکوونکې پرون ( د ۱۳۹۸ د غويي په ۲۲ نیټه) په کابل کې د وسله والو موټرسایکل سپرو لخوا ووژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم د دې خبر د تائید تر څنګ وویل ، چې میرمن منګل پرون د دوشنبې په ورځ  د کارته نو په سیمه کې ووژل شوه او قاتلین تښتیدلي دي.

رحیمي زیاتوي ، چې د مینې د پلار په وینا، دا پیښه د شخصي دښمنیو له کبله رامنځ ته شوې. د هغه په وینا د پیښې په اړه څیړنې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې دي ، چې تیر میلادي کال د افغانستان خبریالانو لپاره مرګونی کال اعلان شو، چې په ترڅ کې یې د رسنیو ۲۰ تنه کارکوونکي د ( آزادۍ راډیو ) خبریالې مریم درانۍ په ګډون په هدفمندانه ډول د بیان آزادۍ دښمنانو لخوا شهیدان شول.

په درنښت

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی

 

دوباره کوشش کنید

د مرکز له طرحې څخه د خبریالانو د ملاتړ پر بنسټ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز اعلامیه

له مرکز او ولایتونو څخه ۱۰۰ تنه خبریالان او خبریالانې د ښځینه خبریالانو څخه د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *