قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / وسله والو کسانو په کابل کې د ټلویزیون کارکوونکې او خبریاله ووژله

وسله والو کسانو په کابل کې د ټلویزیون کارکوونکې او خبریاله ووژله

کابل

د می ۱۲ مه / د  ۱۳۹۸د غویي ۲۲ مه

پخوانۍ خبریاله او د ټلویزیوني خپرونو چلوونکې او په اوس وخت کې د ولسي جرګې کارکوونکې مینه منګل، پرون ( د ۱۳۹۸ د غويي په ۲۲) د وسله والو موټرسایکل سپرو لخوا په کابل کې ووژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم د دې خبر د تائید تر څنګ وویل ، چې میرمن منګل پرون د دوشنبې په ورځ  د کارته نو په سیمه کې ووژل شوه او قاتلین وتښتیدل .

رحیمي زیاتوي ، چې د مینې د پلار په وینا، دا پیښه د شخصي دښمنیو له کبله رامنځ ته شوې. د رحیمي په وینا د پیښې په اړه څیړنې پیل شوې دي.

بلخوا بیا د کابل پولیس وایي، چې د مینې منګل په وژنه کې د هغې پخوانی خاوند د ( ولسي جرګې کارکوونکی) ښکیل دی. د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل رسنیو ته وویل:” دوی ” مینه او میړه یې” په داسې حال کې چې سره بیل شوي هم وو، خو خپل منځي دښمني یې هم درلوده او د مینې د پلار د څرګندونو پر بنسټ ، ګواښل شوي هم وو. د دوی مستقیمه ادعا هم د مینې پر پخواني خاوند ده. پولیس یې د نیولو په لټه کې دي ، چې تر اوسه نه دي نیول شوي او له سیمې تښتیدلي دي.”

د مینې منګل ماما زمری د هغې د وژنې په هکله وایي، چې خورځه یې له دغه واده څخه رضا نه وه او دا سبب شوه چې له خپل خاوند څخه بیله شي. د هغه په وینا:” له وژنې یې دقیق معلومات نلرم ، خو په دې خبر یم چې له خپل واده څخه رضا نه وه ، مخکې له واده هم سره خوښ نه وو، همدا لامل شو چې سره جلا شي. ”

دا په داسې حال کې ده چې میرمن منګل نژدې دوه اوونۍ مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، چې د ځینو کسانو لخوا ګواښل کیږي.

میرمن منګل مخکې تر دې د هیواد په ځینو رسنیو کې د ادبي او فرهنګي خپرونو د چلوونکې په توګه دنده تر سره کړې وه. هغې دوه کاله مخکې واده وکړ، چې په پای کې له خپل خاوند څخه جلا شوه.

 

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *