قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / ښځینه خبریالانې له جنسیتي ځورونو اندیښمنې دي

ښځینه خبریالانې له جنسیتي ځورونو اندیښمنې دي

 
کابل
د اپریل ۲۵/ د ۱۳۹۸ د غویي ۵
په رسنیو کې د ښځو د کار کولو په وړاندې د امنیتي ګواښونو، په کاري ساحه کې د لازمو اسانتیاوو نشتون او د خلکو پر منفي ذهنیتونو سربیره، جنسیتي ځورونې هم هغه څه دي چې ښځینه خبریالانې په بغلان کې ورسره مخامخ دي.
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د راپور پر بنسټ ، په دغه ولایت کې ۳ چینل ټلویزیون ، ۹ ستیشن راډیو ، ۵ چاپي رسنۍ او ۳ آنلاین رسنۍ شتون لري، خو د ښځینه خبریالانو د وینا پر بنسټ، د رسنیو په وړاندې د خلکو د منفي لیدلوري له کبله دوی نشي کولی د ټلویزيون پر پرده راڅرګندې شي.
له همدې کبله ډیری ښځینه خبریالانې په چاپي او غږیزو رسنیو کې په کار بوختې دي. د فرحت راډیو د خبر ویانده فتانه متوکل د دغه ستونزو د منلو تر څنګ ، د مرکز ولایتي خبریالې ته وايي، چې ښځینه خبریالانې په کاری ماحول کې له تاوتریخوالي او ځورونو سره مخامخ دي.
میرمن متوکل زیاته کړه:” په ډیری برخو کې چې ښځینه خبریالانې له تاوتریخوالو سره مخامخ کیږي دا خبره له خپلو کورنیو او دفتر له مسوولانو سره نه شریکوي ، ځکه له دندې څخه د ایستلو او په اصطلاح آبرو او عزت له زیانمن کیدو څخه ویره لري. ځکه په داسې دودیز هیواد لکه افغانستان کې تل ښځې تر نیوکه لاندې راځي.”
بلخوا بیا یوه بله خبریاله عاطفه ملک زاده چې کلونه مخکې یې د دغه ولایت له یوې رسنۍ سره دنده تر سره کوله او څه وخت کیږي چې خپله دنده یې پرې ایښې ده وایي، چې سربیره پر اقتصادي ستونزو او د ټولنې دودیزوالي یې د هغه مینې او لیوالتیا له کبله چې له خپلې دندې ( خبریالۍ ) سره درلوده خپلې دندې ته یې ادامه ورکوله ، خو یوازنی لامل چې دا یې له خپل مسلک څخه لرې کړه، په کاري ماحول کې ځورونې وې.
همداشان په دې ولایت کې د یوې انلاین رسنۍ (هنداره) د ولایتي سایت مسوول مدیر نورګل اندړوال وایي ، چې ښځې او نارینه په دې برخه کې یو ډول کار کوي او زیار وباسي ، نو اړینه ده چې ورته یو ډول آنسانتیاوې او د کار مناسب محيط په پام کې ونیول شي.
د اندړوال په وینا چې د ښځو په وړاندې د ځورونې پیښې او ارقام د تیر کال په پرتله زیات شوي دي او ښځینه خبریالانې تر ډیره په خپل کاري ماحول کې له جنسیتي ځورونو سره مخامخ کیږي.
بلخوا بیا په بغلان کې د افغان ښځینه خبریالانو ټولنې مشره حلیمه وردګ په دغه ولایت کې ځورونې د یوې سترې ستونزې په توګه په ګوته کوي او وایي، چې له خبریالانو په تیره بیا له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونه باید د دغه خنډ او ستونزې د راکمولو په خاطر عملي ګامونه اوچت کړي.
میرمن وردګ د دغه ستونزې د زیاتوالي یو لامل په رسنیو کې له قانون څخه د ښځینه کارکوونکو نه پوهاوی ګڼي او وایي، چې دغه ښځو ته باید د پوهاوي پروګرامونه جوړ شي چې دوی له قانون څخه خبرې او د داسې ستونزو د رامنځ ته کیدو په صورت کې له ځان څخه دفاع او خپل غږ اوچت کړی شي.
د هغې په وینا:” د CSIO دفتر یا د ( موسسه بهسازی جامعه) په تیرو څو ورځو کې د ۲۴ تنه ښځینه خبریالانو لپاره یو ورکشاپ جوړ کړ چې دغه پروګرام کې د ښځو په وړاندې د نه تاوتریخوالي قانون، په تیره بیا ځورونو ، په کاري ماحول کې د ښځو ازادۍ او واکونو په هکله د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې بحث او نظرونه شریک شول، چې څنګه ښځینه خبریالانې د خپل کار په بهیر کې احتیاط وکړي او د جنسیتي ځورونو د احتمالي رامنځ ته کیدو په صورت کې ځانونه په امن کې وساتي. دا په داسې حال کې دي، چې بغلان یو له نا امنه ولایتونو څخه دی او په ټولنیزو کارونو خصوصا رسنیو کې د ښځو شتون محدود دی او د ګوتو په شمیر کورنۍ خپلو لوڼو ته اجازه ورکوي چې په دې برخه کې فعالیت وکړي.
گزارش: آمنه وردگ
تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو مرکز

 

دوباره کوشش کنید

د رسنیو خلاف د طالبانو د اعلامیې په وړاندې د رسنیو د مسوولانو او ملاتړ بنسټونو غبرګون

    کابل د جون ۲۴ /  ۱۳۹۸ د چنګاښ ۳ د افغانستان د ژورنالستانو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *