قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / کلامي ځورونه، د ښځینه خبریالانو په وړاندې خنډ

کلامي ځورونه، د ښځینه خبریالانو په وړاندې خنډ

کابل

۱۱ اپریل/ ۲۲ حمل ۱۳۹۸

د ګواښونو، تاوتریخوالي ، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او کم امتیاز تر څنګ ، ټولنیزو ناوړه چلندونو او په لاره او کوڅو کې ځورونو، د ښځینه خبریالانو خپلواکې رسنیزې چارې ټکنۍ کړې دي.

کله چې ښځینه خبریالانې د راپور چمتو کولو او د خلکو د نظر اخستلو لپاره په بازار او عام محضر کې څرګندیږي، د ځینو خلکو له ناوړه چلند او منفي لیدلوري سره مخامخ کیږي. نجوا عالمي په کابل کې هغه خبریاله ده چې له کلامي ځورونې، سپکاوي او ټولنیز بد چلند سره مخامخ شوې ده.

هغه وایي:” کله چې د راپور چمتو کولو لپاره ښار ته ځم، نو د ځینو خلکو له ځورونو او ګواښلو نه ویریږم. کله چې د یوې موضوع په خاطر له چا څخه نظر غواړم، په لومړي سر کې خو نظر نه راکوي او حتا ما مسخره کوي. کله هم ما په اوږه وهي او په چټکۍ رانه تیریږي.”

دا خنډ یوازې په کابل کې د خبریالانو په وړاندې نه دی، بلکې په ولایتونو کې هم ښځینه خبریالانې له دغه ډول ستونزو او خنډونو اندیښمنې دي او هغه د خپلو رسنیزو چارو په وړاندې ستر او ځورونکی خنډ ګڼي. همداشان بلخ چې د هیواد له فرهنګي ولایتونو څخه شمیرل کیږي، هلته هم ښځینه خبریالانې له کلامي ځورونو او بې ادبه خبرو په امن کې نه دي او په یو ډول ترینه ځوریږي.

حمیرا مرادي ، چې په ارزو ټلویزیون کې خبریاله ده وایي:” دوه کاله کیږي چې په ارزو ټلویزيون کې دنده لرم، چې په همدومره وخت کې د راپور جوړولو په بهیر کې چې کله بهر وځم له کلامي ځورونې سره مخامخ شوې یم ، چې راته یې ویلي: د نجلۍ یې څه په دې کارونو؟ یا یې راته ویلي، لاړه شه اې نجلۍ چې هر وخت لویه شوې بیا مصاحبه کوه او همداشان په مسخرو یې راته ویلي زما انډیواله نه کیږې او همدې ته ورته په لسهاوو نورې خبرې دي چې موږ خبریالانې په بازار او لارو کوڅوکې ورسره مخامخ کیږو.” حمیرا زیاتوي، چې د ښځينه خبریالانو مبارزه د داسې خنډونو په وړاندې کول شي، لاره د نورو ښځو د کار لپاره هواره کړي.

 

الینا رسا د جوزجان ولایت بله خبریاله ده ، چې له څلورو کلونو راپدیخوا په خصوصي رسنیو کې فعالیت لري. هغه وایي ، چې کلامي ځورونو تر ډیره په ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو پر کار بد اغیز ښندلی دی. میرمن رسا په افغانستان غوندې ټولنه کې د ښځو کار په اطلاع رسونه او خبریالۍ کې ستونزمن په ګوته کوي.

هغه زیاتوي:” ځینې خلک دي، چې خپل مخالفت د پوچو او بې ځایه الفاظو او خبرو په چوکاټ کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې څرګندوي. خو سربېره پر دې موږ ښځینه خبریالانې تر پخوا په پوره ځواکمنتیا د اطلاع رسونې په برخه کې ګام اوچتوو او هیڅ خنډ او محدودیت نشي کولی زموږ د پرمختګ او کار په وړاندې خنډ شي.”

لرې پراته ولایتونه هم د ښځينه خبریالانو په وړاندې د داسې خنډونو شاهد دي. شګوفه شینوارې هم چې څلور کاله کیږي، د بغلان په راډیو رویان کې د خبریالۍ دنده تر سره کوي ، کلامي ځورونه د یوې ستونزې په توګه په ګوته کوي او وایي، چې د ښځو په وړاندې تر ډیره له ناوړه ناموسي کلمو یا الفاظو څخه کار اخستل کیږي.

د بغلان ټولنه دومره محدوده او تړلې ده ، چې د ښځینه خبریالانو کار ته څوک په درنه سترګه نه ګوري. ناوړه امنیتي وضعیت له یوې خوا او کلامي ځورونې له بلې خوا په دې ولایت کې له ښځو قرباني اخلي. بلخوا بیا د ښځینه خبریالانو د همغږۍ مرکز مشره مکیه منیر وایي:” کلامي ځورونې او د بې ځایه او قهرجنو الفاظو استعمال، د نا امنیو او نورو ستونزو تر څنګ د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې له بنسټیزو ستونزو او خنډونو څخه شمیرل کیږي او وروستۍ کچې ته رسیدلې دي.” د هغې په وینا له بده مرغه ښځینه خبریالانې نشي کولی د راپور چمتو کولو لپاره په ښار او بازار کې راڅرګندې شي.

ځکه ځینې وخت له ناوړه چلندونو او بدو خبرو سره مخامخ کیږي. د میرمن منیر په اند ښار ته د لرې پرتو سیمو د وګړو راتګ او د ښار اوسیدنې د فرهنګ نشتون، په لاره او کوڅو کې د ښځو، په تیره بیا ښځینه خبریالانو په وړاندې د کلامي ځورونو د زیاتوالي لامل شوي.

میرمن منیر د دغه ستونزې د حل لارې په هکله وایي، چې باید په ټولنه کې د ښځو د کار په هکله د رسنیو له لارې د اسپاتونو په شکل د عامه پوهاوي خپرونې جوړې او خپرې شي او همدا شان د تاوتریخوالي په وړاندې د مخنیوي قانون پلي او هغه کسان قانون ته وسپارل شي چې د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو په وړاندې د ځورونې سبب کیږي او دوی ته د قانون په چوکاټ کې جزا ورکړل شي ، چې په دې صورت کې کیدای شي تر یوې کچې دغه ستونزې راکمې شي.

همداشان ارواح پوهه منیره عابد هم په ټولنه کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د کلامي ځورونو او ناوړه الفاظو په هکله وایي:” د ارواح پوهنې له نظره، په یوه ټولنه کې فرهنګي کمزورتیا او د سواد کچې ټیټوالی د دې لامل کیږي چې د ټولنې وګړي یو بل ته احترام ونکړي او د دې تر څنګ د ښځو پر کار او ځواکمنتیا نه باور هم بل دلیل دی چې کله نارینه ویني په ټولنه کې یوه ښځینه خبریاله د ده تر څنګ په پوره ځواکمنتیا کار کوي ، نو غواړي هغه وځوروي او که نور هیڅ نه وي هغې ته د یوې بدې خبرې په کولو روحي زیان رسوي.” کلامي آزار هغه خنډ او ستونزه ده ، چې د ښځینه خبریالانو د خپلواک کار په وړاندې شتون لري.

په ټولنه کې فرهنګي فقر هم د دې لامل شوی چې د ښځو په وړاندې منفي لیدلوری شتون ولري. کله چې یوه خبریاله د یوه راپور چمتو کولو لپاره ښار او بازار ته وځي نو، له بدو نظرونو نیولې بیا تر ناوړه او بدو خبرو، سره مخامخ کیږي. خو سربیره پر دې بیا هم خبریالانې د خبر او راپورونو چمتو کولو لپاره له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه لاس نه اخلي.

گزارش: خالده رشید

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *