قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / ښځینه خبریالانې د ښځو اوچت غږ دي

ښځینه خبریالانې د ښځو اوچت غږ دي

 کابل

۱۱  اپریل/ ۲۲ حمل ۱۳۹۸

سر بیره پر دې چې د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې ستونزې او خنډونه شتون لري ، خو بیا هم دوی د ښځو په تیره بیا د هغو ښځو چې ورسره تاوتریخوالی او توپیریز چلند کیږي او له خپلو حقونو خبرې نه دي، اوچت غږ دي. دوی هغه ښځې دي چې ، ګواښل کیږي، خو بیا هم د ښځو د حق غوښتلو لپاره غږ اوچتوي.

ښځینه خبریالانې تل د ښځو په تیره بیا هغو ښځو له ژوند څخه چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او له خپلو حقونو بې خبرې دي ، د هغوی د ژوند له وضعیت څخه د راپور په جوړولو کې اغیزمنې ثابتې شوې دي . له دغو ښځو یوه هم په هرات کې د څیړنیزو او فیوچري راپورونو خبریاله ستورۍ کریمي ده، چې بیلابیلو سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو ته یې ګزارشونه چمتو کړي.

هغه وایي:” که څه هم د هرات په شان دودیزه ټولنه کې د ښځینه خبریالانو شمیر د ګوتو په شمیر دی، خو د دوی کړنو او کار په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي کچه راټیټه کړې ده. ”

د میرمن کریمي په وینا، چې د ښځو د ځان سوزونې د پیښو کچه اوس راټیټه شوې ده. د هغې په اند، د ځان سوزونې پیښو د کمیدو لامل د ښځینه خبریالانو لخوا عامه پوهاوی او د هغوی لخوا د څیړنیزو راپورونو جوړول دي.

ځکه اوس ښځې پوهیدلې او ځانونه د کورني تاوتریخوالي قرباني نه ګرځوي. بلخوا بیا په کابل کې د بانو ټلویزیون خبریاله عاطفه محمدي ، د رسنیو زیاتوالی او ښځو ته د ځانګړو رسنیو جوړیدل د دوی په ژوند کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي.

هغه وایي چې په رسنیو کې د ښځو فعالیت ، هغو ښځو ته چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، د هیلو یوه دریڅه ګرځیدلې او په یو ډول د دوی د هڅونې سبب هم شوې. چې له کورونو بهر د بیرون نړۍ وګوري. د میرمن محمدي په وینا، چې په رسنیو کې د ښځو شتون د نورو ښځو لپاره یوه الګو یا نمونه شوې او ښځینه خبریالانو د ښځو د ژوند په بیلابیلو برخو په تیره بیا ټولنیزو برخو د راپور جوړولو او دا چې ښځې په دې وتوانیدلې د کور له څلورو دیوالونو راووځي، د طالبانو د تورې دورې پر کړنو د بطلان خط کش کړ.

باید ووایو، نه یوازې د ښځینه خبریالانو د ګزارشونو جوړولو، بلکې په غږیزو او تصویري رسنیو کې د ښځو لپاره ځانګړو خپرونو هم د کلیو او بانډو ښځو پر ژوند د یو ښوونځي په شان اغیز ښندلی دی.

د ننګرهار نرګس راډیو خبریاله او ویانده نفیسه سهار، چې د ښځو لپاره د ځانګړې خپرونې ( ژوند او د ښځو ونډه) چلوونکې ده، د ښځو پر ژوند د دغه خپرونې د اغیز په هکله داسې وایي:” رسنۍ او خبریالان په دې توانیدلي چې په ډیرو لرو پرتو سیمو کې د ښځو اصلي ځای ځایږی په ګوته کړي. ځکه کله چې ښځې دې خپرونو ته ټلیفون کوي او خپلې ستونزې ورسره شریکوي، ستونزو ته یې د حل لارې لټول کیږي او څو ورځې وروسته بیا د ستونزې د حل کیدو په خاطر د مشورو له ورکړې له خپرونې منندویي کوي.”

هغه زیاتوي چې پخوا په ننګرهار کې د ګوتو په شمیر کورنۍ دې ته حاضرې وې چې خپلې لوڼې ښوونځي ته ولیږي څو تعلیم وکړي ، خو په دې وروستیو کې د هغو هڅو له کبله چې رسنیو ، په تیره بیا ښځینه خبریالانو د عامه پوهاوي په برخه کې تر سره کړې، اوس لږ داسې کورنۍ شته چې د خپلو لوڼو د زده کړو په وړاندې خنډ شي.

همداشان د خاور ټلویزیون څیړنیزه خبریاله شیما حسیني وایي، چې په کندز کې سربیره پر دې چې ښځینه مسلکي خبریالانې کمې دي، خو بیا یې هم د نورو ښځو پر ژوند مثبت اغیز ښندلی. هغه وایي، چې ښځینه خبریالانې نورو ښځو ته د مثال نمونه دي او هغوی هم هڅول کیږي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي. په همدې حال کې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه او فعالان هم دا موضوع تائیدوي او د ښځینه خبریالانو له کړنو د خوښۍ په څرګندولو د هغوی کار ستایي.

د افغان شبکې د حق غوښتنې یا داد خواهۍ برخې مسووله او د ښځو د حقونو فعاله روبینا همدرد هم د دې موضوع پر تائید سر بیره وایي:” کله چې رسنۍ د ښځو د ستونزو او خنډونو په هکله راپورونه چمتو کوي، نو په ټولییزه توګه مثبته اغیزه درلودلی شي.”

د میرمن همدرد په وینا ، د افغان ښځو شبکه په دې هکله تجربې هم لري، ځکه کله چې رسنیۍ د تاوتریخوالي کومه پیښه خپروي، نو شبکه او نور مسوول بنسټونه ورته رسیدنه کوي. میرمن همدرد زیاتوي:”

موږ له ډیری پیښو څخه د رسنیو په واسطه خبریږو لکه د سحر ګلې قضیه ( هغه میرمن چې د هیواد په شمال کې اوسیده او شپږ میاشتې د خپل میړه د کورنۍ لخوا شکنجه کیدله ) او همدا رسنۍ لامل شوې چې مسوولین خبر کړي او حتا بهر ته د درملنې په خاطر هم د رسنیو لخوا د حق غوښتنې یا دادخواهۍ له کبله ولیږل شوه.

میرمن همدرد له رسنیو په تیره بیا ښځینه خبریالانو څخه غوښتنه کوي چې د داسې قضیو تعقیبي ګزارشونه هم جوړ او د خلکو تر غوږونو یې ورسوي. د دې په باور، کله چې د تاوتریخوالي په هکله راپور خپریږي، خلک له یوه جرم څخه خبر تر لاسه کوي، خو کله چې د دغو مجرمینو له جزا ورکولو څخه راپور ورکول کیږي، نو د تاوتریخوالي په راکمیدو کې ډیر اغیز درلودلی شي.

ځکه د ټولنې نور وګړي د داسې جرمونو له تر سره کولو ډډه کوي. د پرس کلپ ( له خبریالانو د ملاتړ بنسټ ) رییس عزیز احمد تسل هم د لرې پرتو سیمو پر ښځو د ښځینه خبریالانو د کار پر اغیزمنتوب د ټینګار تر څنګ وایي ، چې ښځینه خبریالانو د تاوتریخوالي پیښو په راکمیدو او ښځو ته د هغوی د حقونو په پوهاوي کې مهمه ونډه درلودلې ده.

د ښاغلي تسل په وینا:” یوه ښځه کولی شي د نورو ښځو درد احساس کړي او د دوی ستونزې د مسوولو چارواکو تر غوږونو ورسوي او همداشان یوه ښځه ښه کولی شي خپلې ستونزې له بلې ښځې سره شرکې کړي.

ویلی شو هغه راپورونه چې ښځینه خبریالانې یې د تاوتریخوالو، ځورونو او نورو موضوعاتو په هکله جوړوي د عام خلکو پر ذهنونو یې اغیز ډیر دی.” هغه زیاتوي، چې ښځې د رسنیو د عامه پوهاوي له لارې د تعلیم، زده کړې، بیان آزادۍ او سالم ژوند له حق څخه خبرې شوې دي. اوس ښځې لکه دوه لسیزې مخکې هغه د طالبانو په توره دوره کې ژوند نه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې په هیواد کې ښځو له څو کلونو راپدیخوا ، سربیره پر ټولو ستونزو په لیوالتیا او مینې په رسنیو کې کار کړی. خو تر اوسه هم پر دغه لاره تګ له خنډونو او ستونزو څخه تش نه دی او تر اوسه هم ذهنونه په رسنیو کې د ښځو د کار کولو په وړاندې آماده نه دي.

گزارش: بهشته ایوبي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د رسنیو خلاف د طالبانو د اعلامیې په وړاندې د رسنیو د مسوولانو او ملاتړ بنسټونو غبرګون

    کابل د جون ۲۴ /  ۱۳۹۸ د چنګاښ ۳ د افغانستان د ژورنالستانو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *