قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په غزني کې د ښځینه خبریالانو شتون ۳۰ سلنه کم شوی

په غزني کې د ښځینه خبریالانو شتون ۳۰ سلنه کم شوی

 

د اپریل ۹ مه / د ۱۳۹۸د وري ۱۷ مه

د جګړې او نا امنۍ تر څنګ د ټولنې دودیزوالی، کم معاش، د ښځینه خبریالانو په وړاندې د رسنیو د مسوولانو دوه ګونی او له توپیر څخه ډک چلند ، په لارو کوڅو کې ځورونې او ښځینه خبریالانو ته د کاري فرصتونو نشتون د غزني په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شتون ۳۰ سلنه راکم کړی دی.

د مرکز موندنې ښیي چې د تیر کال په پرتله د غزني په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی دی. تېر کال په رسنیو کې ۱۵ تنو ښځو شتون درلود ، چې ۵ تنو یې روان کال خپلې دندې پرې ایښې دي.

زهرا نوري چې نوې له دندې ګوښه شوې ، وایي چې په رسنیو کې ښځو ته کار کول ستونزمن شوي دي. د هغې په وینا چې د پوره معاش نشتون ، له ښځینه خبریالانو سره د رسنیو دوه ګونی چلند ، په کوڅه او بازار کې ځورونې او د کاري شرایطو نشتون د دې لامل شوی چې ډیری ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي.

همداشان زینب چې نوې یې دنده پرېښې ده وایي ، چې سر بیره پر جګړې، نا امنۍ او ځاني ګواښونو چې د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو په وړاندې شتون لري ، د ښځینه کارکوونکو په وړاندې د رسنیو د مسوولانو دوه ګونی او سلیقه یي چلند سبب شوی چې دوی خپلې دندې پریږدي.

د هغې په وینا:” ځينې ښځې د رسنیو د مسوولانو لخوا پرته له کوم دلیله له دندو ګوښه کیږي، چې دا کار ، په رسنیو کې د ښځو د شتون د کمښت سبب شوی.”

د رسنیو مسوولان د دې خبرې د تایید تر څنګ وایي، چې په رسنیو کې د ښځو د حضور کمښت بیلابیل دلایل لري.

بلخوا بیا د غزني ملي ټلویزیون رییس نصیر احمد بیان په دې رسنۍ کې د ښځو د ګوښه کیدو سبب د دوی افتخاري کار کول وبلل او زیاته یې کړه، چې هغوی د اړوندې ادارې له اجازې پرته په خبري او فرهنګي خپرونو یا ناستو کې ګډون کولو.

د غزنویان ټلویزیون او سما راډیو مسوولان هم دا ستونزې تائیدوي، خو هغوی په خپلو رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د ګوښه کیدو سبب د دوی د معاش د ورکولو په خاطر د پوره بودجې نشتون ګني. هغو همداشان وایي چې ځینې ښځینه کارکوونکې په خپله خوښه خپلې دندې پریږدي.

همداشان د خوندیتوب کمیټې مسوول جمیل وقار، د دې ستونزو د تائید ترڅنګ وایي چې د دغه ولایت په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کمښت د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د اندیښنې وړ خبره ده. هغه وعده کوي چې د ښځینه خبریالانو د ځاني او کاري خونديتوب لپاره به همکاري کوي. هغه همداشان خبرداری ورکوي، چې که د ښځینه خبریالانو ملاتړ ونشي، په رسنیو کې به د دوی فعالیت تر دې هم کمرنګه شي.

په غزني کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د شته ستونزو له کبله ګیلې په داسې حال کې رامنځ ته کیږي، چې په وروستي یو کال کې د پنځو تنو په شاوخواکې د رسنیو ښځینه کارکوونکې د بیلابیلو دلایلو له کبله ګوښه شوې او یا یې هم خپلې دندې پریښې دي. ویل کیږي، چې په اوس وخت کې تر لسو کمې خبریالانې د غزني په رسنیو کې په دندو بوختې دي، چې د تیر په پرتله یې شمیر کم دی.

گزارش: خدیجه اشرفي

تصحیح:  په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *