قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په فراه کې د ښځینه خبریالانو ۶۰ سلنه کمښت

په فراه کې د ښځینه خبریالانو ۶۰ سلنه کمښت

فراه

 ۱۹مارچ/۲۸حوت ۱۳۹۷

 تاریخ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو مرکز موندنې ښيي، چې د فراه په رسنیو کې د تیر (۲۰۱۸) کال په پرتله د ښځینه خبریالانو حضور کم شوی دی.

د دغه موندنو پر بنسټ ، تیر کال ۱۵ تنو ښځینه خبریالانو د فراه په رسنیو کې شتون درلود، چې په اوس وخت کې یوازې ۶ تنه یې په رسنیو کې فعالیت لري چې پاتې نورو یې د بیلابیلو ستونزو له کبله خپلې دندې پرېښې دي.

مینه یوه د هغو خبریالانو څخه ده ، چې په تیر کې یې د ویاندې په توګه د فراه په يوه سیمه ییزه رسنۍ کې دنده درلوده، خو خپله دنده یې پریښې ، د هغې په وینا:” یو د هغو دلیلونو چې ما خپله دنده پرېښوده، زما د کورنۍ سنتي باورونه او د امنیتي ستونزو شتون و، چې نور یې ماته په رسنیو کې د کار کولو اجازه رانکړه.” د هغې په وينا ، رسنیو د ښځو لپاره سالم محیط یا چاپیریال نه دی برابر کړی، له همدې کبله هغه ښځې چې په رسنیو کې کار کوي، خلک ورته په منفي نظر ګوري.

هغه زیاتوي چې دا یوازې هغه ښځه نه ده چې په رسنۍ کې یې دنده پریښې، بلکې ډیرې داسې ښځې دي، چې د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له کبله یې په رسنیو کې کار کول پریښې دي.

مریم هم بله خبریاله ده چې په دې نژدې وختونو کې یې رسنیز فعالیت پریښی دی. هغه د ټولنې دودیز باورونه د هغې د کار په وړاندې یوازنی خنډ ګڼي. د هغې په وینا:” په رسنیو کې کار کول د ښځو لپاره ډیر ستونزمن دي او د کورنیو دودیزوالی ښځو ته دا اجازه نه ورکوي چې په رسنیو کې فعالیت ولري.”

مریم همداشان زیاتوي، چې له ۸۰ سلنه زیاتې کورنۍ دي چې په رسنیو کې د خپلو لوڼو د کار کولو مخالفې دي چې حتا په رسنیو کې د کار کولو په حالت کې د خپلوانو او د سیمې د خلکو لخوا رټل او ځورول کیږي، چې په رسنیو کې کار کول، په ټولنه او د دوی په شخصي اړیکو هم بده اغیزه کوي.

همداشان په فراه کې د خبریالانو د اتحادیې مشر د ښځو په وړاندې د دغه خنډونو د تائید تر څنګ وایي، چې له بده مرغه بې ځایه دود دستورونه او ټولنیزې ستونزې ښځو ته په ټولنیزو چارو په تیره بیا رسنیو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي.

په فراه کې ښځینه خبریالانې په رسنیو کې د کار کولو په وړاندې د خلکو له منفي انګیرنو او باورونو ځوریږي او له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره، خلک وخت او عامه پوهاوي ته اړتیا لري.

د ویلو ده چې فراه یو له لرې پرتو او نا امنه ولایتونو څخه دی، چې سربیره پر نا امنیو او ګواښونو، د غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو په ګډون یو شمیر رسنۍ هلته فعالیت لري، خو د ښځینه خبریالانو حضور په کې کمرنګه دی.

گزارش: پریسا زماني

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *