غزنی
۲۴ مارچ/۴ حمل ۱۳۹۸
په غزني کې د کب په ۲۷ مه د خبریالانو ملي ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په کې د ځایي چارواکو ترڅنګ ګڼ شمیر خبریالانو هم ګډون کړی و. دې غونډې ته وینا کوونکو خبریالانو د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې د ځایي ادارې له کړنو او همکاریو خوښي څرګنده کړه.
د بي بي سي راډیو خبریال اسدالله جلالزي وویل، چې د تیر په پرتله دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې او تر ډیره یې دې برخه کې ستونزې حل شوې دي. هغه وویل: (( د خوښۍ ځای دی، چې سږ کال له خبریالانو سره د ځایي دولتي مسوولینو لخوا د تاوتریخوالي پیښه نلرو.))
د خبریالانو د ملي اتحادیې مسوول رحمت الله نیکزاد بیا په ډیرو سختو شرایطو کې د خبریالانو فعالیتونه وستایل چې په وینا یې له هرډول ګواښونو او ننګونو سره سره یې د ولس غږ اوچت کړی دی.
همداشان د زن ټلویزیون خبریالې زهرا نوري، په رسنیز ډګر کې فعالو ښځو ته د ظرفیت لوړولو پر پروګرامونو ټینګار وکړ او د خبریالانو پر ملاتړو بنسټونو یې له دې کبله نیوکه وکړه چې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او د خبریالانو د مصوونیت له کمیټې پرته، دې برخه کې یې هیڅ راز پاملرنه نده کړي.
د اطلاعات او فرهنګ رئیس بشیر محمدي بیا خبریالانو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې خبریالانو ته په کاري ډګر کې د آسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی. د یادونې وړ ده چې غزني که څه هم له امنیتي پلوه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ولایت دی، خو له دې سره سره په کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښ هیڅ پیښه په تیر یوه کال کې نده ثبت شوې.
ګزارش: خدیجه اشرفی