قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د میدان وردګو ښځینه خبریالانی د مسلکیتوب په لور

د میدان وردګو ښځینه خبریالانی د مسلکیتوب په لور

میدان وردګ

  د ۱۳۹۸ د وری ۴ مه / د فبروری ۲۴ مه

د میدان وردګو ولایت ښځینه خبریالانو ته د نی مرکزي دفتر په واسطه څلور ورځنی سمینار جوړ شو. دغه سمینار د اساسات خبرنګاري یا د خبریالۍ اساساتو تر عنوان لاندې د وردګو ولایت د اته ښځینه خبریالانو په ګډون، د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۷ مه نیټه پیل او د فبرورۍ په ۲۰ مه نیټه پای ته ورسید.

یاد سمینار د هیواد ۳۴ ولایتونو د هغو ښځینه خبریالانو لپاره چې غواړي په رسنیو کې کار وکړي، په بیلا بیلو دورو کې د (پروژه رسانه) تر عنوان لاندې جوړ شوی و.

د خبریالۍ د اساساتو ترینره آمنه بابک د یاد سمینار او (پروژه رسانه) په هکله داسې وایي:” پروژه رسانه د امریکا هیواد یوه درې کلنه پروژه ده، چې د انټرنیوز لویې رسنیزې شبکې ته ورکړل شوې او په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو ملاتړ د نی دفتر په واسطه پلې کیږي. یاده پروژ درې برخې لري: د خبریالۍ اساسات ، شهروندي ګزارشګري چې په ځانګړې توګه د ښځینه ژورنالستانو لپاره ده او تحقیقي ګزارشګري، چې د ښځینه او نارینه خبریالانو لپاره ده .

اغلی بابک زیاته کړه چی د خبریالۍ اساسات څلور ورځني سمینارونو د ګټورتوب د ارزونې لپاره د یادې پروژې پالیسي دا ده، چې لومړی مخکې له کورس، آزموینه او د ګزارش یا ریپوټ نمونه اخیستل کیږي ، چی بیا له کورس څخه تر فارغیدو وروسته، وروستۍ آزموینه او ګزارش اخیستل کیږي ترڅو د سمینار د محتوا د زده کړې پړاوونه وارزول شي.

د یوې خصوصي غږیزې رسنۍ ریئس انجنیر خالد کریمزی وایي:” د خوښۍ ځای دی چې د میدان وردګو ولایت د ښځینه خبریالانو د مسلکیتوب لپاره د نی دفتر دا پروژه په بریالۍ توګه ترسره شوه.” یاده پروژه د ښځینه خبریالانو د کاري پرمختګ لپاره یوه ګټوره پروژه ده، چی مخکې له دې د سیمه ییزو خبریالانو د ظرفیت کچې لوړولو لپاره د داسې پروژو پلي کول ډیر کمرنګه وو. له حکومت او اړوندو بنسټونو څخه مو هیله دا ده چی د سیمه ییزو خبریالانو د مسلکیتوب د کچې لوړولو ترڅنګ د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د ځاني او مالي خوندیتوب لپاره هم کوټلي ګامونه اوچت کړي.

شریفه هوتک هم چې د یوې خصوصي غږیزې رسنۍ او د کورس ګډونکوونکې ده، وایي:” دغه څلور ورځنی کورس د ښځینه سیمه ییزو خبریالانو د مسلکي کولو او د خبریالۍ د مهارتونو لوړولو لپاره یو مثبت ګام دی. آغلی هوتک د سمینار محتوا په هکله وایي چې د اساسات خبرنګاري سمینار، په اوسنیو نا امنه او دودیزو شرایطو کې ټولنې ته د معلوماتو وړاندې کول ، د ګزارش یا ریپوټ جوړولو مهارتونه ، د سخت او نرمو خبرونو راټولول او لومړی بندي یا اولویت بندي یی، د ورځپاڼو لیکل، د مصاحبې کولو مهارتونه، د متوازن، بی طرفه ، مؤثق او معتبره ګزارشونو برابرول ، د ژورنالیزم اخلاق او دیجیتلي امنیت په اړوند و.

که څه هم میدان وردګ کابل ته په ۳۵ کیلو مټرۍ کې پروت دی، خو د امنیت او مسلکي خبریالانو نه شتون یې د ډېرو کارونو مخه نیولې، چې په کې ډېری رسنۍ ټولنیزې دي او په کمو لاس ته راوړنو سره بیا هم دوی دې ته ژمن دي چې د بیان د آزادۍ په اصولو او د ژورنالیزم په چوکاټ کې خپلې خپرونې برابرې او د ټولنې هغه ناخوالې په ګوته کړي چې ټولنه لا هم ورسره لاس او ګرېوان ده.

راپور: داکتر آسیه وردک

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *