قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د غور خبریالان: سوله باید د نظام او دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې متضمنه وي

د غور خبریالان: سوله باید د نظام او دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې متضمنه وي

غور

د مارچ ۲۴ مه / د ۱۳۹۸د وري ۴ مه

وروسته له دې چې د کب ۲۷ مه د خبریالانو د ملي ورځې په نوم د هیواد په ملي کلیز کې ثبت شوه، خبریالانو د حکومت له دغه کړنې څخه په مننې وویل، چې سوله بايد د نظام او دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې متضمنه وي.

د غور خبریالانو د سولې او په مشروط ډول په هغه کې په رسمي توګه د حکومت د استازي له شتون څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. هغوی ټینګار وکړ چې سوله دې د یوې پلمې په توګه د حکومت د دوولسیزو لاسته راوړنو د له منځه تللو سبب نشي، بلکې د نظام ، د بیان آزادۍ او نورو لاسته راوړنو د ساتنې ضامنه دې شي.

د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې مسوول یار محمد یاور، د خبریالانو د کار په وړاندې د شته ستونزو او خنډونو په هکله خبرې وکړې او خبریالان یې له فساد سره د مبارزې، د عدالت پلي کولو او د ټولنې د پوهاوي د کچې په لوړولو کې د دولت ډاډمن وزر وبلل.

ښاغلي یاور د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د وړتیا لوړولو په برخه کې پاملرنه وکړي، څو خبریالان وکولی شي چې په مسلکي توګه خپلې چارې تر سره کړي. هغه د بیان آزادۍ د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ تر څنګ ، د سولې له خبرو اترو خپل ملاتړ اعلان کړ او د خبرو اترو له دواړو لورو یې وغوښتل چې د بیان ازادۍ ته درناوی ولري او د خبریالانو چې کلونه کلونه یې په دې لار کې قربانۍ ورکړې، ځای ځایږی له پامه ونه غورځوي.

همداشان د ملي راډیوټلویزیون امر علاوالدین محمدي، له حکومت څخه له دې کبله چې ۲۷ د کب یې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم د هیواد په ملي کلیز کې ثبت کړه، د قدردانۍ په څرګندولو وویل، چې د بیان ازادي د حکومت د وروستیو څوکلونو له لاسته راوړنو څخه ده ، چې د سولې په خبرو اترو کې باید د لاسته راوړنو ملاتړ وشي.

بلخوا بیا د غور مرستیال او سرپرست حبیب الله رادمنش، د بیان ازادي د دولت له اتلس کلنو لاسته راوړنو څخه شمیري او وایي، چې دا مهمې لاسته راوړنې باید وساتل شي. هغه له حکومتي ادارو، مدني ټولنو له بنسټونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په هر ډول شرایطو کې له رسنیو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې غور د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو لپاره یو نا امنه ولایت دی او د نا امنیو ترڅنګ، ټولنیزې ستونزې او د ټولنې دودیزوالی، د دغه ښځو د کار په وړاندې لوی خنډونه دي.

گزارش: جمیله کریمي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *