قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د دوهمې کلیزې په ویاړ او د مرکز د یو کلن فعالیت خبرپاڼه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د دوهمې کلیزې په ویاړ او د مرکز د یو کلن فعالیت خبرپاڼه

 

 مارچ ۲۰۱۸ تر مارچ ۲۰۱۹

کابل

افغانستان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز دوه کاله پخوا په رسنیز ډګر کې د یو شمر فعالو ښځو او د بې پولې خبریالانو سازمان په ملتیا رامنځ ته شو.

د دغه مرکز د رامنځته کیدو موخه د بیان آزادي او د ښځینه خبریالانو له حقونو څخه ملاتړ، د مسلکي وړتیاوو لوړول، د خوندیتوب لپاره د آسانتیا برابرول او د رسنیو مدیریت او رهبرۍ برخې ته د ښځینه خبریالانو راتګ دی.

د مرکز د ۲۰۱۸ کال د څیړنو پایلو ته په کتو، د ځینو موندنو پر بنسټ خنډونه او ستونزې پیژندل او په ګوته شوې وې. ښځینه خبریالانې تر ډیره له تبعیض، تعصب او ځورونو ګیله منې وې.

مرکز په دې وتوانید چې د دغه خنډ او ستونزې له منځه وړلو په خاطر د ښځينه خبریالانو په وړاندې د نه ځورونې او په رسنیو کې د دوی د وړتیا لوړولو منشور جوړ او د ښځینه خبریالانو د حقونو د ملاتړ په خاطر په یوه لوی مجلس کې اعلان کړي.

مرکز د هغه بنسټ په عنوان چې د جنسیتي ځورونې موارد یې وپیژندل او اعلان یې کړل، د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې، جنسیتي تبعیض او ځورونې د کمپاین له پیل سره په دې وتوانید چې د رسنیو د مسوولانو پاملرنه له ښځینه خبریالانو څخه ملاتړ او هغوی ته د درناوي په هکله واړوي.

دا منشور تر ۱۰۰ تنو زیاتو خبریالانو، مسوولانو او مدیرانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت د معین په ګډون په مرکز او ولایتونو کې لاسلیک او له هغه څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د وخت په تیریدو تر اوسه هم د رسنیو مسوولان او استازي له دغه کمپاین سره یو ځای کیږي.

د مرکز د رهبرۍ پلاوي، د ښځینه خبریالانو د سازمان داخلي ستونزو د شریکولو او همغږۍ په خاطر د ځینو معتبرو رسنیو لکه:( طلوع، چینل یک، آریانا، میوند، ملي ټلویزیون، شمشاد، ژوندون ، باختر آژانس، د پژواک خبري آژانس او … سره د ښځینه خبریالانو د حقوقي ملاتړ په خاطر مخامخ لیده کاته وکړل ، چې هغوی هم د دغه منشور په پای کې په لاسلیک ، له ښځینه خبریالانو خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه لیده کاته د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې د خنډونو د څرنګوالي او د هغو د حل په خاطر د لارو چارو لټولو په موخه له حکومتي چارواکو سره هم تر سره شول. مرکز په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د نه تاوتریخوالي منشور د کمپاین په دوام د ښځینه خبریالانو او د مدني ټولنو د استازو له حقونو څخه د ملاتړ په موخه ” هغه نو ماندانو ته رایه ورکړئ، چې د ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ کوي” کمپاین د تلې په ۴ مه د سپټمبر په ۲۶ مه پیل کړ.

د دغه کمپاین موخه په ټولټاکنو کې د ښځو د ونډې زیاتیدل او له هغو نوماندنو ملاتړ دی چې د ښځو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ کوي. په دغه کمپاین کې د ۱۰۰ تنو په شاوخواکې د ولسي جرګې نوماندانو په مرکز او ولاتونو کې د اعلامیې په لاسلیکولو خپل ملاتړ څرګند او ژمنه یې وکړه چې د ملت کور ته د لار موندلو په صورت کې به په قوانینو( د ټولييزو رسنیو قانون او د ښځو په وړاندې د نه تاوتریخوالي قانون) کې د مثبت بدلون په خاطر د مرکز له طرحې څخه ملاتړ او هغه به پلی کړي. چې دا حرکت د ډیری نوماندانو او مدني ټولنو د استازو د پام وړ وګرځید.

همداشان مرکز په دې وتوانید چې د وروستي یو کال په ترڅ کې د انټرنیوز په مرسته درې رسنیز بنسټونه: د میوند خصوصي ټلویزیون ، د باختر خبري آژانس او د آریانا راډیو ټلویزیون د جنسیتي اړخه وارزوي .

د دغه ارزونې موخه په بنسټونو کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د خنډونو او ستونزو په ګوته کیدل په تیره بیا د پالیسیو پلي کول دي. باید ووایو چې د مرکز موندنو ښودلې ، له بده مرغه د ښځینه خبریالانو په وړاندې خنډونه او ستونزې لاهم شتون لري او پالیسۍ یا کړنلارې هم لکه څنګه چې اړینه ده نه پلي کیږي.

د خبریالانو د مسلکي ځواکمن کیدو او خوندیتوب په برخه کې هم مرکز توانیدلی، چې د بې پولې خبریالانو سازمان او انټرنیوز په مرسته د ۵۰ تنو ښځینه خبریالانو لپاره د ګټورو زده کړو شرایط برابر کړي. د بې پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په مرسته، په کابل کې د ټاکنو پر مهال د خوندیتوب لارښود پروګرام جوړ کړ.

په دغه پروګرام کې له خطر سره مخ سیمو کې د خبریالانو د خوندیتوب لارو چارو او په ټاکنو کې د خبریالانو راپور ورکولو په بهیر کې د خوندیتوب په هکله ۱۵ تنو ته زده کړې ورکړل شوې. د ځینو ښځینه خبریالانو په وینا، د خوندیتوب دغه پروګرام له دوی سره ډیره مرسته وکړه او په دې وپوهیدې، چې څه ډول کولی شي، د جګړې او خطر سیمې تر پوښښ لاندې راولي .

دا کار سبب شو، چې له خطر څخه خوندي پاتې شي. د مرکز د رهبرۍ پلاوی په داسې حال کې چې د سولې په هکله د هر ډول خبرو اترو هرکلی کوي، خو څه وخت مخکې یې د ښځینه خبریالانو د اندیښنو په خاطر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه ، چې په مرکز او ولایتونو کې د ډیری ښځینه خبریالانو له ملاتړ او هرکلي سره مخامخ شوه.

دا اقدام د ( سوله د ښځینه خبریالانو د حقونو له تضمین سره نښلوو او پرته د رسنیو آزادۍ او د ښځینه خبریالانو له حضور څخه به هیڅ سوله تلپاتې نه وي.) شعار ترعنوان لاندې کمپاین د مخکینیو کمپاینونو لړۍ دوام لري. ښځینه خبریالانو او مدني ټولنو د دغه بیانیې په پای کې په لاسلیک او په دې اړه چمتو شوو اختصاصي ګزارشونو په ترڅ کې خپلې اندیښنې له مرکز سره شریکې کړې او له دولت، د سیمې له هیوادونو او نړیوالې ټولنې، څخه یې وغوښتل، چې د سولې په خبرو اترو کې د بیان آزادي او په رسنیو کې د ښځو حضور چې د ۱۸ کلونو ک لاسته راوړنې دي له خطر سره مخامخ نشي .

مرکز غواړي د دغه کمپاین په پلي کولو، خبریالان او فرهنګي او مدني ټولنې د هېواد په کچه یوځای کړي او د دغه کمپاین له لارې یې اندیښنې د سولې مذاکره کوونکو ته په هیواد او بهر کې ورسوي. ځکه مرکز په دې باور دی چې د سولې په خاطر خبرې اترې، نباید د ښځو په وړاندې د تاتریخوالې پر ضد مبارزه تعدیل کړي. مرکز ژمن دی چې د ښځینه خبریالانو له حقونو او حضور څخه د ملاتړ په خاطر دغه د حق غوښتنې کمپاینونو ته دوام ورکړي او د فرهنګي او مدني بنسټونو سره په همغږۍ د ښځينه خبریالانو د امنیت ، ځاني او رواني خوندیتوب لپاره مبارزه او د حل لارې ولټوي.

همداشان د ښځینه خبریالانو د برابرو حقونو د تامین او دوی ته په پریکړه ییزو بوردونو کې د ځای ورکولو په خاطر د رسنیو او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او فدراسیون له مسوولانو سره اختصاصي خبرې وکړي. د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز توانیدلی د یوه فوکل پاینټ په عنوان له یوه مشخص آدرس او یوه با اعتباره بنسټ په توګه د ۱۰په شاوخوا کې بیلابیلې د ګواښونو، سپکاوي، ځورونې ، تبعیض او همداشان د معاش نه ورکولو او نابرابر امتیاز قضیې ثبت او د همکارو بنسټونو سره یو شمیر ته یې رسیدنه وکړي او د حل لاره ورته ومومي او شکایتونو ته يې رسیدنه وشي. مرکز په ۱۲ ولایتونو کې استازي او مسلکي او فعالې خبریالانې لري او ژمن دی چې تر راتلونکي (۲۰۲۰) کال به دغه شمیر ۲۰ ولایتونو ته ورسوي او د ښځو مسایل او د ښځینه خبریالانو وضعیت به په مرکز او ولایتونو کې په پراخ ډول وڅیړي .

مرکز همداشان د تخصصي او تحصیلي وړتیا لوړولو په موخه ۴ تنه ښځینه خبریالانې د لسانس تحصیلي بورسونو او یوه کلن دیپلوم ته معرفي کړې ، چې له نیکه مرغه دوه تنې یې د هندوستان په هیواد کې په زده کړو بوختې دي چې دا لړۍ په راتلونکي نوي هجري شمسي کال کې هم دوام لري. په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز توانیدلی چې په ۲۰۱۸ کې تر ۱۰۰زیات ګزارشونه او اعلامیې د ښځينه خبریالانو او بیان آزادۍ د وضعیت په هکله په خپل ویبسایټ او ټولنیزو شبکو کې خپرې کړي.

د ځینو راپورونو تر خپریدو وروسته د ښځینه خبریالانو پر وضعیت او کاري چاپیریال کې مثبت بدلون راغلی، چې بیلګې یې په مرکز کې ثبت دي. مرکز توانیدلی چې د اړیکو د ټینګښت او ښه کاري انسجام په خاطر د ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او د افغانستان د خبریالانو فدراسیون سره همغږي رامنځ ته کړي. د مرکز مسووله د فدراسیون په استازیتوب وتوانیدله ، چې د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د غړې په توګه د ښځینه خبریالانو په وړاندې خنډونه او نور مسایل په مستقیم ډول په ګډه کمیټه کې مطرح کړي ، چې د اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ ورته د حل لارې ولټول شي.

مرکز په داسې حال کې چې د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې څخه د خبریالانو د وژنې ، تاوتریخوالي او ګواښونو د قضیو څیړلو په خاطر مننه کوي، غواړي چې ژر تر ژره دې نا څیړل شوې دوسیې او د ښځینه خبریالانو د وژنو قضیې وڅیړل شي او عاملان یې دې د محکمې میز ته راوکښل شي .

په درنښت په افغانستان کې د ښځينه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی

دوباره کوشش کنید

په تخار کې د دوو سیمه ییزوو خبریالانو د شهادت په تړاو د مرکز مطبوعاتي اعلامیه!

کابل ۶ د فبرورۍ / د ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۷ مه په افغانستان کې د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *