قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د سولې په پروسه کې دې د ښځو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي

د سولې په پروسه کې دې د ښځو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي

 

 

وردگ

د فبرورۍ ۱۰/ د سلواغې ۲۱ مه/۱۳۹۷

د میدان وردگو یو شمیر میرمنې او مدني فعالانې له وسله والو طالبانو سره د سولې په روانه پروسه کې د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي، خو ټینګار یې دا دی، چې په دغه پروسه کې باید د ښځو ونډې ته خاصه پاملرنه وشي. دوی وايي په هېواد کې د روانو ناخوالو او جګړو د حل لپاره روان سیاسي اقدامات اغیزناک دي او باید جګړې ته له سیاسي لارې د پای ټکی کیښودل شي.

د میدان وردګو د سولې د عالى شورا استازى حاجي مومن ملاخیل وایي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په روانه  پروسه کی باید هغه ارزښتونه قرباني نشي، چې په تیرو اتلسو کلونو کې ورته مبارزه شوې ده او افغان حکومت دې هم ورته د درناوي په سترګه وګوري.

ښاغلي ملاخیل زیاته کړه چې د سولې په روانو خبرو اترو کې باید ښځینه ژورنالستانو، ښځینه مدني فعالانو، ځوانانو او د هر قوم استازو ته ونډه ورکړل شي.

یوه مدني فعاله او د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکې آغلې پښتنه نوري، چې فعلاً په کابل کې لوړې زده کړې کوي او د پوهنتون محصله ده وايي:” زه له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه د افغان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتونو د روانو هڅو ملاتړ کوم او ورته خوشبینه یم، خو حکومت ته زما وړاندیز دا دی، چې په دې پروسه کې باید د افغان ښځو د حقونو درناوی وشي، ځکه چې په تیرو څو کلونو کې د افغان ښځو په ژوند کې یو څه پرمختګ شوی او لازمه ده، چې دغه پرمختګونه د سولې قرباني نشي.”

آغلي نوري زیاتوي:”  دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی، چې د سولې په عالي شورا او د سولې په اړه د افغان حکومت په نوي تشکیل شوي بورډ کې ښځې ونډه لري او ښځو ته هم پکې عضویت ورکړل شوی، خو دا عضویت باید سمبولیک او نمایشي نه وي.”

په ورته وخت کې یوه بله میرمن، چې په میدان وردګو کې د نجونو د ښوونځي ښوونکې ده او نه غواړي، چې نوم یې واخیستل شي، وايي:” له کومې ورځې مې ، چې د سولې په اړه د عملي اقداماتو خبر اوریدلی ډیره خوشحاله شوې یم، ځکه چې سوله د ټولو افغانانو په خیر ده، اما تر څنګ یې داسې خبرونه هم اورم، چې ماته د مایوسۍ احساس راکوي، زه ویریږم، چې په سوله کې د هیواد د ښځو شته آزادۍ قرباني نشي، زه له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه کوم، چې په خپلو سیاسي مسایلو کې باید د ښځو ژوند ته پاملرنه وکړي، ځکه د تیرو څو لسیزو او جګړو په جریان کې د نارینه وو په نسبت ښځو زیاتې ستونزې لیدلې او لا یې هم ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ دی، زموږ هیله دا ده، چې طالبان باید سولې ته غاړه کیږدي او د هغو حقونو، چې د اسلام په مبارک دین کې ښځو ته ورکړل شوي درناوی وکړي.”

یادې میرمنې غوښتنه کوي، د ښځو هغه جرګه، چې د سولې عالي شورا غړې او یو شمیر د ښځو د حقونو فعالانې په کې برخه لري میدان وردګو ته هم سفر وکړي او د دغه ولایت د ښځو وضعیت هم له نږدې وګوري، د دوی ستونزې واوري او خپلې هغه مشورې ورسره شریکې کړي، چې د سولې په روانه پروسه کې د میدان وردګو میرمنو ته اړینې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت او د افغانستان د سولې عالي شورا، تل له طالبانو سره د سولې په اړه په خپلو څرګندونو کې د هېواد ښځو ته ډاډ ورکړی، چې د سولې او نورو  سیاسي اقداماتو کې به ښځې له یاده ونه ایستل شي بلکې د دوی ټولو حقونو او ونډې ته به خاصه پاملرنه وشي.

میدان وردګ یو له هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي، چې په حکومتي ادارو کې یې د ښځو ونډه ډیره کمه او په اکثریت ولسوالیو کې یې د نجونو ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي دي. د دې ترڅنګ د دغه ولایت په اکثریت ولسوالیو کې د کلتوري مسایلو له امله ښځې نشي کولای چې په سیاسي او ټولنیزو بهیرونو کې ونډه واخلي او له دې لارې خپل غږ اوچت کړي.

راپور: آسیه وردګ

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *