قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / په تخار کې د دوو سیمه ییزوو خبریالانو د شهادت په تړاو د مرکز مطبوعاتي اعلامیه!

په تخار کې د دوو سیمه ییزوو خبریالانو د شهادت په تړاو د مرکز مطبوعاتي اعلامیه!

کابل

۶ د فبرورۍ / د ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۷ مه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی په تخار کې د ( همصدا) پر راډیو برید او د دغه راډیو د دوو تنو خبریالانو په شهادت رسول ، په کلکو ټکو غندي او دا ډول بریدونه بشري ضد جنایت ګڼي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشره میرمن فریده نیکزاد، د همصدا راډیو همکارانو او د مطبوعاتو کورنۍ ته د ډاډګیرنې څرګندولو تر څنګ ، د دغه پیښې د شهیدانو روح ته دعا او د الله ج له دربار څخه ورته د فردوس جنت غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي:” په رسنیو برید، د بیان پر آزادۍ برید دی ، خو تروریستان دې ډاډمن اوسي، چې دغه غیر انساني او غیر اسلامي بریدونه نشي کولی د رسنیو اوچت غږ چوپ کړي.”

د (۱۳۹۷ د سلواغې په ۱۶ مه نیټه) د ماښام د شپږ بجو شاوخوا، پر (همصدا) راډیو وسلوال برید کې د دغه راډیو دوه تنه کارکوونکي، خبریال شفیق آریا او د راډیویي خپرونو چلوونکی رحیم الله شهیدان شول، چې تر اوسه هیڅ چا او هیڅ کومې ډلې د دغه پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخستی او سبب یې هم نه دی معلوم .

دا په داسې حال کې ده ، چې تیر میلادي کال د افغانستان خبریالانو ته تر ټولو خونړی کال و، چې پکې د ۲۰ تنو په شاوخواکې رسنیزو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په درنښت

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی

 

 

 

دوباره کوشش کنید

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د دوهمې کلیزې په ویاړ او د مرکز د یو کلن فعالیت خبرپاڼه

   مارچ ۲۰۱۸ تر مارچ ۲۰۱۹ کابل افغانستان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *