قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د کندز ښځینه خبریالانې: د سولې په خبرو کې د حقونو او بیان د آزادۍ خوندیتوب غواړو!

د کندز ښځینه خبریالانې: د سولې په خبرو کې د حقونو او بیان د آزادۍ خوندیتوب غواړو!

د فبرورۍ ۳ مه / د ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۳ مه

په کندز کې ښځینه خبریالانې، د سولې خبرو اترو د بهیر د څرنګوالي او څنډې ته د ښځو او بیان آزادۍ د ایستلو څخه د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وایي:” موږ داسې سوله نه غواړو چې پکې د ښځو او رسنیو ونډه په پام کې ونه نیول شي.”

دغه ښځو د خپلو خبرو په ترڅ کې خپلې اندیښنې له مرکز سره شریکې کړې او ویې ویل، چې د بیان آزادي، رسنۍ او د ښځو ونډه په رسنیو کې له هغو لاسته راوړنو دي، چې نژدې له دوو لسیزو راپدیخوا په افغانستان کې بیساري شمیرل کیږي او دا لاسته راوړنې باید له پامه ونه غورځول شي.

خبریاله شکوه عیسی زی وایي، چې له طالبانو سره  به د سولې خبرو اترو ته هغه وخت خوشبینه اوسو چې وروسته د سولې له راتګه په رسنیو کې د ښځو ځای ځایګی او ارزښت ساتل شوی وي. هغه زیاتوي:” د بیان آزادۍ په لاره کې زموږ کار او زیار باید له پامه ونه غورځول شي. موږ په ډیرو له ستونزو ډکو شرایطو او په یوه نا امنه ولایت کې خپلې دندې ته ځو او له هر راتلونکي خطرناک وضعیت څخه اندیښنه لرو.”

شکوه همداشان زیاتوي، چې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه او نړیواله ټولنه چې تر یوه نیمه لسیزه زیات یې په رسنیو کې د ښځو د ونډې او وړتیا لوړولو برخو کې کار کړی، پرینږدي چې دا ۱۸ کلنې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

همداشان په کندز کې د راډیو صدا خبریاله حسنا جنت وایي، چې سوله د ټولو اړتیا ده ، خو په اوسنۍ ټولنه کې پرته د ښځو له ونډې کومه معنا نلري. ښځې باید په ټولو برخو کې ګډون ولري او د سولې خبرې اترې هم څرګندې وي او د ښځو په هکله چې هره پریکړه کیږي ، دوی باید ترې خبرې وي.

میرمن جنت د سولې په هکله له روانو خبرو اترو اندیښمنه ده. هغې زیاته کړه:” د سولې په خبرو کې دې په رسنیو کې د ښځو ونډه له پامه ونه غورځول شي ، ځکه چې د ۱۸ کلونو په ترڅ کې ښځو ډیرې ستونزې وزغملې تر څو دې ځای ته راورسیدې. زموږ غوښتنه د ښځینه خبریالانو له ملاتړ کوونکو څخه دا ده چې زموږ د حقونو ملاتړ وکړي.”

ښځو په افغانستان کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په لار کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي او خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر یې مبارزه کړې او نه غواړي قربانۍ یې له پامه وغورځول شي.

میرمن صالحه سعدي چې په یوه خصوصي پوهنتون کې ښوونکې ده وایي ، چې سوله د خلکو په ژوند په تیره بیا د افغان ښځو په ژوند کې ډیر ارزښت لري. په هیواد کې د سولې په شتون کې ښځې کولی شي خپلو ټولو هیلو او غوښتنو ته ورسیږي او کومې موخې چې لري هغه تعقیب کړي. هغه زیاتوي:” موږ په هیواد کې د سولې د خبرو اترو له بهیر څخه ملاتړ کوو، خو هیله لرو چې په دغه ناستو یا غونډو کې د ښځو ونډه د پام وړ وي.”

بلخوا بیا په کندز کې له خبریالانو د ملاتړ بنسټونه په دې نظر دي، چې د سولې او امنیت تامین د رسنیو په کار، د خبریالانو پر خوندیتوب، د بیان پر آزادۍ او په رسنیو کې د ښځو پر ونډې او فعالیتونو، اغیزمنه ونډه لري.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر شهباز صابري وایي، چې ژورنالیزم او سوله کومه نوې خبره نه ده. له کلونو راپدیخوا، له کله نه چې د طالبانو ډله سره وپاشل شوه او نوی دولت رامنځ ته شو، پر دغه موضوع کار شوی او په افغاني ټولنه کې رسنیزې ټولنې ته سوله یوه له ارزښته ډکه مسئله شمیرل کیږي. رسنۍ د ټولنې یوه برخه دي. په هغه ټولنه کې چې سوله نه وي رسنیز فعالیتونه هم له خنډونو او ستونزو سره مخ وي. چې تر ټولو لویه ستونزه د رسنیو او خبریالانو په وړاندې ګواښونو دي.

ښاغلي صابري زیاته کړه، چې ښځې په رسنیو کې له زیاتو خنډونو او ستونزو سره مخامخ دي، اطلاع رسونه کوي، چې خپل رسالت تر سره کړي.

د رسنیو ملاتړي، په اطلاع رسونه کې د ښځو ونډه اغیزمنه بولي او په دې اند دي چې د سولې په پروسه کې دې د ښځو ونډه روښانه او څرګنده وي. په تیره بیا رسنۍ او په رسنیو کې د ښځو فعالیت، هر کله که دا برخه له پامه غورځول کیږي، نو یوه شا ته تلونکې ټولنه به ولرو.

په کندز کې د سولې د عالي شورا پخوانۍ غړې میرمن نصیبه هولکر وایي:” د سولې په هکله خبرې اترې روانې دي او موږ د ښځو په استازولۍ او د دوی له حقونو څخه په ملاتړ کار کوو. هیڅکله دا نشو منلی چې تر یوې نیمې لسیزې زیاتې لاسته راوړنې دې د نورو د غوښتنو قرباني شي او دا موږ ته هیڅ د منلو نه دي. موږ د ښځو د حقونو د ملاتړو په قطار کې ډیرې ښځې لرو، چې د ښځو په استازولۍ راپاڅیدلې دي او د ښځو له حقونو ملاتړ کوي.”

میرمن هولکر زیاته کړه، چې یوه له هغو خبرو چې د سولې په مذاکراتو کې دې پرې بحث وشي، همدا باید وي چې د رسنیو حقونه خوندي وساتل شي، په تیره بیا د بیان آزادي چې د تیرو ۱۸ کلونو مهمه لاسته راوړنه ده. همداشان په رسنیو کې د ښځو شتون چې دا هم یوه مهمه موضوع ده. څو ښځه د ښځې آواز نشي، د ښځو غږ نه اوچتیږي. نو په رسنیو کې دې ښځې د خپلو خویندو آواز شي او په مذاکراتو کې دې هم د یوې ښځینه خبریالې شتون په پام کې ونیول شي.

رسنۍ، د خبریالانو ملاتړ بنسټونه ، ښځې او د کندز خلک د سولې په هکله خبرو اترو ته هیله من دي او هیله لري چې نړیواله ټولنه د سولې راتلو ته جدي پاملرنه وکړي او بلخوا بیا ټینګار کوي چې د افغانستان دولت دې ټولې تیرې لاسته راوړنې په پام کې ونیسي او دا پروسه دې بریالۍ کړي.

گزارش: صدیقه شیرزی

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

 

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *