قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د غزني له والي سره د مرکز غړو ناسته

د غزني له والي سره د مرکز غړو ناسته

غزنی

د جنورۍ ۳۰ مه / د ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۰ مه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز غړو او ښځینه خبریالانو په غزني کې د همغږۍ او ښځینه خبریالانو ته د ښو کاري فرصتونو برابرولو په موخه، د دغه ولایت له والي وحیدالله کلیمزي سره وکتل.

په غزني کې د مرکز استازې خدیجه اشرفي د دغه ناستې په ترڅ کې د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې خنډونه په ګوته او هغو ته یې د حل لارې لټولو په هکله والي ته یادونه وکړه او د ولایت مقام د جدي پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

همداشان د ملي ټلویزیون کارکوونکې زینب احمدي په دغه غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:” په ځینو مواردو کې موږ ښځینه خبریالانې د ځینې رسنیو مسوولانو او دولتي ادارو چارواکو لخوا له جنسیتي توپیر سره مخامخ کیږو، چې دا موضوع ښځینه خبریالانو ته یو جدي خنډ ګڼل کیږي.”

ماه جبین نیکزاد په غزني کې یوه سیمه ییزه خبریاله وایي، سربیره پر دې چې د ښځینه خبریالانو کار او فعالیت ته د هیڅ بنسټ لخوا پاملرنه، نه کیږي، بلکې د دوی کړنې او فعالیت له پامه غورځول کیږي، چې دا کار د ښځینه خبریالانو د ناهیلۍ سبب ګرځي.

همداشان دغزني والي وحیدالله کلیمزی د هیواد حالاتو ته په کتو سیمیزې ستونزې:

د ښځو ضد افکارو حاکمیت، ناوړه دود دستورونه، د ښځو فعالیت ، کار او حضور د کار په ډګر کې ستایي او ملاتړ یې کوي.

والي په دغه ولایت کې ښځینه خبریالانو ته د ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

همداشان د اطلاعات او فرهنګ رییس، بشیر محمدي هم په دغه ناسته کې وعده وکړه چې وروسته تر دې به له ښځینه خبریالانو سره جدي همکاري کوي او دوی ته به د کار ښه او مطمین شرایط برابروي.

گزارش: خدیجه اشرفي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

 

دوباره کوشش کنید

د سولې له خبرو اترو، د بلخ د ښځینه خبریالانو اندیښنه

    ۲۳جنوری/۳ دلو ۱۳۹۷ د بلخ یو شمیر ښځینه خبریالانې او د رسنیو مسوولان …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *