قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د سولې له خبرو اترو، د بلخ د ښځینه خبریالانو اندیښنه

د سولې له خبرو اترو، د بلخ د ښځینه خبریالانو اندیښنه

 

 

۲۳جنوری/۳ دلو ۱۳۹۷

د بلخ یو شمیر ښځینه خبریالانې او د رسنیو مسوولان د سولې له خبرو اترو او په حکومت کې د طالبانو له شریکیدو د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وایي، چې د سولې عالي شورا په دغه خبرو اترو کې د بیان د آزادۍ ساتلو په خاطر هیڅ ډول وړاندیز یا شرط نه دی ایښی.

د آریانا ټلویزیون خبریاله ریحانه رسولي د سولې د عالي شورا لخوا د سولې په خبرو اترو کې د رسنیو د حقونو په هکله د شرط او شرایطو نه ایښودلو څخه د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وایي، سربیره پر دې چې دې شورا د دولت اړوند زیاته برخه پیسې مصرف کړې، خو بیا هم د دغه شورا غړو، د بیان د ازادۍ او د رسنیو د حقونو د تضمین او ساتلو په خاطر هیڅ داسې وړاندیز نه دی کړی.

د میرمن رسولي په وینا:” د بیان آزادۍ ته نه پاملرنه به په دې هکله  د حکومت ټولو ۱۸ کلنو لاسته راوړنو ته تاوان ورسوي. نو له همدې کبله دې ژر تر ژره حکومت او د سولې عالي شورا غړي په دې خبرو اترو کې د رسنیو د حقونو د تامین په خاطر، شرط او شرایط وضع کړي.”

بلخوا بیا د ملي ټلویزیون د خبر برخې  ویانده مینه سلیمي وایي، چې که څه هم هر ځل ښځې حاشیې یا څنډې ته پاتې شوې او په پریکړه ییزو برخو کې هم له ښځو څخه سمبولیکه استفاده شوې ده، خو بیا هم ښځې د تلپاتې سولې راتګ ته هیله منې دي.

مینه وایي، چې د ملي وحدت حکومت باید لاس په کار شي او دا ډیر ښه او مناسب فرصت دی، چې ښځې د سولې په خاطر خپل غږ اوچت کړي. مینه په هیواد کې د سولې راتللو ته هیله منه ده او دا هیله مندي او باور یې د سولې د عالي شورا له غړو تر لاسه کړی دی.

همداشان د نهاد راډیو ویانده کاترینا عمري هم وایي، چې د سولې خبرې اترې په ګاونډیو هیوادونو او د سولې موندل په بهرنیو هیوادونو کې یو نه لاسته راتلونکی امید یا هیله ده.

هغه وایي:” دا خبرې اترې نشي کولی د هیواد د خلکو حقوق تامین او تضمین کړي، موږ د اړوندو چارواکو دا هڅې ستایو او درناوی یې کوو ، خو د هیواد له راتلونکې هم ویره لرو. له حکومت څخه د تلپاتې سولې او د خبریالانو، په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د حقونو د خوندیتوب هیله لرو.”

په شمال کې د خبریالانو د مرکز مسوول حبیب الله نجفي زاده هم د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ او حقونو د خوندیتوب په خاطر د سولې په خبرو اترو کې د شرایطو نه وضع کولو له کبله په کلکه نیوکه کوي او وایي، چې د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ او د حقونو د خوندیتوب په خاطر باید پراخ پروګرامونه او پلانونه جوړ او همداشان د دولت او سولې د عالي شورا غړو لخوا دې ټینګ ګامونه اوچت شي، څو یو ځل بیا خلک د قرباني کیدو او له رسنیو څخه د محرومیت شاهدان ونه اوسي او د ښځینه خبریالانو ځان ښندنې او زیار هم له پامه ونه غورځول شي.

همداشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق هم د حکومت له ژمنو څخه د ښه نیت په څرګندولو وایي، چې د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ او د ښځو په هکله هیڅ ډول اندیښنه شتون نلري او حکومت به هم د رسنیو دغه لویې لاسته راوړنې له یاده ونه باسي.

گزارش: مرسل امیري

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *