قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په غزني کې د سولې له خبرو اترو د ښځینه خبریالانو اندیښنه

په غزني کې د سولې له خبرو اترو د ښځینه خبریالانو اندیښنه

۲۲ د جنورۍ / د سلوغې ۲ /۱۳۹۷

د غزني ښځینه خبریالانې د سولې له خبرو اترو او په حکومت کې طالبانو ته د ونډې ورکولو تر څنګ د تیرو ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او بیان د آزادۍ له ګواښ سره مخامخ کیدو له کبله اندیښنه لري.

دغه ښځینه خبریالانې د طالبانو لخوا د خپرو شویو ګنګسو له کبله په دې هکله چې ښځې به په رسنیو کې د کار کولو اجازه ونلري، اندیښمنې دي. که څه هم دغه ګنګوسې او آوازې تر اوسه کومې موثقې سرچینې نه دي تایید کړې ، خو د ښځینه خبریالانو تر منځ یې ویره او شکونه رامنځ ته کړي دي.

د امریکا غږ خبریاله ماه جبین نیکزاد وایي ، چې له څه وخت راپدیخوا دلته داسې آوازې خورې شوې ، چې ګواکې طالبان په رسنیو کې د ښځو کار کول نه غواړي. د میرمن نیکزاد په اند، حکومت باید طالبانو ته دا اجازه ورنکړي، چې په رسنیو کې د ښځو د کار کولو په وړاندې خنډ شي. د هغې په وینا د طالبانو دا پریکړه د رسنیو او بیان د ازادۍ د اصولو خلاف ده.

همداشان زهرا نوري د ملی راډیو تلویزیون  خبریاله هم د اندیښنې په څرګندولو وایي، چې وروسته له دغه اوازو، اوس ښځینه خبریالانې نشي کولی چې په ډاډه زړه او پرته له ویرې خپل کار ته ادامه ورکړي.

د هغې په وینا که حکومت د دغه تندلارو ګروپونو د پروګرامونو خنډ ونه ګرځي، د بیان ازادۍ ته به ډیر زیان ورسیږي.

په همدې حال کې رحمت الله نیکزاد د خبریالانو د اتحادیې مشر هم وایي، چې د رسنیو اصول او قوانین باید برابر او پرته له توپیر د ښځو او نارینه وو تر منځ یو ډول پلي شي او د ښځو حق غوښتونکی غږ باید په ستوني کې خفه نشي.

همداشان شاه محمدامیری په غزني کې د سولې عالي شورا رییس دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وایي، چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو استازو داسې کومه خبره مطرح نه کړه، بلکې دوی خپله حاضر شوي وو، چې د دغه ناستې په څنډه کې له ښځینه خبریالانو سره مرکې وکړي. د هغه په خبره دا شایعات د اندیښنې وړ نه دي او نشي کولی په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د فعالیت مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې ښځینه خبریالانو د کلونو په اوږدو کې د امنیتي ، اقتصادي او د ټولنې د دودیزو ستونزو په شتون سره خپل ګټور کار او فعالیت ته دوام ورکړی او په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې هم درلودلې دي.

گزارش: خدیجه اشرفي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

 

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *