قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د سولې له خبرو اترو د فراه د ښځینه خبریالانو اندیښنه

د سولې له خبرو اترو د فراه د ښځینه خبریالانو اندیښنه

فراه

د جنورۍ ۳۰ / د ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۰ مه

د فراه یو شمیر ښځینه خبریالانې او د رسنیو مسوولان د سولې خبرو اترو له څرنګوالي او په دولت کې د طالبانو له ګډون څخه اندیښمن دي او وایي، چې د سولې عالي شورا د بیان د آزادۍ ساتلو په خاطر په دغه خبرو اترو کې هیڅ ډول شرط نه دی ایښی او د رسنیو حقوق یې له پامه غورځولي دي.

خبریاله نسیمه احمدي له طالبانو سره د سولې خبرو اترو کې د بیان آزادۍ او رسنیو د حقونو په پام کې نیولو په خاطر د کوم شرط نه ایښودو له کبله اندیښمنه ده او وایي، چې وروسته تر دې غونډې د ښځو اندیښنې زیاتې شوې او نشي کولی په ډاډه زړه خپلو دندو ته لاړې شي او خپلو رسنیزو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د هغې په وینا:” د دغه شورا غړو د خبریالانو د امنیت او حقونو ساتلو په خاطر هیڅ هیله مندي نه ده پریښې او باید ژر تر ژره دې د رسنیو د حقونو د تامین په خاطر مخکې شرطونه کیږدي.”

هغې زیاته کړه:” امنیتي ستونزې او خنډونه تر ټولو زیات د ښځینه خبریالانو او خبریالۍ ټولنې لپاره د اندیښنې وړ دي. موږ له حکومت څخه د تلپاتې سولې او د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د حقونو خوندي پاتې کیدو غوښتونکي یو.”

د یوې رسنۍ مدیر مسوول عبدالغني پیروز هم له طالبانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې ، رسنیزو ارزښتونو او د خبریالانو د حقونو او امنیت خوندیتوب ته له نه پاملرنې اندیښنه لري او وایي:” که حکومت او د دغه شورا غړي د رسنیو د حقونو د خوندیتوب لپاره کوم شرط کینږدي، نو د بیان آزادۍ داسې له پامه غورځول به د نړیوالې ټولنې او حکومت د تیرو ۱۸ کلونو ټولې لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي او سخت تاوان به ورته ورسوي.”

هغه زیاته کړه، چې باید د دولت او سولې عالي شورا غړو لخوا د رسنیو او خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د حقونو د خوندیتوب په خاطر کوټلي ګامونه پورته شي او په دې برخه کې دې د ښځو حقونه او لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي.

همداشان د فراه د اطلاعات او فرهنګ رییس بنیامین بارز وایي، چې سوله د افغانستان د خلکو بنسټیزه غوښتنه او اړتیا ده او د تلپاتې سولې په هکله خبرو اترو هیله مندي رامنځ ته کړې ده. هغه زیاته کړه ، چې د بیان آزادۍ په هکله هیڅ ډول اندیښنه نشته او کله به هم د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې خنډ رامنځ ته نشي.

گزارش: پریسا زماني

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

 

دوباره کوشش کنید

د غزني له والي سره د مرکز غړو ناسته

غزنی د جنورۍ ۳۰ مه / د ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۰ مه په افغانستان کې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *