قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د سولې د وروستیو خبرو اترو په تړاو د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي بیانیه

د سولې د وروستیو خبرو اترو په تړاو د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي بیانیه

 

کابل – ۲۴ د مرغومي/ ۱۳۹۷

بې له شکه سوله د افغانانو بنسټیزه او جدي اړتیا ده او د تلپاتې سولې په هکله خبرو اترو، په دې تړاو هیلې راټوکولې دي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز سره له دې چې د تلپاتې سولې په هکله له هر ډول هڅو او اقداماتو څخه ملاتړ کوي ، خو خپلې اندیښنې هم لري، چې په لاندې ډول یې مطرح کوي:

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د سولې په خبرو اترو کې د دموکراسۍ ارزښتونو د نه تامین ، د هغه جملې څخه د رسنیو د آزادۍ تضمین ، د بیان آزادي او د خبریالانو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو  د امنیت او حقونو د تضمین ، په اړه چوپه خوله پاتې کیدو له کبله خپله اندیښنه اعلانوي او یادونه کوي چې دا ارزښتونه په ډیرو قربانیو او سرښندنو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو په مبارزو تر لاسه شوې دي او نن د نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د قانون له تعدیل سره جدا مخالفت کوي او که په پام کې وي چې قانون تعدیل او یا بدلون ومومي، باید د قانون په چوکاټ کې د خبریالانو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو حضور او د حقونو او امنیت تامین پکې تضمین شي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په دې باور دی، چې د سولې لپاره خبرې اترې نباید د ښځینه خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ضد مبارزه تعدیل کړي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اوسنی قانون ځینې کمۍ لري چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې د مبارزې په خاطر باید بشپړ شي.

موږ د ښځینه خبریالانو د نه ځورونې منشور له کمپاین څخه د ښځینه خبریالانو د ملاتړ غوښتونکي یو. د سولې لپاره مبارزه باید د ښځو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د حقونو د مبارزې تر څنګ وي. نن موږ دا کمپاین د سوله د ښځيڼه خبریالانو د حقونو د تضمین په شعار یو ځای کوو او هیڅ سوله به پرته د رسنیو له خپلواکۍ او د ښځینه خبریالانو له حضور تلپاتې نه وي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د ملي وحدت له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي ، چې له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې باید د نړیوالو ژمنو په چوکاټ او د نړیوالو بشر دوستانه حقونو په نظر کې نیولو او تر هر څه وړاندې د ژنیو کنوانسیون سره سم وي.

 

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

 

 

 

دوباره کوشش کنید

د مرکز له طرحې څخه په ولسي جرګه کې د نوماندانو د ملاتړ پر بنسټ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز اعلامیه

له مرکز او ولایتونو څخه له ۷۰ تنو څخه زیات د ولسي جرګې نوماندان له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *