قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتیدو اندیښنې

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتیدو اندیښنې

 

د جنوري ۱۴ مه/ د ۱۳۹۷مرغومي ۲۴ مه

په غزني کې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه د اندیښنې په څرګندولو وایي، چې د تیر کال په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د جګړې د ښکیلو خواوو لخوا، لکه قتلونه او وسلوال ګواښونه زیات شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر جمیل وقار وایي، چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي شپږ مورده ثبت شوي، په داسې حال کې چې دا موارد په تیر ۲۰۱۷ کې درې مورده وو.

هڅاند او فعال خبریال حبیب الرحمن تاثير هم د خبریالانو په وړاندې له وسلوالو ګواښونو څخه اندیښنه لري او وایي، چې د روانو جګړو په ترڅ کې د رسنیو یو کارکوونکی د طالبانو لخوا په ډیره بې رحمۍ ووژل شو، چې د خبریالانو په روحیه یې منفي اغیز وکړ.

په غزني کې ښځینه خبریالانې هم د دوی د کار په وړاندې له ستونزو او خنډونو اندیښمنې دي. د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز استازې خدیجه اشرفي وایي، چې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو کم کاري او د دوی د کار په وړاندې محدودیتونه د دې لامل شوي چې دوی خپل کارونه په ښه توګه تر سره نکړی شي. خو سربېره پر دې میرمن اشرفي وایي، چې د ښځینه خبریالانو د وړتیا لوړولو او پرمختګ په برخه کې یې ډیر کارونه کړي دي، خو په رسنیو کې د اقتصادي ستونزو له کبله دوی نشي کولی تر دې زیات فعالیت وکړي.

بلخوا بیا د سیمه ییز ټلویزیون خبریاله زهرا نوري، نا امني، نا مساعده اقتصادي وضعیت او په مدیریت او پریکړه ییزو برخو کې د ښځو نه شتون، په رسنیو کې د ښځو د کار په وړاندې خنډ ګڼي.

د والي ویاند محمد عارف نوري هم دا ستونزې مني او ژمنه کوي، چې په هره برخه کې به له خبریالانو سره مرسته کوي او هڅه به یې دا وي، چې د دوی ستونزې راکمې کړي.

داسې ویل کیږي، چې سیمه ییزو چارواکو هم ژومنه کړې، چې په غزني کې به له ښځینه خبریالانو ملاتړ کوي او په راتلونکې کې به ورسره همکار اوسي.

راپور: خدیجه اشرف

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

 

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *