قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / میدان وردګو کې د حکومتي ادارو او رسنیو تر منځ اړیکي

میدان وردګو کې د حکومتي ادارو او رسنیو تر منځ اړیکي

 

 

د ۱۳۹۷ / د مرغومي ۱۹ مه

د ۲۰۱۹/ جنوري ۹ مه

په تېرو اوولسو کلونو کې یوه مهمه لاسته راوړنه د هېواد په کچه د بیان آزادي او د رسنیز بهیر پياوړتیا بلل کیږي، چې د کابل په ګډون په ډیری ولایتونو کې ګڼ شمیر آزادو رسنیو په فعالیت پیل وکړ، خو میدان وردګ یو له هغو ولایتونو څخه بلل کیږي، چې په دې برخه کې تر نورو وروسته پاتې دی. که څه هم پلازمینې کابل ته په نږدې واټن کې پروت دی، خو د ملي راډیو تلویزیون په ګډون محدود شمیر غږیزې او چاپي رسنۍ په کې فعالیت کوي.

د دغه ولایت ځوانان د ژورنالیزم له مسلک سره ځانګړې مینه لري او همدا لامل دی، چې ګڼ شمیر ځوانان یې د ژورنالیزم په برخه کې لوړې زده کړې لري.

سره له دې، چې په دغه ولایت کې د ژورنالیزم مسلکي کدرونه هم شته او خلک یې هم له رسنیو سره ځانګړې مینه لري، خو رسنیز فعالیتونه ولې پکې کم دي؟ په دې اړه مو له آزاد خبریال جواد شیرزي څخه وپوښتل هغه وویل:” میدان وردګ یو غرنی ولایت دی، د دې ولایت جغرافیه د رسنیز فعالیت لپاره ډیره محدوده ده، یعنې هغه رسنۍ، چې په ایف ایم څپو کار کوي، د دغه ولایت ډیره محدوده جغرافیه تر خپل پوښښ لاندې راوستلی شي. د دې ترڅنګ د دغه ولایت په ولسوالیو کې نا امنۍ هم ددې لامل شوې، چې د رسنیو فعالیت محدود او پانګوال په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

جواد شیرزي زیاته کړه، په مرکز میدان ښار کې د خبریالانو لاس رسی اطلاعاتو ته آسانه دی، مګر له ولسوالیو څخه د امنیتي مشکلاتو له کبله، نشي کولای خبریالان اړین معلومات را ټول او په مستند شکل خپل راپورونه ورڅخه چمتو کړي. له نیکه مرغه تر دې مهاله د ولایت مقام او امنیتي ادارو سره د خبریالانو اړیکي ښه دي.

د ولایت محلي ادارې، د معلوماتو د خپراوي او د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو د خپریدو لپاره زیاته اړتیا لري ځکه چې په دغه ولایت کې رسنۍ ډیر کمې دي او ملي راډیو یې هم په ورځ کې یوازې دوه نیم ساعته نشرات لري.

دلته د حکومت او رسنیو ګډه کمیټه هم تشکیل شوې ده، ددغې کمیټې موخه د رسنیو د ستونزو حل کول او همدارنګه د حکومت او  رسنیو تر منځ د ښو اړیکو او همغږۍ ساتل دي.

د رسنیو او حکومتي ادارو تر منځ د اړیکو د اوسني وضعیت په اړه مو ددغه ولایت د یوې مدنې فعالې آغلې پښتنې مایار څخه هم وپوښتل، نوموړې په دې اړه داسې وویل:” خوشبختانه، د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ اړیکي ښه دي، ما تر اوسه په دې ولایت کې د خبریالانو له خوا داسې شکایت نه دی اوریدلی، چې کومې ادارې ورته د معلوماتو په ورکړه کې ستونزې جوړې کړې وي او یا یې هم اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون سره سم معلومات نه وي ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې میدان وردګ کابل ته نږدې واټن لري، دلته د نورو ولایتونو په څير د نړیوالو او ملي رسنیو ځانګړي استازي نشته او که شته هم د څو محدودو رسنیو دي، اکثره ملي او نړیوالې رسنۍ ددغه ولایت رسنیز پوښښ له مرکز کابل څخه کوي او د لویو پیښو پر مهال یې د مرکزي دفترونو خبریال سیمې ته ځي.

خبریاله: آسیه وردګ

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

غزني کې د خبریالانو ملي ورځ ولمانځل شوه

 غزنی ۲۴ مارچ/۴ حمل ۱۳۹۸ په غزني کې د کب په ۲۷ مه د خبریالانو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *