قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د مالي اسانتیاوو نشتون، د ښځینه خبریالانو حضور کمرنګه کړ

د مالي اسانتیاوو نشتون، د ښځینه خبریالانو حضور کمرنګه کړ

 

فراه

د ډسمبر ۱۵ مه / د ۱۳۹۷ د لیندۍ ۲۴ مه

اطلاعاتو ته نه لاسرسی، جنسیتي توپیر، نا امني، د حقایقو له خپریدو څخه ویره، ناوړه چلندونه ، د کاري خوندیتوب نشتون په فراه کې د ښځینه خبریالانو له هغو ټولییزو ستونزو څخه دي، چې دوی یې اړ کړې خپلې دندې پریږدي او په دې برخه کې کار کولو ته زړه ښه نه کړي.

په همدې حال کې په دې ولایت کې ځینې ښځینه خبریالانې اندیښنه څرګندوي، چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د دوی په وړاندې له اصلي خنډونو څخه دي ، چې سبب شوي په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو لپاره کار کول د نارینه وو په پرتله ستونزمن شي .

د ځینو ښځینه خبریالانو په وینا، کله چې غواړي له دولتي بنسټونو څخه معلومات تر لاسه کړي، نو هغوی یې د خبریالۍ کار ته د احترام په سترګه نه ګوري او باور نه کوي چې یوه ښځه هم کولی شي له دولتي مقام سره مرکه وکړي او ګزارش جوړ کړي. په منفي نظر او جنسیتي توپیر هغوی ته په سپک نظر کتل کیږي او د خبر او راپور جوړولو په وخت کې له لفظي ځورونې سره هم مخامخ کیږي. هغوی له دولت څخه غواړي ، چې دوی ته کاري فرصتونه برابر او ورته د سالم کاري چاپیریال د رامنځ ته کولو لپاره جدي پاملرنه وشي.

خبریاله ثنا پویا، د ښځینه خبریالانو اصلي ستونزې، د ټولنې منفي دودیز نظرونه، کاري محدودیتونه او ټولنیزې ستونزې په ګوته کوي او وایي، چې ښځینه خبریالانې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي او په ډیرو لږو امکاناتو په رسنیو کې کار کوي.

هغې همداشان زیاته کړه ، چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ډیر زیات دی، خو د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښو او په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د کاري خنډونو مسایلو ته د رسیدنې کومه مشخصه او خاصه مرجع شتون نلري.

په وروستي یو کال کې په فراه کې د ښځینه خبریالانو حضور کم شوی، چې اصلي عامل یې امنیتي ګواښونه ، بې ځایه دود او دستورونه او همداشان د رسنیو مالي ستونزې دي.

د باختر آژانس مدیره فرحناز عظیمي وایي:” امنیتي وضعیت خراب دی او خبریالان د اطلاعاتو له سانسور، د ارامتیا د احساس نشتون، د خبریالانو لپاره د امکاناتو نشتون، د کم امتیاز او امنیتي ګواښونو سره مخ دي. هغې زیاته کړه ، چې رسنۍ د مالي بودجې له کمښت سره مخ دي او په همدې دلیل ښځینه خبریالانو ته سم معاشونه نه شي ورکولی . همدا سبب شوي چې خبریالانې په رسنیو کې کار کول پریږدي او بل کار ته مخه کړي.”

همداشان میرمن عظیمي زیاته کړه، چې ښځینه خبریالانې په رسنیو کې د ښځو د کار کولو په اړوند د خلکو له منفي او بد نظر څخه ځوریږي او سربيره پر زیاته مینه او علاقه، بیا هم نه غواړي په دې برخه کې کار وکړي.

ښځې د رسنیو د مخاطبینو زیاته برخه جوړوي او په اطلاع رسونه کې مهمه ونډه لري. په رسنیو کې د ښځو حضور، د ټولنې د ټولو ښځو د غږ اوچتولو سبب ګرځي، خو د ښځو کمرنګه حضور د دغه ولایت په رسنیو منفي اغیزه کړې ده.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو برخې آمر فاضل فیاض وایي، چې ښځې د رسنیو مهمه برخه جوړوي.

د ښځینه خبریالانو وضعیت د قناعت وړ دی، خو د مالي آسانتیاوو د نشتون له کبله په دې وروستیو کې د فراه په رسنیو کې د ښځو حضور کمرنګه شوی او ښځې د خپلو دندو پریښودو ته اړ شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې یو ټلویزیون د نشاط په نوم په فعالیت پیل کړی، چې دا په خپله د ښځینه خبریالانو د وضعیت ښه والی څرګندوي.

د ویلو ده، هغه شمیر ښځې چې د دې ولایت په رسنیو کې فعالیت لري، هڅه کوي له خپل اصلي هویت څخه استفاده ونکړي. د امنیتي ګواښونو او د ټولنې د ناوړه دود دستور او باورونو له کبله دوی ځان ته مستعار نومونه غوره کړي، چې دا د هغو خنډونو له کبله دي چې په ټولنه کې شتون لري.

 

راپور: پریسا زماني

تصحیح : په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

وسله والو کسانو په کابل کې د ټلویزیون کارکوونکې او خبریاله ووژله

کابل د می ۱۲ مه / د  ۱۳۹۸د غویي ۲۲ مه پخوانۍ خبریاله او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *