قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې منشور په خاطر، د مرکز د کمپاینونو ادامه

په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې منشور په خاطر، د مرکز د کمپاینونو ادامه

کابل

د دسمبر ۱۲ مه / د ۱۳۹۷ د لیندۍ ۲۱ مه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې منشور، د بې پولې خبریالانو د سازمان په همکارۍ د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۳ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره شریک کړ، چې د کنفرانس په پای کې د اطلاعات او فرهنګ نشراتي معیین سید اقا فاضل سانچارکي او د ځینو رسنیو مسوولانو هر یو، د آریانا ټلویزیون رئیس خوشحال اصفي، د موبي ګروپ رئیس لطف الله نجفی زاده ، د یک ټلویزیون رئیس عبدالله ازاد خنجانی ، د ای ډبلیو پی ار مسوول منیر مهربان او همداشان د کابل والي مرستیالې منیره یوسف زاده ، په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې منشور په پای کې د لاسلیک په کولو له دغه منشور څخه رسما خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دغه منشور په خاطر د کمپاین لړۍ په دوام ، له مرکز او ولایتونو څخه ځینو نورو رسنیو هم د دغه منشور په پای کې د لاسلیک په کولو له هغه څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه ، چې په خپلو رسنیو کې به د منشور متن پلی او هغه به عملي کوي.

مرکز په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د نه ځورونې منشور، د کمپاین په دوام ، د ښځینه خبریالانو له حقونو څخه د زیات ملاتړ په خاطر، یو بل کمپاین (( هغو استازو ته رایه ورکړئ چې د ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ کوي)) د بې پولې خبریالانو د سازمان په همکارۍ د ۱۳۹۷  کال د تلې په ۴ مه نیټه پیل کړ.

دا کمپاین په ټاکنو کې د ښځو د ډیر برخمن کیدو او د هغو ښځینه او نارینه نوماندانو څخه د ملاتړ په موخه دی، چې د خبریالانو له حقونو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو له حقونو څخه ملاتړ کوي او همدا شان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو او د ټولییزو رسنیو په قوانینو کې د ښځو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو په حقوقي وضعیت کې د  مثبت بدلون په خاطر رامنځ ته شوی.

له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ د کمپاینونو په دوام، ولسي جرګې ته نژدې ۱۰۰ تنه نوماندان د کابل په ګډون له اتو ولایتونو څخه له کمپاین سره یو ځای شوي او ژمنه یې کړې ، چې د استازو مجلس ته په لار موندلو به د ښځو ، په تیره بیا ښځینه خبریالانو په ګټه، د قانون په پلی کولو او بدلون کې ژمن پاتې کیږي او ورڅخه به ملاتړ کوي.

د مرکز کمپاینونه همدلته نه خلاصه کیږي، په دوام یې تر ۱۰۰ زیاتو خبریالانو له کابل او ولایتونو څخه د مرکز د طرحې په پای کې په لاسلیک خپل ملاتړ اعلان کړ:” هغوو استازو ته رایه ورکوو، چې د ښځینه خبریالانو له حقونو څخه ملاتړ کوي” دغه کمپاینونه یو مثبت ګام او په تصمیم نیونه او مدیریتي برخو کې د ښځو د زیاتې ونډې درلودو په خاطر یوه ښه تجربه ده.

د رسنیو او خبریالانو وضعیت په دې وروستیو کې د اندیښنې وړ دی. د ځاني او کاري خوندیتوب نشتون، جنسیتي توپیر یا تبعیض ، اقتصادي ستونزې او ټولنیز خنډونه له هغو مواردو څخه دي چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کار خنډ ګرځي او دا چاره ورو، ورو په خبریالۍ ډګر کې د ښځو د شتون د کمښت لامل هم ګرځيدلې ده.

د مرکز منشور او دا کمپاینونه د خلکو، مدني ټولنې ، رسنیو ، خبریالانو او په تیره بیا ښځینه خبریالانو د هرکلي وړ وګرځیدل . د دغه ښځو اعتبار او توقع یا هیلې له مرکز څخه لا زیاتې او دوی د ښځینه خبریالانو د وضعیت د ښه کیدو په خاطر د  دغه شان لا زیاتو ګامونو د پورته کولو غوښتونکې دي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز یو خپلواک او غیر دولتي بنسټ دی، چې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ په خاطر فعالیت کوي.

 

دوباره کوشش کنید

په هرات کې هیڅ ښځینه ورزشي خبریاله شتون نلري

د دسمبر ۱۰ مه / د ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸ مه په هرات کې یو شمیر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *